Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «رسنۍ» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د نړۍ نوموتې خبرې رسنۍ؛ موقعیت، اهداف او شعارونه یې

  • ژباړه: محمد عزيز پردېس د رسنيو او په ځانګړي ډول د نړۍ د نوموتو خبري رسنيو په ارزښت ټول پوهېږي.رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ ارتباطي پل ګڼل کېږي، تقريبا د واسني عصر د ټولو وګړو ژوند په يو ډول نه يو ډول د رسنيو سره تړلی دی. ډېری خلک د همدې رسنيو په مرسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نورو خلکو له احوال خبرېږي او خپلې اړيکې ورسره ساتي. په دې مقاله کې مو هڅه کړې ده چې د نړۍ , ...ادامه مطلب

  • د ماشومانو په ذهني بدلون کې رسنۍ څومره رول لري؟

  • که یو خوا “قلم” او بله خوا “پلاستیکي وسله” وي، نو ماشوم به کوم یو انتخاب کړي؟ښایې ستاسې په نظر، هم پوښتنه عجیبه غریبه وي او هم یې ځواب.خو یاده پوښتنه په چاپېریال کې مختلف ځوابونه لرلی شي.ښایې په یوه چاپېریال کې ځواب “پلاسټيکي وسله” او بل کې “قلم” وي.د یو شمیر کارپوهانو له انده، چې چاپېریال کې شته څیزونه د ماشوم په ذهن کې انتخاب انځوروي او جوړوي. دوه فرضیې له دوو بېلا بېلو چاپېریالونو:1. که چېرې چاپاني ټلوېزیوني چینل د چاپاني ماشومانو لپاره په دوامداره توګه د زده کړې پروګرام خپور کړي نو، ضرور به په کې کتاب، کتابچه، تخته، تخته پاک (مارکر) قلم او داسې نور د زده کړې د اړتیا وړ څیزونه انځور شي.2. که چېرې په افغاني ټلوېزیوني چینل کې د افغان ماشومانو لپاره د زده کړې او روزنیز پروګرام پرځای، جګړه ییزې ډرامې خپرې شي نو هرومرو به په کې جنګ او جګړه، وسلې، ضدیت، وژل او ټکول انځورېږي. لومړۍ پوښتنه بیاځلې تکرارېږي، که یو خوا “قلم” او بله خوا “پلاستیکي وسله” وي، نو ماشوم به کوم یو انتخاب کړي؟ښایې اوس مو ځواب دا وي، چې د چاپاني ماشوم انتخاب “قلم” او د افغان ماشوم انتخاب “پلاسټیکي وسله” ده.د فرانسې د مشهور فیلسوف منټسکیو د نظریې یوه برخه د ځواکونو وېش دی. نوموړی په دې اند دی، چې دولت له درې ګونو ځواکونو جوړ دی. 1. مقننه ځواک چې، قانون وضع کوي.2. قضائیه ځواک چې، قضایي دنده لري.3. اجرائیه ځواک چې، قا, ...ادامه مطلب

  • فیسبوک منلې چې ټولنیزې رسنۍ رواني ستونزې رامنځته کولی شي

  • ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د فیسبوک له ادارې څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوې څیړنې ښودلې، چې له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته ګټه اخیستنه انسانان په رواني ستونزو اخته کولی شي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دغه څیړنه په یوې پرلیکه (انلاین) بڼه د “سختو پوښتنو” تر سرلیک لاندې ترسره شوې او پوښتنه داسې وه: “ایا په ټولنیزو رسنیو کې وخت لګول زموږ د روغتیا لپاره بد دی؟” د فیسبوک د څیړنو برخې مدیر مسوول ډاویډ ګینګسبرګ (David Ginsberg) له ټولنیز اروا پوه مویرا بورک (Moira Burke) سره یوځای دغه راپور لیکلی او د اروا پوهنې، ټولنپوهنې او رواني روغتیا له متخصصینو سره په دې اړه خبرې اترې کړي. د دغو موندنو په اثبات رسولو په موخه ګڼ شمیر مطالعې ترسره شوي. خبرې اترې د ټولنیزو رسنیو په کاروونکو مثبت اغیز لري فیسبوک ویلي، چې په دغې څیړنه کې راغلي، د ټولنیزو رسنیو هغو کاروونکو چې خپل ډیر وخت یوازې د مالوماتو په لوستلو تیرولو او په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره یې هیڅ راز خبرې اترې نه کولې، ښه احساس یې نه کاوه. دغې څیړنې زیاته کړې، د تجربې له مخې هغو کسانو چې په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره خبرې اترې کولې، د خوښۍ احساس کاوه. د فیسبوک کمپنۍ د میشیګان پوهنتون (University of Machigan) څیړنې ته په اشارې , ...ادامه مطلب

  • "رسنۍ بايد ملي ګټې او يووالى په پام کې ونيسي"

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • د بلخ د یوه وکیل کسانو د یوې رسنۍ مسوول مدیر وهلى او پر مرګ ګواښلی

  • مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۹۵): په بلخ کې د طلوع  فردا اونيزې مسوول مدير په ولسي جرګه کې د بلخ پر استازي عباس ابراهيم زاده باندې تور پورې کړ چې کسانو يې دی وهلی او د مرګ ګواښ یې ورته کړی دی. خو په ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهيم زاده چې د ((روند ملی عدالت و ازادی)) په نوم د سياسي حرکت رهبري هم کوي، دغه مسئله يې د ځان پر وړاندې سياسي توطيه وبلله او طلوع  فردا اونيزې مسوول مدير امير محمد احساس يې د خبريال نه ګڼلو تر څنګ په فيسبوک کې د ولسمشر، د بلخ سرپرست والي او ځان ته په کنځلو تورن کړ. عباس ابراهيم زاده په سياسي چارو کې پر ښکېلتيا سربېره د بلخ له مشهورو سوداګرو څخه دی چې د بېلابېلو سوداګريزو چارو تر څنګ په مزارشريف ښار کې د رهنورد په نوم شخصي پوهنتون هم لري. په مزارشريف ښار کې د ابن سينا د لوړو زده کړو شخصي موسسې د حقوقو او سياسي علومو محصل اميرمحمد احساس چې ځان يې په بلخ ولايت کې له تېرو دریو کلونو کې د محمدعلي محقق په امتياز د چاپېدونکې اوونيزې طلوع  فردا مسوول مدير معرفي کړ، د وري په ۱۰مه يې د ولايتي شورا په انګړ کې په خبري ناسته کې د ولسي جرګې پر وکيل عباس ابراهيم زاده د وهلو ټکولو او پر مرګ د ګواښ کولو تور پورې کړ. نوموړي زياته کړه چې په فيسبوک کې د ده له ملګرو يو کس د رهنورد پوهنتون په تړاو يو پوسټ کړی و چې ده لايک کړی و. د هغه په وينا، له همدې امله د عباس ابراهيم زاده د کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوى او ډبول شوى دى. احساس وويل چې د وري په ۸مه مازديګر له ابن سينا پوهنتون څخه و ايستل شو او د ولسي جرګې د وکيل عباس ابراهيم زاده کور ته راوستل شو. نوموړي زياته کړه چې دلته د لسګونو کسانو پر وړاندې يې دوه ساعته بندي کړی و، توهين او تحقير يې کړ او په مرګ وګواښل شو. احساس، چې پر تندي او مخ يې وړې وړې پټۍ لګېدلې وې، وويل: ((د  ابراهيم زاده له کوره له وتو وروسته، خپل کور ته پر لاره څلورو کسانو چې مخونه يې پېچلي وو، له موټره ښکته کړم او ويې ډبلوم.)) نوموړي دغه کړنې د قانون خلاف وګڼلې او د حيثيت د اعادې غوښتنه يې وکړه. خو عباس ابراهيم زاده، امير محمد احساس د فيسبوک جنجالي کارکوونکی وباله او د ده ټولې څرګندونې يې پر وړاندې سياسي توطيه وبلله. نوموړي زياته کړه چې اميرمحمد احساس د يو خبريال په توګه نه پېژني، بلکې د ځينو کړيو او د ولسي جرګې د ځينو استازو په سياسي دسيسو کې يې, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها