Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «څنګه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

څنګه کولاى شو له مايوسۍ لرې او مثبت اندي اوسو؟

  • ليکنه: شپنه سلګۍ ځينې کسان تل د کمۍ او مايوسۍ احساس کوي. د ژوند شېبې ورته زهرجنې ښکارې او داسې فکر کوي، لکه د ژوند کولو شېبې چې یې د مړي یا درون پړي په څېر په اوږو بار وي. نو که غواړئ مثبت اندي واوسئ , ...ادامه مطلب

  • له هغه رییس سره، چې ترې کرکه لرو څنګه چلند وکړو؟

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل له رییس و سره چلند و په کار او کاري اړیکو کې مو ستاسو بریا رامنځته کوي، نو له دې امله نه شئ کولای، چې ارزښت یې نا لیدلی ونیسئ، په دې لړ کې اړیکې او چلندونه توپیر کوي، کله وخت کارمند, ...ادامه مطلب

  • څنګه کولی شو، چې هره ورځ نوي څه زده کړو؟

  • ژباړه: محمد عزيز پردېس ډېری کسان فکر کوي چې زده کړه او مالومات يوازې د ښوونځينو او پوهنتونونو د زده کوونکو او محصلينو لپاره دي. دوی فکر کوي هغه څيزونه چې د دوی په ژوندانه مستقيم اغېز نلري، په اړه يې م, ...ادامه مطلب

  • په افغانستان کې کاغذي پيسې څنګه رامنځته شوې؟ ټولې مرحلې په لنډ ډول ولولئ

  • ژباړه: محمدحامد اکبري له ننه ۷۹ کاله وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) بنسټ کېښودل شو او د همدې کال د ليندۍ پر شپږ ويشتمه نېټه يې نوې پيسې چاپ کړې، د کاغذي پيسو په چاپ سره چې د لومړي ځل لپاره د ستر غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپ شوې د افغانستان پيسې نوې پړاو ته داخلې شوې. دا چې افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې و چې د پاچاهانو او مشرانو, ...ادامه مطلب

  • څنګه پانګه اچوونه وکړو؟ څو لارې چارې چې د پانګې اچوونې لپاره اړینې دي

  • ژباړه: بختي جان مراد پانګه اچونه څه شی دی او څنګه پانګه اچونه وکړو؟پانګه اچونه باید څنګه وپيژنو او په اړه مالومات ولرو؟کومې ستونزې او مشکلات دې، چې زموږ پر وړاندې خنډ رامنځته کولی شي؟ډولونه؛ د پانګې اچونې او لارې چارې یې کومې دې؟ دا او دیته ورته نورې پوښتنې چې د پانګې اچوونې مربوط دي، غواړئ ځوابونه یې پیدا کړئ، نو لاندې مطلب یې تاسې ته حل لارې پیدا کولی شي: , ...ادامه مطلب

  • څنګه کولی شو چې د وينا پر مهال له ورخطايۍ ځان وژغورو؟

  • ژباړه: محمد عزيز پردېس که د عمومي وينا پر مهال د ورخطايۍ احساس کوئ، نو پوه شئ چې په دې برخه کې يوازې نه ياست او په اسانۍ سره کولی شئ چې پر ډار او ورخطايۍ برلاسي شئ. شايد دا تاسو ته ډېره جالبه وي چې ډېر استادان، سياست پوهان او مسلکي ويناوال هم يو وخت ستاسو په څېر د وينا پر مهال وېره او ورخطايي تجربه کړې ده. شته داسې کړنلارې، وسايل او لارښوونې چې د هغو په استف, ...ادامه مطلب

  • د کار اړوند سټریس او اضطراب څه دی او څنګه یې راکم کړئ؟

  • که چا یوه ساده او کوچنۍ دنده هم مخ ته وړې وي؛ نو حتماٌ به کم تر کمه یو ځل د کار د فشار او سټریس سره مخ شوی وي. هر کار، هره دنده او هر مسؤلیت په انسان د فشار راوړلو او سټریس ورکولو عناصر لري. ستاسې دنده به تاسې ته په زړه پورې وي؛ ستا به خوښیږي؛ خو ضرب الاجل او د کار د تمامولو ورستی مهلت خپه کوونکی او له سټریس څخه ډک او ننګوونکی وي. که د کار پر مهال سټریس، اضط, ...ادامه مطلب

  • څنګه کیدای شي چې خلک په خپلو خبرو کې تر اغیز لاندې راولو؟

  • لیکنه: ایمل مړوند د مشهور امریکايي ناول لیکونکي “سډنۍ شیلډن” وینا ده، خلکو سره اوس هم د مرګ نه ډېره دا وېره وي چې د خلکو یوې ډلې ته به څنګه خبرې یا وینا وکړي. که یو کس هر څومره د خبرو کولو میړنی وي، خو چې کله دریځ یا سټیج ته ودریږي او مخکې ناستو کسانو ته وګوري، نو خامخا يې پر تندي خوله لاره کوي او د څه شیبې لپاره پر میک خپل اغیز له لاسه ورکوي. رښتیا هم چې د , ...ادامه مطلب

  • څنګه خپلو هیلو ته رسیدای شو؟! ۴ لارې

  • لیکنه: ویکي هاوژباړه: غازي عابد که له چا وپوښتې؛ ایا په ورځنۍ کچه کله د خپلو هیلو ترلاسه کولو لپاره له ځینو ستړیاوو او سختیو سره مخ شوي یاست؟ ایا غواړئ چې له بدو عادتونو ځان خلاص کړئ، خو لارې چارې یې نه وي درمعلومې؟ ځواب یې هو دی، ځکه دا ممکن دي!کیدای شي د هوپ یا هیلې لغات درته ډیر مهم ښکاره نه شي، خو په اصل کې خورا مهم او اړین دی چې باید پرې وپوهیږئ، ځکه هیله درلودل او د هغوی پالل او بیا یې پایله ترلاسه کول لویه بریا او ستر کار دی. دا چې څرنګه ورځ تر بلې بریالي شئ، هیلو ته مو ورسیږئ او د ژوند په ورځینو چارو کې مو خپلې هیلې پوره کړئ، دا څو لارښوونې عملي کړئ: ۱- لومړی معلوم کړئ چې څرنګه ژوند غواړئ.اکثره خلک په دې هیله خواري کوی چې سبا ته ښه ژوند جوړ کړي، خو په دې ځان نه پوه کوي چې څرنګه ښه ژوند. نو مخکې له دې چې هیله وکړئ، اول په کار ده چې په دې ځان پوه کړئ او دا درسره تصور کړئ چې څرنګه ژوند غواړئ او د څه ډول ژوند اړتیا ده. په دې باید پوه شئ چې کوم ډول شیان دې باید ژوند ته شامل وي.مثلاً؛ ځان سره فکر وکړئ چې راتلونکې کې باید څرنګه ملګري ولرم؟ څه ډول کارونه باید وکړم؟ څرنګه کور باید ولرم؟ څرنګه باید اوسم؟ همداسې په نورو خواوو او ورته رسیدو لارو چارو هم باید فکر وکړو، څو خپلې هیلې مشخصې او ور ورسو. ۲- هغه تصور شوی خیال مو له اوسني ژوند او شرایطو سره مقایسه کړئ.کله مو چې ځان ته ایډیال ی, ...ادامه مطلب

  • غوره اداري سیاست؛ څنګه په اداره کې بریالي کیدای شو؟!

  • لیکنه: ډاکټر ټراویس براډبیريژباړه: غازي عابد سیاستونه تل له ستونزو او مشکلاتو سره مل وي. تقریباً هیڅ شخص اداري سیاست کې ښکیلتیا نه خوښوي او هغه خلک چې په کې ښکیل وي، رښتیا هم له ستونزو سره مخ وي.لکه د نورو عادي سیاستونو په شان اداري سیاست د انساني رویې نه کنټرولیدونکې برخه ده. خلک له یو بل سره اړوي او سیالي، اختلاف او آن سخت رقابت ته پرې خلک تللی شي.که په اداري سیاست کې د لوبې کولو هڅه ونه کړو، ممکن موږ په خپله اداره کې ځان او خپل کاري محیط وساتلی شو.دا باید ونه وايې چې زه په اداري سیاست کې نه یم اغیزمن شوی، دا داسې دی لکه وچې وایې چې سیاست کې هیڅکله نه ماتیږم یا هیڅوک نه شي ماتیدای. د اداري سیاست د بریالیتوب لپاره اساسي خبره دا ده چې ددې هیله ونه کړې چې هر څه خپله پرمخ ځي او داسې چلونه زده کوې چې څنګه په کې یوازې ځان مخکې بوځې.هغه وخت بریالی کیدای شي چې په مهارت او غوره ډول سره مخته لاړ شې او په دې ځان پوه کړې چې کله او څومره په کې مداخله کول ارزښتمن دي. دا ۶ خبرې هم یاد لرئ:۱- اداري کسان مو وپيژنه.کله مو چې نوې دنده پیل کړه یا که له پخوا دنده کې یاست، پوه شوۍ چې ستاسې د اداري سیاست په مخ کې خنډونه اچول کیږي او دې سره مو کړو وړو ته خطر رسیږي، باید دغسې وخت کې ځان پوره پوه کړې چې څه روان دي.ممکن ستاسې اداره د مخالفتونو، منفي رقابتونو او ائیتلافونو نه ډکه وي او دغه ډول وضعیت اداره ل, ...ادامه مطلب

  • دا څنګه ازادي ده؟ ترانه څنګه د اعتراض سندره شوه؟

  • ”ځوانان مو قتل کیږي، دا څنګه ازادي ده؟ “دا هغه ترانه وه چې په اسلام اباد کې یې د پښتنو وروستی لاریون ته ژوند ورکړ او اوس په ټوله کوزه پښتونخوا کې د روان حالاتو څخه د ناراضه پښتنو ځوانانو د اعتراض په نعره بدله شوې. خو دا ترانه څنګه جوړه شوه؟ او څنګه ددې لاریون په غږ بدله شوه؟ ځوان سندرغاړی شوکت عزیز ددې ترانې جوړونکی او ویونکی دی. د شوکت عزیز د اعتراض دا ترانه په په اسلام اباد کې د پښتون اعتراض په ترانه بدله شوه، او په کوزه پښتونخوا یې ګڼ ځوانان د دوی په سیمو کې د روان ناوړه وضیعت په وړاندې اعتراض ته وهڅول او په ولولو یې راوستل. شوکت عزیز د مشال راډیو عبدالحی کاکړ ته په یوه مرکه ویلي دا ترانه یې په ډیر تصادفي توګه جوړه کړه. د ښاغلي عزیز په وینا اصلا په دې وروستیو کې پېښور ته د سندرو د یو البم د ثبتولو لپاره تللی و. هغه البم چې عزیز یې ثبتول غوښتل دا ترانه په کې نه وه شامله. شوکت عزیز د مشال راډیو ته ویلي، په پېښور کې وو چې د نقیب مسید د بې ګنا وژنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې غږونه پورته شول. چې پر ده هم دې او نورو پېښور ژور اغیز کړی و او غوښتل یې د هنر له لارې د خپل اعتراض غږ پورته کوي. د مشال راډیو عبدالحی کاکړ ته په دې مرکه کې سندرغاړې شوکت عزیز ویلي، ددې پېښې وروسته البم ثبتول پاتې شول او د خپلو احساساتو د شریکولو لپاره د یوې ترانې جوړولو په هڅه کې شو. له خپل یو شاعر ملګري معصوم, ...ادامه مطلب

