ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي

ساخت وبلاگ
راپور: بشر درویش

د ترکیې حکومت په یونان کې د ترکیې پر ضد پر لاریونونو تود غبرګون ښودلی دی.

یونان کې تازه د ترکیې پر ضد د ایا صوفیه مسجد بیرته مسجد ته اړولو په غبرګون کې خلکو لاریونونه کړي او د ترکیې بیرغ ته یې اور اچولی.

د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یونان کې دا کار یو ځل بیا له اسلام او ترکیې سره د هغوی د دښمنۍ څرګندونه کوي.

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایمي اکسوئي ویلي د یونان په پلازمینه اتڼ کې د ترکیې ضد لاریون او بیرغ سوځول د یونان د دښمنۍ مانا لري.

هغې دا څرګندونې په یوه بیان کې کړي دي.

اردغان او د هغه میرمن په ایا صوفیا مسجد کې

د ترکیې اناتولیه خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي:

«اتن یوځل بیا د عکس العمل په پلمه له اسلام او ترکیې سره خپله دښمني څرګنده کړه. موږ د یونان د حکومت او د پارلمان د غړو هغه عمل په کلکه غندو چې خلکو ته یې د دښمنۍ څرګندونې وکړې او بیرغ یې په عام محضر کې وغورځاو.»

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ چې یونان باید د له خوبه راویښ شي.

«هیڅ هیواد دې ترکیې ته د ملي حاکمیت درس نه ورکوي. د هاګیا صوفیا لوی جومات چې د ترکي خلکو په غوښتنه پرانستل شو ، په ترکیه پورې اړه لري او زموږ په هیواد کې د نورو کلتوري ملکیتونو په څیر به وي.»

له اوږده وخت وروسته مسجد کول

باید وویل شي چې ایا صوفیا له ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ شاهد دی.

یاد ګام پرون (جولای) ۲۴ یوه جومات ته د میوزیم د کارولو له بدلولو وروسته ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې د استانبول لوی ایا صوفیا ۱۹۳۴ راهیسې د هغه وخت د حکومتي بورډ پریکړې له مخې پرانیستل شوی و.

تازه اوس بیرته مسجد اړول یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او جګپوړو ترکي حکومتي چارواکو په حضور کې د جمعې په ورځ عبادت کوونکو ته پرانستل شو.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 399 تاريخ : شنبه 4 مرداد 1399 ساعت: 23:50