Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «کولی» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د رسمي ژبې نه زده کړه مو کار کې ستونزې راپيدا کولی شي

  • ليکنه: حنيفه مومند له ډېر پخوا د نړۍ په بېلابېلو ملتونو کې ډول ډول تعصب ترسره شوی او تاریخ یې ګواه دی. افغاني ټولنه هم تقریباًً له دې ډول ټولنیزو ستونزو لرې نه ده پاتې شوې. که څه هم دا ډول قومي، ژبن, ...ادامه مطلب

  • ویرات کولي: هغه څه چې ډوني کرکټ کې کولی شي، بل څوک یې نه شي کولی

  • تاسې ښه خبر یاست، چې هندوستان او اسټرالیا ته د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د درې شل اوریزو، څلورو ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و. هندۍ لوبډله د نومبر په ۲۱ مه نېټه استرالیا ته تللې وه؛ دې د, ...ادامه مطلب

  • هغه څه چې د حافظې د پياوړو کولو لپاره یې کولی شئ

  • لیکنه: حامد مشواڼی ډيری زده کونکي او محصلين شکايت کوي چې درسونه يې په سمه توګه نه زده کېږي، څو څو ځله يو مطلب لولي خو په ذهن کې يې نه کېني. يا هم کله چې يوه صفحه ولولي ياد يې شي خو وروسته يې په ذهن کې, ...ادامه مطلب

  • څنګه کولی شو، چې هره ورځ نوي څه زده کړو؟

  • ژباړه: محمد عزيز پردېس ډېری کسان فکر کوي چې زده کړه او مالومات يوازې د ښوونځينو او پوهنتونونو د زده کوونکو او محصلينو لپاره دي. دوی فکر کوي هغه څيزونه چې د دوی په ژوندانه مستقيم اغېز نلري، په اړه يې م, ...ادامه مطلب

  • هغه څه چې درس یا کار پرې اسانه او اوږدمهاله زده کولی شئ

  • ژباړه: پلوشه فضلي زیاتره خلک ددې ستونزي سره مخ دي چي ژر یې یو شی هېرېږي. دوی شکایت کوي چي کله کوم څه زده کړي نو ډېر ژر یې له یاده وځي. موږ په دې لیکنه, ...ادامه مطلب

  • ښه مفاهمه د بریا کلي ده؛ خو څرنګه یې کولی شو؟

  • لیکنه: هیریفورډژباړه: غازي عابد د ښو خبرو اترو او مفاهمې مهارتونه د ژوند د بریا، کار، ملګرتیا او اړیکو لپاره خورا مهم دي. پرته له اغیزمنې مفاهمې نه شي کیدای چې یو پیغام په سم ډول ورسول شي، ځکه له ستونزو، سوه تفاهم، خنډونو او ننګونو سره به مخ وي. د مفاهمې یا خبرو اترو په وسیله افراد یو له بله سره نظریات او مفکورې تبادله کوي او شریکوي. په دې پروسه کې هڅه کیږي , ...ادامه مطلب

  • هغه بال چې پرې اوټیدل، ټوله لوبډله له فشار او ان ناکامۍ سره مخ کولی شي !

  • ليکنه: مدثر دعوت د ټيسټ لوبې په لومړي توپ سره د توپوهونکي سوځېدنه د توپوهونکي ترڅنګ ټوله لوبډله ترفشار لاندې راولي، او مرال يې کمزوری کيږي. ټيسټ، د حوصلې لوبه ده او توپوهونکي په کې په ساعتونو ساعتونو لوبه ترسره کوي،هيڅکله لږ غلط توپ هم نه لوبوي. د کرکټ اساس او بنسټ هم همدا ټيسټ تشکيلوي. په هرډول لوبه کې هر وخت قوي او پياوړي توپوهونکي د اوپنرانو په حيث ټاکل ک, ...ادامه مطلب

  • څنګه کولی شو چې د وينا پر مهال له ورخطايۍ ځان وژغورو؟

  • ژباړه: محمد عزيز پردېس که د عمومي وينا پر مهال د ورخطايۍ احساس کوئ، نو پوه شئ چې په دې برخه کې يوازې نه ياست او په اسانۍ سره کولی شئ چې پر ډار او ورخطايۍ برلاسي شئ. شايد دا تاسو ته ډېره جالبه وي چې ډېر استادان، سياست پوهان او مسلکي ويناوال هم يو وخت ستاسو په څېر د وينا پر مهال وېره او ورخطايي تجربه کړې ده. شته داسې کړنلارې، وسايل او لارښوونې چې د هغو په استف, ...ادامه مطلب

  • د ښې سوداګرۍ لپاره دا ۵ ټکي مرسته کولی شي

  • لیکنه: براین ټراسيژباړه: غازي عابد لس هغه مهم او په ضمن کې جدي نقاط چې په پراخه کچه به ستاسې د کاروبار او سوداګرۍ بریالیتوب او ناکامي په ګوته کړي. په , ...ادامه مطلب

  • اولادونو د پیاوړتیا لپاره مور و پلار څه کولی شي؟

  • لیکنه: براین ټراسيژباړه: غازي عابد ته پوهیږې چې زه د څلو بچو پلار یم؟ دوه زامن میکایل او ډاویډ او دوه لوڼې کریسټینا او کاتراین لرم. پلارتوب او مورولي د ژوند یوه درنه خو ګټوره برخه ده. په ټوله کې زه چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې پلار شوی یم، ما د ښه پلارتوب لپاره په پراخه کچه رواني او هنري څیړنې کړي. ډیر څه مې زده کړي، خو تر ټولو مهم له خپلو اولادونو سره مینه او طبعي علاقه او هغوی ته په خپل ځان د لوړ باور او اطمینان ډاډ ورکول دي. ځکه که چیرته مو خپلو اولادونو ته ښه احساس ورکړ او لیواله مو وروزل، بیا نو تاسې خپل مسوولیت په سم ډول ادا کړی. دلته ځینې نورې خبرې….– ولې مور او پلار پوره مینه نه کوي. ددوو عواملو له امله والدین له خپلو اولادونو سره مینه نه کوي. لومړی دا چې والدین لومړی له خپل ځان سره مینه نه لري او پر ځان ډاډ نه لري، څو وشي کولی دا ډاډ خپلو اولادونو ته هم ورکړي. دویم عامل یې دا دی؛ مور او پلار غلط فکر او تصور لري چې اولادونه باید ددوی له روزنې پرته خپلې هیلې ترلاسه کړي او کار وکړي. – اولادونه ملکیت نه دی. د اولادونو د پياوړتیا لپاره یو مهم ټکی دا دی چې باید پوه شئ چې اولادونه ستاسې ملکیت نه دی، بلکې هغوی په خپل ځان پورې اړه لري. هغوی یوازې تاسې ته د الله ج له لورې تحفه ده او هغه یوه دایمي تحفه ده. تاسې باید دا تحفه سمه وپالئ او ورسره بې غوري ونه کړئ. – اولادونه قیمتي تحفه یا ډ, ...ادامه مطلب

  • یو ساده تمرین چې په سختو شرایطو کې مو پیاوړي کولی شي

  • ژباړه او زیاتونه : ډاکټر احمدجاوید داودزی د دوه دقیقو لپاره ځان پیاوړی ښودل(ځان غزول، ځان پراخول یا آمرانه دریځ غوره کول) ستاسې په روحي پیاوړتیا کې ژور او اغیزمن بدلون راوستلی شي. څیړونو ښودلې چې دا کار د بدن فزیالوژۍ کې د ځینیو بدلونونو لامل ګرځي د بیلګې په ډول که تاسې د پیاوړتیا احساس ځان کې راولئ نو ستاسې تستوسترون(یو ډول هورمون) کچه په بدن کې لوړیږي او کورتیزول(یو ډول هورمون) کچه ټیټیږي. تاسې به لیدلي وي کوم لوبغاړی چې فزیکي سیالۍ وګټي نو ځان غزوي ځکه دوی د پیاوړتیا احساس کوي او مقابل لوری یې ځان راټولوي. تاسې به هم کله چې کوم لوړ موقف لرونکې سره مخ شئ ځان راټولوئ او که د ځان څخه ضعیفه کس سر مخ شئ نو ځان ورته غزوي او ځان درته پیاوړی ښکاري. همدارنګه هغه کسان چې په لوړ موقف کې وي لکه ریس یا آمر د هغوی تستوسترون کچه لوړه او کورتیزول یې ټیټ وي حتی داسې که یو چاته چې مخکې یې لوړ موقف نه درلود او ناڅاپه ورته لوړ موقف ورکړل شي، د څو محدودو ورځو په دننه دننه کې يې تستوسترون کچه لوړیږي او کورتیزول یې ټیټیږي. افغان کرکټ ستوری راشد خان د هند په پریمیر لیګ کې د مقابل لوري له سوزولو وروسته په ورته توګه د خپلې بریا او پیاوړتیا څرګندونه کوي. څیړونو ښودلې هغه څوک چې ړانده زیږدلي وي او دا حرکات(ځان غزول) یې لیدلي هم نه وي نو کله چې یوه فزیکي سیالۍ وګټي هم داسې حرکات کوي (ځان غ, ...ادامه مطلب

  • ۷ هغه شیان چې ستاسې کور کې شته او پرې ځان ښکلی کولی شئ

  • لیکنه: لینډسي میلرژباړه: غازي عابد دلته مو د ځینو هغو شیانو نومونه راخیستي چې په خپلو کورونو کې مو د لاسرسي وړ دي او ستاسې په ښایست رول او وجود ته ګټه رسولی شي: ۱- د مڼو د اوبو سرکه.ددې لپاره چې وزن دې کم شي، هره ورځ دوه کاشوغې د مڼو د اوبو سرکه وڅښئ. همدارانګه دا اوبه په هغو ګرمکو او دانو هم کیږدئ چې ستا په وجود دي، تر څو یې سوروالی او پړسوب راکم او ورک شي. ۲- د خوړو سوډا.د خوړو سوډا د پخولو، پاکولو او نورو شیانو د ښایسته کولو لپاره ډیره ګټوره ده. د غاښونو سپينولو کې هم مرسته کوي. تر څنګ یې (کالوس) يو ډول طبي ماده چې د هغه په زريعه مات هډوکي سره نښلیږي دې کې هم ترې استفاده کولی شئ. په کلیوالي سیمو کې هغه خلک چې د نورو ځایه شوي یا مات شوي هډوکي ګوري (شکسته بند) هم له دې سوډا استفاده کوي. دا حیرانوونکې کار کوي. ۳- د کوپرې تیل.د کوپرې تیل هم عجیبې ګټې لري. د ویښتانو په پوښلو، ځلیدلو، نرمولو، وده او د پوستکي په نرمښت کې خورا ګټور او مفید تمامیږي. که چیرته د کوپرې تیل په خپلو ویښتانو ووهئ، نو ویښتان به مو ځلا وکړي او ډیر ښکلي به ښکاره شي. ۴- شات (شهد).که غواړې چې په مخ او پزې ځوانې دانې دې لرې او ختمې شي، شات ورته ښه لار ده. که د مخ او پزې په داغونو یا خاپونو شات واچوئ، نو سوروالی به یې کم، پوستکی به نرم او شته بکتریاوې به ووژني. ۵- چای.تور چای خو هسې هم د ډیرو خوښ وي او, ...ادامه مطلب

  • موخه ترلاسه کولی شئ؛ خو له دوه ډوله خلکو سره یې مه شریکوئ

  • لیکنه: ډیګو کزینوژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ځینې وايي، هر وخت که موږ یوه موخه ټاکو، نو د بریا لپاره یې باید له نورو سره هم شریکه کړو. ځکه؛ له نورو خلکو سره د موخې شریکول زموږ ژمتیا په ډاګه کوي او په دې کار سره موږ هغوی ته دا ډاډ ورکوو، چې په خپل ځان فشار راوړو، څو خپلو موخې رسیدو ته لا پیاوړی شو. خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا له هر چا سره د موخو شریکول ښه کار دی؟موخه شریکول ښه دی کار دی، خو دا لاندې هغه دوه ډلې دي، چې خپل موخې باید ورسره شریکې نه شي: ۱- هغوی چې خپلې موخې نه تعقیبوي.هر انسان په دې اړه، چې څه شوني دي او څه ناشوني، ځانګړی باور لري. خو ځینې وخت دغه باور د هغو کسانو له لوري کمزوری کیږي، چې خپلې موخې ورته سترې ښکاري او بل ته هم منفي فکر ورکوي.په دې نړۍ کې ډير داسې کسان شته، چې ستا موخې به ورته سترې ښکاري او درته وايي به چې، هیلې دې سترې دي او خپلې بړستنې سره دې پښې غځوه او یا به هم داسې موخې در په ګوته کوي، چې ترلاسه کول یې یوازې دوی ته معقول واوسي، نه تاته. دا ډول کسان تړلی ذهن لري او له هر ګام اخیستو څخه ویریږي.هغه کس چې د خپلو موخو پر لور ان یو ګام هم نه اخلي، تاته به وايي، چې ځان مه بدلوه. دا د هغه کمزوري کس غوښتنه ده، چې ستا په مخنیوي سره غواړي تا له ځان سره مساوي کړي او نه غواړي چې ستا موقف ترې لوړ شي. داسې کسان په رښتیا هم چې ډیر زیات ګواښوونکي دي. دوی, ...ادامه مطلب

