فیسبوک منلې چې ټولنیزې رسنۍ رواني ستونزې رامنځته کولی شي

ساخت وبلاگ

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل

د فیسبوک له ادارې څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوې څیړنې ښودلې، چې له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته ګټه اخیستنه انسانان په رواني ستونزو اخته کولی شي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

دغه څیړنه په یوې پرلیکه (انلاین) بڼه د “سختو پوښتنو” تر سرلیک لاندې ترسره شوې او پوښتنه داسې وه: “ایا په ټولنیزو رسنیو کې وخت لګول زموږ د روغتیا لپاره بد دی؟”

د فیسبوک د څیړنو برخې مدیر مسوول ډاویډ ګینګسبرګ (David Ginsberg) له ټولنیز اروا پوه مویرا بورک (Moira Burke) سره یوځای دغه راپور لیکلی او د اروا پوهنې، ټولنپوهنې او رواني روغتیا له متخصصینو سره په دې اړه خبرې اترې کړي. د دغو موندنو په اثبات رسولو په موخه ګڼ شمیر مطالعې ترسره شوي.

خبرې اترې د ټولنیزو رسنیو په کاروونکو مثبت اغیز لري

فیسبوک ویلي، چې په دغې څیړنه کې راغلي، د ټولنیزو رسنیو هغو کاروونکو چې خپل ډیر وخت یوازې د مالوماتو په لوستلو تیرولو او په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره یې هیڅ راز خبرې اترې نه کولې، ښه احساس یې نه کاوه. دغې څیړنې زیاته کړې، د تجربې له مخې هغو کسانو چې په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره خبرې اترې کولې، د خوښۍ احساس کاوه.

د فیسبوک کمپنۍ د میشیګان پوهنتون (University of Machigan) څیړنې ته په اشارې سره ویلي، چې دوی دا هم موندلې، د نیمه زده کړو (کالج) هغو زده کړیالانو به چې په ټوله ورځ کې یوازې د لسو دقیقو لپاره فیسبوک کارولو، د ورځې په پای کې به یې د هغو کسانو په پرتله هومره ښه احساس نه کولو، چې د ورځې په جریان کې به یې مطالب لوستل، پوسټول او له ملګرو سره به په اړیکه کې وو.

خو بل خوا، فیسبوک له هغې نظر پوښتنې (سروې) هم یادونه کړې، چې د امریکا د کلفورنیا ایالت په سن ډیاګو (San Diego) او یَل (Yale) پوهنتونونو کې ترسره شوې؛ دوی له دغې نظر پوښتنې (سروې) دا موندلي، هغوی چې په یوه ورځ کې لږ تر لږه څلور ځلې په خپل ګرځنده ټیلفون یاهم کمپیوټر کې ډیر لینکونه پرانیزي او یاهم ډیر پوسټونه لایک کوي، د منځنیو کاروونکو په پرتله ډیر له رواني ستونزو سره مخ وي.

د پورتنۍ نظر پوښتنې په تایید سره څیړونکو ويلي، د ټولنیزو رسنیو څخه زیاته ګټه اخیستنه او د نورو کسانو پروفایلونه او پوسټونه لیدل ډیری کسان په ژور خپګان (ډیپریشن) ناروغۍ سره مخ کوي او وروسته بیا د نورو په پرتله خپل ځان کم ګڼي.

د کارنیګي میلن پوهنتون (Carnegie Mellon University) یوې څیړنې په ټولنیزو رسنیو کې د خبرو اترو او پیغام لیږد رالیږد په اړه د مثتبو پایلو وړاندیز کړی؛ دا یې موندلي، هغه کسان چې زیات پیغامونه لیږي او یاهم ترلاسه کوي او په خپلو پوسټونو او انځورونو کې د نورو تبصرو ځوابونه وايي، د ټولنیز ملاتړ په برخه کې ښه پرمختګ کوي او د ژور خپګان (ډیپریشن) او یوازیتوب څخه خوندي وي.

فیسبوک ویلي، دغه پرمختګونه به هغه وخت لا زیات ښه شي، چې کله خلک د خپلې کورنۍ له غړو او نیږدې ملګرو سره د مسینجر له لارې خبرې اترې زیاتې کړي.

یوې اضافه څیړنې دا په اثبات رسولې، هغه کسان چې په ژور خپګان (ډيپریشن) اخته دي، د پرلیکه ویډیوګانو د کتلو او د ویډیو ګیمونو د کارونې پرځای له فیسبوک سره یې دوه چنده زیاته علاقه لري او کولی شي په دغې ټولنیزې رسنۍ کې ځان ارام احساس کړي.

په ټولییزه توګه، د فیسبوک ادارې ویلي، دا په دې مانا نه ده چې د ټولنیزو رسنیو کارول د یوه انسان په روغتیا باندې بد اغیز درلودلی شي، بلکې ښه او بد اغیز یې د کاروونکي په لاس ده، چې څه ډول ترې کار اخلي او په کومو مواردو کې ترې ګټه پورته کوي.

نقد کوونکو ویلي چې فیسبوک له خپلو کاروونکو غلطه ګټه پورته کوي

په څیړنه کې مالومات هغه وخت په ډاګه شول، چې کله د فیسبوک دوه پخوانیو چارواکو په ټولنه باندې د ټولنیزو رسنیو خدمتونو د ناوړه اغیزې په موخه توندې نیوکې وکړې. د فیسبوک د بنسټ ایښودنې رئیس سین پارکر (Sean Parker)، چې دا مهال له نوموړې کمپنۍ سره اړیکې نه لري، د ټولنیزو رسنیو په خدمتونو یې د دې په موخه تورونه لګولي، چې ګوندې دوی له داسې کړنلارو کار اخلي چې د انسانانو روح و روان اغیزمنوي.

پارکر ویلي، په لومړیو وختونو کې فیسبوک دا غوښتل، څومره چې شوني وي، باید د خلکو پام ځانته واړوي او وخت یې بیځایه مصرف کړي. نوموړي زیاته کړه، دغې پرمختللې طرحې داسې یو اعتیادي سیسټم رامنځته کړ، چې وشي کولی خلک په لایک ورکولو او تبصره کولو د زیات وخت لپاره بوخت وساتي د دې په موخه چې د خوښۍ احساس وکړي.

پالیحپټیا (Palihaptiya) وايي، چې دی د دغو منفي اغیز لرونکو او یجاړونکو ټولنیزو رسنیو پر وړاندې هیڅ راز حل لارې نه لري، خو د نوموړي په وینا، دی له فیسبوک څخه ډیر لږ استفاده کوي او وايي چې خپلو ماشومانو ته به هیڅکله د فیسبوک د کارولو اجازه ورنکړي. په یوې ټلویزیوني مرکه کې نوموړي وویل: “زه په دې پوره باوري یم، چې په اوس وخت کې د نورو ټولنیزو رسنیو په پرتله، د منفي فکرونو په خپرولو کې فیسبوک رغنده رول لري.”

همداراز، نیو پورټ (Newport) ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو زیاته کارونه د یوازیتوب، ژور خپګان (ډیپریشن) او اظطراب ناروغیو لامل ګرځي. نوموړی زیاتوي، خلک باید دغو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي او د دا ډول ټولنیزو رسنیو له کارونې لاس په سر شي ترڅو بشپړه روغتیا ولري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 218 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31