په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه بېرته په غوړېدو دي

ساخت وبلاگ
یاران سپورټ

کابو څلور میاشتې کېږي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ورزشي فعالیتونو ته د کرونا له امله اجازه نه ورکول کېد، خو په تېرو دوو اوونیو کې ورو، ورو ورزش په غوړېدو دی او لومړنۍ هڅې یې پیل شوي دي.

یوه نیمه میاشت وړاندې لومړی اقدام افغان کرکټ بورډ وکړ، دې بورډ له روغتیا وزارت څخه اجازه لیک ترلاسه کړ او بېرته یې لوبې پیل کړې.

لومړی لوبغاړو یو میاشتینی روزنیز کمپ په کابل کې په بریالۍ توګه پایته ورساوه.

د همدغو روزنیزو فعالیتونو په لړ کې یې ۴ شل اوریزې تمریناتي لوبې هم ترسره کړې.

چې دغو لوبو کې افغان اتلان او د افغان ځوانانو پر وړاندې ولوبېدل.

د کرکټ بورډ په خبره په دغو ورزشي لوبو کې یې د روغتیا وزارت اړوند لارښوونې په پام کې نیولې وې.

له دې وروسته د اسد میاشت په لومړیو کې د ورزشي خبریالانو فعالیتونه په کابل کې دا و، چې له بېلابېلو رسمي ورزشي ادرسونو سره وګورو او لوبې هم ترسره کړي.

د جمعې په ورځ د افغانستان د بایسیکل ځغلولو فدراسیون په کابل کې د ورزشي خبریالانو ترمنځ د بایسیکل ځغلونې لوبې د ۵ کېلو متره په واټن ترسره کړې.

دې سیالۍ کې ۴۱ لوبغاړو ګډون کړی و او ځېنې لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د دې سربېره ځینې کلبونه هم پرانیستل شوي، د سوک وهنې، کراتې، باولېنګ لوبو، فوټبال او نورو برخو مسولینو خپل حرکتونه پیل کړي او تمرینات یې دوام لري.

د ورزشي فعالیتونو ګټه

په ټپه درېدلی حالت ورسره بېرته عادي کېږي او لوبغاړي د معمول له مخې خپل تکړښت ته کار کوي.

شخصي کلبونو ته مالي ګټه او لوبغاړو ته روغتیا ور په برخه کېږي.

کارکوونکي ورسره په کار کېږي او د روزګار درک پېداکېږي.

د نورو نړیوالو فدراسیونونو د مرستو پام افغانستان ته راوړي او بېلا بېلو مرستو ته وعداره کېږي.

له نشو، تماشو او تشویش څخه لوبغاړي بچ کېږي او خوشحال ژوند ته راګرځي.

داخلي او بهرنیو لوبو او مسابقو ته لوبغاړي ورګرځي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 448 تاريخ : شنبه 4 مرداد 1399 ساعت: 23:50