څنګه کولی شو چې ماشومانو ته اړیکې او ملګرتیا پالل ورزده کړو؟

ساخت وبلاگ

یوازیني شیان چې موږ او تاسې وینو، هغه له یو بل سره د ماشومانو لوبې کول، خوشاله او له خندا ډکې شیبې درلودل او مینه خپرول دي. دا ډیر د خوښۍ احساس دی، کله چې ماشومان د لوبو کولو په حال کې یوځای وینو او د همدوی لوبې کول زموږ زړونو ته سکون رابښي.

خو د یوه پلارپه توګه، کله چې خپل ماشومان د لوبو کولو په حال کې ګډ وینم، نو زړه مې ډیره ارامتیا مومي او د خپلو ماشومانو لوبو ته د یوه اروا پوه له فکري زاویې څخه ګورم. د خپلې اروا پوهنې له نظره، د ماشومانو ګډ لوبې کول او د ملګرتیا اړیکې پالل نه یوازې داچې ما ته خوښي رابښي، بلکې د دوی د راتلونکي لپاره هم ډیر اړین دي او د اړیکو جوړولو او پاللو وړتیا یوه له هغو مهمو مهارتونو څخه ده، چې د هرچا لپاره اړینه ده چې په خپل وجود کې یې پیدا کړي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

څیړنې ښودلې، چې د ماشومانو په ګډه لوبې کول، له یو بل سره اړیکې جوړول او پالل زموږ (د مور پلار) په خوشالۍ، د موخو په لاسته راوړلو، د ژوند په هره برخه کې بریالي کیدلو، فزیکي او رواني روغتیا، اقتصادي او د ستریس د کچې په راټیټولو پورې تړاو لري. په همدې اساس، زه له خپلو ماشومانو دا غواړم چې باید له خپلو دوستانو سره د خوښۍ شیبې ولري او غواړم چې له نن ورځ څخه سبا ورځ ښه تیره کړي او نوي ملګري ومومي. غواړم چې دغه ټکی زما د ماشومانو د درس او وړتیا یوه برخه واوسي ترڅو دوی پوه شي، چې له نورو سره په ګډه لوبو او یاهم کار کولو، اړیکو جوړولو او پاللو ته دوی په ټول ژوند کې اړتیا لري.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې مور پلار څنګه کولی شي چې د خپلو ماشومانو په وجود کې له ماشومتوبه د دغې وړتیا په پیدا کولو کې مرسته وکړي؟

د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې لاندې څو ټکو ته اشاره شوې:

۱. په یاد ولرئ چې ملګرتیا د اړیکو د پاللو او د احساساتو د شریکولو پر بنست ولاړه ده. په همدې اساس، داچې زموږ ماشومان باید ملګري ولري، نو باید د لوبې ډګر ته له لومړنیو تجهیزاتو سره ولاړ شي د دې لپاره چې د اړیکو جوړولو او پاللو وړتیا په ځان کې پیدا کړي. خپلو ماشومانو ته د ملګرو د پیدا کولو مهارت ورزده کولو لپاره، ته باید لومړۍ یو خواخوږی پلار یا مور واوسې او باید د دې وړتیا ولرې، چې د هغوی په احساساتي حالاتو پوه شې، احساسات یې درک کړې او اړتیاوې یې ورپوره کړې. د دغې لارښوونې په مطابق ګام اوچتول دوه پایلې لري:

لومړۍ: ماشومانو ته دا ورښيي چې اړیکې پالل یو ښه کار دی او له امله یې انسان د خوښۍ احساس کوي؛ نو په همدې اساس دوی دا زده کوي چې باید هر انسان ته په درنده سترګه وکتل شي.

دویم: د ماشومانو په وجود کې د خواخوږۍ او اړیکو پاللو حس را ژوندی کوي ترڅو له نورو ماشومانو سره یې هم شریک کړي او همدا کار د ملګرتیا ساتلو او اړیکو پاللو بنسټ پیاوړی کوي.

۲. مور پلار باید په دې پوه شي، چې اولادونه یې ملګرتیا ته اړتیا لري او باید په ژوند کې ښه ملګري ولري. دا یوه ډیره اړینه مسئله ده چې والدین باید خپلو ماشومانو ته دا اجازه ورکړي ترڅو له نورو ماشومانو سره یوځای لوبې وکړي، چکر ووهي او د خپل د عمر پر اساس کارونه ترسره کړي. له ګډو لوبو څخه ماشومان دا زده کوي، چې څنګه په ټولنه کې له یو بل سره واوسي او همکاري وکړي.

په دغه برخه کې یوه بله اړینه موضوع چې ده، هغه د ماشومانو چلند دی چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. کله چې ماشومان له یو بل سره یو څه (توپ او یاهم بل څه) شریکوي، نو ویې ستایې او تشویق یې کړئ. دې ته یې وهڅوئ چې باید له یو بل سره په ګډه لوبې وکړي، نه په یوازې ځان.

کله چې ماشومان له یو بل سره ښه ملګري واوسي او خپل د لوبو سامان له یو بل سره شریکوي، نو ویې ستایئ او شاباسی ورکړئ. که چیرې له یو بل سره ښه ملګري نه اوسي او خپل د لوبو سامان نه شریکوي، نو په دې صورت کې ترمنځ یې مداخله وکړئ او ورته ووایئ، چې ځان ځاني ښه کار نه دی او د دې کار اجازه نه درکول کیږي او باید هرڅه له یو بل سره شریک کړئ. کله چې دوی په دې پوه شول، نو بیا ورته ووایئ، چې له خپلو ملګرو څخه بښنه وغواړئ او په نظم او دسپلین یې برابر کړئ. په یاد ولرئ، چې دوی باید په خپل ژوند کې ښه ملګري ولري او دوی باید دا زده کړي، چې دا هرڅه یوازې د دوی لپاره نه دي، بلکې کورنۍ پورې یې هم ډیر تړاو لري او باید له خلکو سره سم چلند وکړي.

۳. د خپلو ماشومانو په وجود کې مو د وړتیا حس رابرسیره کړئ. په همدې اساس، که چیرې تاسې غواړئ د خپل د ماشومانو د ژوند ملګري واوسئ، نو باید د هغوی ټول فعالیتونه تنظیم کړئ. په ډلییزو لوبو او فعالیتونو کې یې ښکیل کړئ ترڅو له نورو ماشومانو سره په ګډه ساعتیري او لوبې وکړي. په دغه کار سره ماشومان د دې وړتیا په ځان کې پیدا کولی شي چې له نورو ماشومانو سره څه ‌ډول چلند وکړي او څنګه خپلې شته ستونزې حل و فصل کړي.

په پای کې، ملګرتیا هغه اړینه ډالۍ ده، چې موږ او تاسې ته راکړل شوې، خو د لرلو لپاره یې باید دا زده کړو چې څنګه یې وپالو او د پاللو مهارت یې څنګه په خپل وجود کې وروزو. د خپل د ماشومانو لوبې له نیږدې وڅارئ، چې دا د هغوی د ژوند تمرین دی او له هماغه ماشومتوبه دوی هرڅه زده کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 193 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00