  • څنګه د ويښتو توییدل کم کړئ؟ ۲۰ اسانه لارې

  • لیکواله : ډاکټره جولي شا کپاډیا، د پوستکي د ناروغیو متخصصهژباړه: شمیم اتل د ويښتو توییدل ددې عصر یوه عامه ستونزه ده چې ګن خلک ترې شکایت کوي. د ورځې له خوا له ۲۵ څخه تر ۵۰ پورې ويښتان توییدل نورمال دي. خو کله ويښته توییدل تر دې زیات وي بیا دا د ویښتو غیرې نورمال توییدنه ده او که مخه یې ونه نیول شي، کوپړۍ مو خالي کیدلی شي. دلته یو شمیر ساده تدابیر درسره شریکوو چې پر مټ یې تاسو د ويښتو توییدل کمولی شئ. ۱- ويښتو ته خواړه پکار دي، نو په متوازنه توګه خواړه وخورئ ويښته د ودې او سلامتۍ لپاره یو شمیر ویټامینونو او مینرالونو ته اړتیا لري. د A ویټامین د ويښتو د ودې لپاره او همدارنګه د سر په کوپړۍ کې سیبوم په نوم د موادو د تولید لپاره چې د ويښتو سلامتۍ سره مرسته کوي مهم دي. په تازه او شین پاڼو ترکاریو، تازه میوو او ځینې نورو خوړو کې په زیاته اندازه ویټامین A شته . همدارنګه د بي ۱۲ B12 ویټامین چې په شیدو او له شیدو په جوړیدونکو تولیداتو، لوبیا، نخودو او نورو خوړو کې پیدا کیږي هم د ويښتو د سلامتۍ لپاره مهم دی. بي کمپلیکس ویټامین یا بیوټین هم د ويښتو د سلامتۍ لپاره ډیر ضرور دي. که چیرې ستاسو په وجود کې د بیوټین کمي وي نو د ويښتو د توییدو او نري کیدو سبب کیږي. تاسو کولی شي چې په خپلو خوړو کې د لبنیاتو، وچو میوو، زړیو، شنو سبزیو، هګیو او ځینې داسې نورو ګټورو خوړو په زیاتولو د بیوټین کمی پوره کړئ، ل, ...ادامه مطلب

  • څنګه کولى شو، معلومات تر ډېره په حافظه کې وساتو؟

  • ژباړه: فياض عزيزي موږ تاسې ټول په ژوند کې ډېر څه زده کوو، مګر بيا هم په ډېرو څيزونو نه پوهېږو، ځکه موږ ډېرى معلومات هېروو. دا چې ولې داسې کېږي او ددې ستونزې د حل لاره څه ده، نو د يو الماني ارواپوه (هېرمن اسيبنغوس) له نړيوال يا عمومي فرمول څخه کار اخلو. ددغې فرمول په عملي کېدا به مو دغې ځورونکي ستونزې ته د پاى ټکی کېږدئ. ددغې الماني ارواپوه څېړنه ښايي، چې؛ د يوې موضوع له زده کړې يو ساعت وروسته نږدې 66% سلنه معلومات مو له ذهنه وځي او يواځې 44% سلنه يې په ذهن کې پاتې کېږي. ذهن ددې لپاره، چې بې مانا او بې کاره معلومات پرې پيټى نشي؛ هر څه د لومړي ځل لپاره لنډ مهالې حافظې ته سپاري، که چېرې دغه معلومات چې په لنډ مهالې حافظې کې ځاى پر ځاى شوي تکرار او استعمال نه کړئ، نو ډېر ژر مو هېرېږي.څنګه کولى شو هرڅه په ياد ولرو؟که غواړئ يو څه په چټک ډول حافظې ته وسپارئ، نو له لاندې طريقې کار واخلئ.۱- لومړى تکرار؛ له زده کړې سره سم، مطلب دا چې يو څه مو زده کړل بې له ځنډه يې له سره تکرارکړئ.۲- دويم تکرار؛ له پينځه لسو يا شلو دقيقو وروسته.۳- درېيم تکرار؛ له شپږو يا اتو ساعتونو وروسته.4. څلورم تکرار؛ له 24 ساعتونو وروسته.او که غواړئ يو څه د تل لپاره په حافظې کې وساتئ، نو؛ لاندې طريقه پر ځان عملي کړئ:۱- لومړى تکرار؛ د زده کړې سره سم، بې له ځنډه.۲- دويم تکرار؛ له شلو يا دېرشو دقېقو وروسته.۳- درېيم تکرار؛ له, ...ادامه مطلب