  • هغه کړنې چې نوې کال کې یې پرېښودل درسره مرسته کولی شي

  • لیکواله: جی هیلژباړه: شاهین څومره چې د انسان عمر تیریږي، هومره يې د ژوند تجربې او پوهه هم لوړیږي. دوهمه خبره دا، چې کله چې یو څه بدلیږي، انسان هم باید ورسره مثبت بدلون وکړي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ موږ دلته تاسې ته د نوي کال په پار (۷) داسې مشورې درکوو، چې که یې عملي کړئ روان کال به مو له خوښئ او بریالیتوبونو سره مل وي. ۱ـ دا چې نور خلک ستاسې په اړه څه قضاوت کوي، په کیسه کې مه اوسئ. خلک ستاسې د کړونو او سلوک په اړه څه فکر کوي؟! ددې پوښتنې په حل پسې ځان مه سرګردانه کوئ. دا چې خلک ستاسې په اړه څه قضاوت کوي، په تاسې پورې کومه اړه نه لري. ستاسې مسولیت دادی، چې د خپل وجدان په محکمه کې د خپل ځان په اړه فکر وکړئ. هره ورځ کم تر کمه ۳۰ دقیقې وخت د خپل ځان لپاره بیل کړئ. یوازې اوسئ او د ۳۰ دقیقو لپاره د خپل ورځنیو کړنو په اړه فکر وکړئ. د خلکو قضاوت ممکن ستاسې په اړه د شته نیمګړو معلوماتو له امله وي. د هغوې کیسه کې مه اوسئ؛ خپله د خپل ځان قاضي شئ، خو پریکړه په حقیقتونو وکړئ. ۲ـ د نورو سره له بیځایه سیالۍ تیر شئ. موږ ټول له یو بل څخه توپیر لرو. تاسې په خپل ذات کې ((خاص)) يئ. تاسې له نورو بیل يئ. تاسې ځینې داسې ځانګړتیاوې لرئ، چې بل هیڅوک يې هم نه لري. نو څه ضرور دی، چې تاسې د نورو سره ځان همیشه مقایسه کوئ او هس, ...ادامه مطلب

  • فیسبوک منلې چې ټولنیزې رسنۍ رواني ستونزې رامنځته کولی شي

  • ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د فیسبوک له ادارې څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوې څیړنې ښودلې، چې له ټولنیزو رسنیو څخه زیاته ګټه اخیستنه انسانان په رواني ستونزو اخته کولی شي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دغه څیړنه په یوې پرلیکه (انلاین) بڼه د “سختو پوښتنو” تر سرلیک لاندې ترسره شوې او پوښتنه داسې وه: “ایا په ټولنیزو رسنیو کې وخت لګول زموږ د روغتیا لپاره بد دی؟” د فیسبوک د څیړنو برخې مدیر مسوول ډاویډ ګینګسبرګ (David Ginsberg) له ټولنیز اروا پوه مویرا بورک (Moira Burke) سره یوځای دغه راپور لیکلی او د اروا پوهنې، ټولنپوهنې او رواني روغتیا له متخصصینو سره په دې اړه خبرې اترې کړي. د دغو موندنو په اثبات رسولو په موخه ګڼ شمیر مطالعې ترسره شوي. خبرې اترې د ټولنیزو رسنیو په کاروونکو مثبت اغیز لري فیسبوک ویلي، چې په دغې څیړنه کې راغلي، د ټولنیزو رسنیو هغو کاروونکو چې خپل ډیر وخت یوازې د مالوماتو په لوستلو تیرولو او په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره یې هیڅ راز خبرې اترې نه کولې، ښه احساس یې نه کاوه. دغې څیړنې زیاته کړې، د تجربې له مخې هغو کسانو چې په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو سره خبرې اترې کولې، د خوښۍ احساس کاوه. د فیسبوک کمپنۍ د میشیګان پوهنتون (University of Machigan) څیړنې ته په اشارې , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها