Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ټولنیزې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

فیسبوک منلې چې ټولنیزې رسنۍ رواني ستونزې رامنځته کولی شي

  • ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د فیسبوک له ادارې څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوې څیړنې ښودلې، چې له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته ګټه اخیستنه انسانان په رواني ستونزو اخته کولی شي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دغه څیړنه په یوې پرلیکه (انلاین) بڼه د “سختو پوښتنو” تر سرلیک لاندې ترسره شوې او پوښتنه داسې وه: “ایا په ټولنیزو رسنیو کې وخت لګول زموږ د روغتیا لپاره بد دی؟” د فیسبوک د څیړنو برخې مدیر مسوول ډاویډ ګینګسبرګ (David Ginsberg) له ټولنیز اروا پوه مویرا بورک (Moira Burke) سره یوځای دغه راپور لیکلی او د اروا پوهنې، ټولنپوهنې او رواني روغتیا له متخصصینو سره په دې اړه خبرې اترې کړي. د دغو موندنو په اثبات رسولو په موخه ګڼ شمیر مطالعې ترسره شوي. خبرې اترې د ټولنیزو رسنیو په کاروونکو مثبت اغیز لري فیسبوک ویلي، چې په دغې څیړنه کې راغلي، د ټولنیزو رسنیو هغو کاروونکو چې خپل ډیر وخت یوازې د مالوماتو په لوستلو تیرولو او په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره یې هیڅ راز خبرې اترې نه کولې، ښه احساس یې نه کاوه. دغې څیړنې زیاته کړې، د تجربې له مخې هغو کسانو چې په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره خبرې اترې کولې، د خوښۍ احساس کاوه. د فیسبوک کمپنۍ د میشیګان پوهنتون (University of Machigan) څیړنې ته په اشارې , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها