کرونا وېروس نن جنوبي کوريا تر بل هر وخت ډېره ځپلې

ساخت وبلاگ

خبريال: مدثر دعوت

په جنوبي کوريا کې تر بل هر وخت د کرونا وېروس ډېري پېښي ثبت سوي.

د جنوبي کوريا د کرونا وېروس د مخنيوي او کنټرول مرکزونو راپور ورکړی چې د مارچ راهسي دا لومړی ځل دی چې د کرونا وبا ۱۱۳ پېښي په يوه ورځ کي ثبتيږي.

د رويټرز د خبر له مخي په جنوبي کوريا کې چارواکي وايي پدې هيواد کې د کرونا وېروس په چټکۍ خپريږي ،دوی وايي د جمعې په ورځ هم سل مثبتي پيښي ثبت سوې.

که د امريکا،برازيل،هندوستان او روسيې پېښو ته وګورو نو برازيل هيڅ ندي،خو دا چې په نوره نړۍ کې د کرونا وېروس پېښي مخ پر کمېدو دي،د سويلي افريقا حکومت ځکه اندېښمن دی چې ددې هيواد فيصدي ورځ تر بلي په لوړېدو ده.

جنوبي کوريا کي تر اوسه ۱۳۸۷۹ د کرونا وېروس پېښي ثبت سوي او ۲۹۷ کسان يې له امله مړه سوي خو په امريکا متحده ايالاتو کي ۴۰۳۲۰۰۰ کسان په کرونا وېروس اخته دي،همدارنګه په برازيل کي ۲۱۶۶۵۳۲ کسان تر اوسه په کرونا وېروس اخته دي.

په نړيواله کچه تر اوسه په نړۍ کي ۱۵۱۳۴۷۹۹ کسان په کرونا وېروس مبتلا دي خو ۶۲۰۴۷۵ کسان ددې وېروس له کبله مړه سويدي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 386 تاريخ : شنبه 4 مرداد 1399 ساعت: 23:50