  • څنګه تنقیدي او د ستونزې حلوونکی فکر وکړو؟

  • لیکنه: هیري فورډژباړه: غازي عابد د جین دي بریاري په نوم یو عالم وايي؛ ژوند، هغوی ته تراژیدي او ویرجنه کیسه ده، چې احساسوي یې او هغوی ته یوه ډرامه او خوشحالوونکې صحنه ده چې په اړه یې فکر کوي.کیدای شي دا تر ډیره منطقي او اساسي خبره وي. له سیالکالوژیکه اړخه؛ چې څه ډول فکر کوي، هماغه به احساسوې.که په دې پوهیږو چې کولی شو په خپله د فکر انتخاب او او رهنمايي یې وکړو، نو دا وړتیا هم لرو څو د خپل ژوند شرایط او حالات کنټرول کړو. په همدې اساس باید د خپل ژوند کنټرول په خپل لاس کې ولرو، سم او روغ تصامیم باید ونیسو او پر هغو لارو تګ وکړو چې راته موثره تمامیدای شي، دا ځکه چې موږ دا وړتیا لرو، یوازې ترې استفاده په کار ده.نو؛ موږ هغه وخت سالم انتقادي او ستونزې حلوونکی فکر کولی شو، کله چې؛– د جذباتو پر ځای په لاملونو تمرکز وکړو.– پراخې او پاکې نظریې او لیدلوري ولرو.– د مختلفو تعبیرونو لپاره ځان برابرو کړو.– نوي شواهد، وضاحتونه او موندنې ومنو.– په معلوماتو بیا کتنه او لیدنه وکړو.– له تعصب، تنګ نظریې او یو اړخیز قضاوت نه ځان وساتو.– د ټولو مناسبو او معقولو مسوولیتونو منل او اجرا یې کړو.– د بې منطقه، ړوند او تیز قضاوت مخنیوی وکړو. له دې ځایه ددې لیکنې شریکول مه هیروئ: له فیسبوک تبصرې تبصرې , ...ادامه مطلب

  • څنګه له ناهیلۍ خلاص او په ژوند کې خوشبین شو!

  • ژباړه: غازي عابد موږ د ویرې په یوه حیرانونکې نړۍ کې اوسو. که یو براوزر خلاص کړئ، خبرونه وګورئ یا هم راډیو ته غوږ شئ، د خلکو د ژوند بیلابیل ویرناکه کیسې به واورئ او ووینئ. اوس زموږ نړۍ یو ویرونکی شکل خپل کړی. زموږ او ستاسې ژوند هم له یوه همداسې ویرې سره مخ دی، ځکه هره ورځ یې تجربه کوو. کوم امتحانونه او چلیجونه چې زموږ په ژوند کې راځي، ممکن زموږ د ژوند د بدلون او یا هم زموږ د خفګان او زړه ماتۍ سبب شي. خو له نیکمرغه موږ یو څه لرو چې زړه پرې تکیه کړو، هغه زموږ هیله ده.هیله د باور یو احساس دی، داسې یو د غوښتنو او هیلو احساس، چې په راتلونکې معلوم وخت کې واقع شي.اوس؛ څنګه موږ هیله مند کیدای شو او څه وکړو چې هیله من شو؟ په دې څو لارو دا ترلاسه کړئ: – له نورو د هڅولو مرسته غوښتل.یوه لار چې موږ پرې هیله من کیدای شو، دا ده چې له کوم بل کس نه مرسته ترلاسه کړو. کیدای شي دا د یوه کس هڅوونکې خبرې وي، یو ساده عمل وي یا داسې یو خدمت وي چې موږ ته هیله راکولی شي. اکثره خلک د نورو خلکو په هڅوونکو خبرو ډیر بریالي شوي او د کامیابۍ هیله ورته پیدا شوې. – لمونځ او دعا.لمونځ او دعا کول او له خدایه مرسته غوښتل له موږ سره مرسته کوي چې په خپل ژوند کې توقعات ولرو. ځکه زموږ کله چې هیله لرو، یو ډول ډاډ ترلاسه کوو او دا ډاډ ددې لامل کیږي چې نور هم قوي شو او په ژوند کې خوښ شو. – خپل ځاني ارزښت ته مو وده ورکړئ.کله چ, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها