Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ملګرتیا» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

په اړیکو او ملګرتیا کې ۶ ډیرې عامې تیروتنې

  • لیکنه: مارک ټایریلژباړه: غازي عابد څنګه کولی شو چې په ملګرتیا کې ددغو اوو خطرناکو او ویجاړونکو غلطیو مخه ونیسو.مینه، ملګرتوب، ګرانښت، لیوالتیا، دوه اړخیز یا ګډ تشویق… د ملګرتیا ټولې ګټې بلاخره د یوه خوښ ژوند لامل کیږي. هغه څوک چې ورسره خوښ یې، مرسته درسره کوي، لیوالتیا درسره لري، په خوله مو خندا راولي، که کتاب درسره نه وي او ټوله ورځ ورسره وغږیږې هم په خبرو به یې ماړه نه شئ.پام مو وي که چیرته مو ملګرتیا د مشخص هدف لپاره وي، نو دا ډول لنډه پاره او مطلبي ملګرتیا بې ګټې ده، خامخا به له منځه ځي او نه شي کیدای چې یو بل ته د ټپ مرهم شئ.څیړنو ښودلې؛ کله چې موږ دردیږو او د درد پرمهال د هغه چا انځور وینو چې مینه ناک وي او له زړه درته ګران وي، نو د درد احساس کمیږي.ځکه وایو چې له ښې ملګرتیا سره به د امن، پياوړتیا، مینې او روغ ژوند احساس کوئ. خو له دې ټولو سره سره ځیني غلطیانې هم شته چې ملګرتیا کې کیږي، دا چې کومې دي او څنګه یې مخه ونیسو، دلته یې لولو: ۱- ډیره ځان غوښتنهدا یوه پخوانۍ او عمومي تیروتنه ده چې ځیني خلک یوازې په خپل طبعیت سره ملګرتیا غواړي او خوښوي، خو دا ښه خبره نه ده، غوره دا ده چې باید په داسې یو ډول سره ځان برابر کړې چې د نورو نزاکتونه او طبعتونه هم په نظر کې ونیسئ. یعنې داسې اوسیدل چې زه چې څه کوم او وایم ښه او نور بد، دا ډول ملګرتیا دوام نه کوي. ۲- لوبول.په ملګ, ...ادامه مطلب

  • څنګه کولی شو چې ماشومانو ته اړیکې او ملګرتیا پالل ورزده کړو؟

  • یوازیني شیان چې موږ او تاسې وینو، هغه له یو بل سره د ماشومانو لوبې کول، خوشاله او له خندا ډکې شیبې درلودل او مینه خپرول دي. دا ډیر د خوښۍ احساس دی، کله چې ماشومان د لوبو کولو په حال کې یوځای وینو او د همدوی لوبې کول زموږ زړونو ته سکون رابښي. خو د یوه پلارپه توګه، کله چې خپل ماشومان د لوبو کولو په حال کې ګډ وینم، نو زړه مې ډیره ارامتیا مومي او د خپلو ماشومانو لوبو ته د یوه اروا پوه له فکري زاویې څخه ګورم. د خپلې اروا پوهنې له نظره، د ماشومانو ګډ لوبې کول او د ملګرتیا اړیکې پالل نه یوازې داچې ما ته خوښي رابښي، بلکې د دوی د راتلونکي لپاره هم ډیر اړین دي او د اړیکو جوړولو او پاللو وړتیا یوه له هغو مهمو مهارتونو څخه ده، چې د هرچا لپاره اړینه ده چې په خپل وجود کې یې پیدا کړي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ څیړنې ښودلې، چې د ماشومانو په ګډه لوبې کول، له یو بل سره اړیکې جوړول او پالل زموږ (د مور پلار) په خوشالۍ، د موخو په لاسته راوړلو، د ژوند په هره برخه کې بریالي کیدلو، فزیکي او رواني روغتیا، اقتصادي او د ستریس د کچې په راټیټولو پورې تړاو لري. په همدې اساس، زه له خپلو ماشومانو دا غواړم چې باید له خپلو دوستانو سره د خوښۍ شیبې ولري او غواړم چې له نن ورځ څخه سبا ورځ ښه تیره کړي او نوي ملګري ومومي. غواړم چې دغه ټکی ز, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها