روغتیا وزارت د کرونا د چټک تشخیص وسیلې شاوخوا ۵۰ سلنه په لوړه بیه پېرلې دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۴ زمری۹۹):د پژواک موندنې ښیي چې عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د چټک تشخیص لپاره سل زره الې « Rapid Test» د یوه خصوصي روغتون پېرودنو په پام کې نیولو سره، د بازار له نرخه ۲۷۰زره ډالر په لوړه بیه اخیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۱۳مه مقایسوي راپور خپور کړ چې عامې روغتیا وزات د افغان-جاپان روغتون لپاره د ۲۶ قمله درملو، طبي تجهیزاتو او وقایوي محصولاتو په پېرلو کې له ۸ ميلیونهډېرې افغانۍ لګولې دي.

د عامې روغتیا او خصوصي روغتونونو د خریدارۍ اسنادو کې تفاوت:

هغه سند چې پژواک ته رسېدلی ښیي چې عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۱مه د کرونا ویروس د چټکېمعاینې سل زره الې « Rapid Test» په ۵۷۰زره ډالر پېرلې دي چې هره اله په ۵،۷ ډالره تمامه شوې ده.

د کرونا ویروس د چټکېمعاینې لپاره دغه وسیلې عامې روغتیا وزارت له «نوي هېواد لمټېډ» شرکت څخه پېرلې دي.

خو په یوه بل سند کې چې د بلاسم خصوصي روغتون د پېر اړوند دی او پژواک موندلی، ښیي چې د روان ۱۳۹۹ کال د وري په میاشت کې د چټک ازمایش زر وسیلې « Rapid Test»په درې زره ډالر پېرل شوې دي چې هره یوه یې په ۳ ډالره تمامېږي.

یاد اسناد ښیي چې عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د تشخیص یادې وسیلې بلاسم خصوصي روغتون د پېر په پام کې نیولو سره، د بازار له نرخه ۲۷۰زره ډالره په لوړه بیه پېرلې دي.

په لوړه بیه پېر د معیاروالي په معنا نه دی:

د بلاسم خصوصي روغتون سرطبیب ډاکتر بهاراحمد له پژواک سره په خبرو کې د عامې روغتیا ورازت له خوا د کرونا ویروس د چټک ازمایش وسیلو پېر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې بلاسم روغتون د کرونا د چټکې معاینې هره وسیله په ۳ ډالره پېرلې خو د عامې روغتیا وزارت بیا یو هغه له پنځو ډالرو په لوړه بیه پېرلی دی.

هغه زیاته کړه:«عامې ورغتیا وزارت د دې لپاره چې د کرونا ویروس لپاره چټک ټسټ « RapidTest» په لوړه بیه پېرلي، اوس خپل چټک ټسټ معیاري او د موږ غیرمعیاري بولي.»

نوموړی ادعا کوي چې د کرونا ویروس د چټکېمعاینې وسیلې په لوړه بیه پېرل د معیاري کېدو په معنا نه دي، بلکې په پېرلو کې د غلا په معنا دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس لپاره چټک ټسټ «Rapid Test» په عادي لابراتوارونو کې هم ممکن دی.

د بازار د بدلونونو له امله لوړه بیه:

د نوي هېواد لمټېډ شرکت د پلور مدیر سید اغا احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرونا ویروس د چټک تشخیص لپاره دغه شمېر وسایل «Rapid Test» له چین هېواده را وارد شوي، لوړ کیفیت لري او له معتبرو کمپنیو یې پېرلي دي.»

نوموړي د بیې د لوړوالي دلیل د سرحدونو تړل کېدل وبلل او وایي چې په هغه وخت کې د چټک ازمایش«Rapid Test» یو شمېر وسیلې له ۱۰ تر ۱۲ ډالرو پلورل کېدې؛ خو د سرحدونو له پرانيستو سره اوس په بازار کې یو چټک ټسټله ۲،۵ تر ۳ ډالرو پلورل کېږي.

و عامې روغتیا وزارت نظر:

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د دې الو د پېر په بیو کې د بدلون دلیل د هغو د پېرلو نېټه یاده کړه او ويې ویل:«په بیو کې د بدلون دلیل کېدای شي د هغو د پېرلو وخت هم وي، له دې امله چې په بحراني وضعیت کې یو، د تقاضا په نظرکې نیولو سره د جنسونو بیې لوړې او ټیټېږي.»

د عامې روغتیا وزارت د ګواښ په اړه د بلاسم روغتون د مسوولینو نیوکه:

د بلاسم روغتون مسوولین د اندېښنې په څرګندولو سره وایي عامې روغتیا وزارت نورو روغتونو ته د بازارموندلو لپاره تراوسه نه یوازې هغوی ته د کرونا ویروس د تشخیص اجازه نه ده ورکړې، بلکې ګواښ یې هم ورته کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت تېره ورځ د «بلاسم» روغتون په عنوان یو مکتوب صادر کړ چې د دغه روغتون له خوا د کرونا ویروس چټک ازمایش «Rapid Test» یې غیرقانوني وباله او ګواښ یې کړی چې د ازمایش د دوام په صورت کې به د دغه روغتون د فعالیت جواز لغوه او د ټولو برخو فعالیتونه به یې درول کېږي.

د بلاسم روغتون سرطبیب د روعتیا وزارت اخطاریه د روغتیایي طرزالعمل خلاف وبلله او وایي د وزارت دغه دوه ګونی چلند، د دې ترڅنګ چې د روغتیایي پرسونل روحیې ته لوی زیان رسوي، د خصوصي روغتونو پروړاندې د هېوادوالو باور له منځه وړي.

هغه وایي لومړی باید لارښوونه وشي او وروسته اخطاریه ورکړل شي.

نوموړي د دې په بیانولو چې بلاسم روغتون تراوسهPCRازموینه نه ده ترسره کړې، وویل چې په دغه روغتون کې له کرونا ویروس څخه د سمپل اخیستوځای نه دی تکمیل شوی، نو ازمایش چېرته وشو؛ خو هغه وویل چې د ناروغانو او روغتون د پرسونل لپاره یې د پلازما د خیستلو له امله د کرونا له چټک ازمایش څخه استفاده کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس، بلاسم روغتون له عامې روغتیا وزارته کتباً غوښتيوو څو دغه روغتون ته د کرونا ویروس د تشخیصي لوازمو د تورید اجازه ورکړي چې د عامې روغتیا وزیر داسې مکتوب ورکړی و:«د درملو چارو او طبي محصولاتو د نتظیم ریاست د دې لپاره چې یاد اجناس د کرونا د کنټرو او وقایې لپاره اړین دي، د واردیدو اجازه دې ورکړل شي.»

د بلاسم روغتون سرطبیب زیاته کړه، که اړتیا نه وای او د ازمایش اجازه یې نه راکولای، نو ولې یې د کرونا ویروس د تشخیص د لوازمو واردولو اجازه راکړه او دوی ته یې لویه مالي ضربه رسولې ده.

هغه پر عامې روغتیا له سختې نیوکې سره وویل چې د وزارت دغه اقدام ښکاره ظلم او له خصوصي روغتونونو سره دوه ګونی چلند ښیي.

هغه ښکاره کړه:«عامې روغتیا وزارت له دې سره چې بلاسم روغتون ته یې لارښونه نه ده کړې، ان اړیکه یې هم نه ده ورسره نیولې او د ټولو طرزالعملونو خلاف یې بېړنۍ پرېکړه کړې او هغه یې د فېسبوک پرپاڼه خپره کړې چې موږ هم د فېسبوک له لارې خبر شوو.»

نوموړی وایي چې د عامې روغتیا وزارت دغه اقدام پر دې سربېره چې د روغتیايي پرسونل روحیې ته لویه ضربه رسوي، بلکې د خصوصي سکټور پروړاندې د خلکو باور راټیټوي.

د دغه روغتون سرطبیب د دغه روغتون فعالیتونو ته په اشاره وویل چې د کرونا ویروس له خپرېدو څخه تراوسه یې د کرونا ویروس په اړه په لسګونه زره معلوماتي بروشرونه، له ماسک څخه استفاده، د مخ محافظ او نور محافظوي وسایل یې هېوادوالو او دولتي روغتونو ته وېشلي او د یوشمېر نورو بېوزله ناروغانو درملنه یې وړیا ترسره کړې ده.

له دې سره د بلاسم روغتون مسوولین په اخر کې د یوه رسمي مکتوب له لارې له عامې روغتیا وزارت څخه د کرونا ویروس د ازمایش د جواز غوښتنه کړې چې د عامې روغتیا وزارت په مکتوب کې لیکل شوي:«د بلاسم روغتون چې له دغه وزارت سره ثبت او راجسټر دی او له ۱۵ کلونو راهیسې په کابل ولایت کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د بلاسم روغتون لابراتوار یو له مجهزو لابراتوارونو څخه دی، دPCR شبعه یې د کرونا ټسټ ته تیاره ده. نو له تاسو هیله مند یو څو په دې اړه اجراات ترسره شي.»

عامې روغتیا وزارت د تېرې چنګاښ په ۲۱مه د تشخصیه خدمتونو ریاست او د څار د روغتیایي قوانینو د ریاست له نمایندګیو، د خصوصي سکټور د همغږۍ ریاست او د ارزونې او څار ریاست ته دنده ورکړل شوه.

د بلاسم روغتون سرطبیب وایي، که څه هم د عامې روغتیا وزارت له خوا څېړنه ترسره شوه؛ خو د کرونا ویروس د ازمایش جواز یې تراوسه دوی ته نه دی ورکړی.

نوموړی ادعا کوي، یوشمېر روغتونونه چې روغتیایي معیارونه یې نه دي پوره کړي، د کرونا ویروس د ازمایش جواز ورته صادر شوی؛ خو بلاسم روغتون چې شاوخوا ۱۵ کاله تجربه لري او ټول معیارونه یې پوره کړي دي؛ له بده مرغه چې تراوسه د کرونا ویروس د ازمایش اجازه نه ده ورکړل شوې.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري بلاسم روغتون ته د دغه وزارت اخطاریې ته په اشارې وویل چې له روغتونه څارنه وشوه؛ خو د ظرفیت نه درلودو له امله، تراوسه یاد روغتون ته جواز نه دی صادر شوی.

هغه پژواک خبري اژنس ته وویل:«چټکه ازموینه اصلاً اعتبار نه لري او د موږ «عامې روغتیا وزارت» له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې، نړیوال روغتیایي سازما ن کوېد- ۱۹ لپاره چټک ټسټ نه دی منلی.»

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 366 تاريخ : شنبه 4 مرداد 1399 ساعت: 23:50