نوې څیړنه: ښه سبناری وزن کموي او د شکر ناروغۍ مخنیوی کوي

ساخت وبلاگ

تازه څیړنه لیکي، چې سهار په مړه ګیډه سبناری (صبا ناری) د وزن په کمیدو او د شکر ناروغۍ په کنټرول کې مهمه ونډه لري.

د تل ابیب پوهنتون څیړونکی ډانیل وايي، چې د شکر ناروغۍ د دوهم ډول کنټرول او په وجود کې د انسولین د کچې کمیدل په لویه کچه د ښه سبناري، منځنۍ غرمنۍ، او په کوچنۍ ماښامنۍ پورې مستقیم ارتباط لري.
له دې سربیره دا چاره د وزن د کمیدو او د لوږې په کنټرول کې هم مهم رول لري.

د څیړونکو په باور د خوراک مهال ویش برابرول د خوراک له نوعې څخه ډیر مهم دي. یعنې، ددې په ځای چې موږ فکر وکړو، څه وخورو؛ دا مهمه ده، چې فکر وکړو، کله يې وخورو؟

په سبناري یا سهارنۍ کې ډوډۍ خوړلو سره په وجود کې د ګلوکوز کچه کمه وي، خو که همدا ډوډۍ په ماښامنۍ کې وخوړل شي، د وجود د ګلوکوز په کچه کې زیاتوالي راځي. دا په دې مانا چې د ورځې په اوږدو کې زموږ د وجود متابولیزم تغیر کوي.

څیړونکو دا څیړنه په ۱۱ میرمنو او ۱۸ نارینو چې چاغوالی او د شکر د ناروغۍ په دوهمې ډول اخته ول، ترسره کړې ده.

د څیړنو په پایله کې یې موندلې، هغوې چې د ورځې درې وخته ډوډۍ – سهار ښه، غرمه متوسطه او ماښام کمه خوري؛ نسبت هغوی ته، چې غیرې منظمه او بې وخته ډوډۍ خوري، وزن او د شکر ناروغي دواړه يې کنټرولوي.

له دې سربیره، هغوی چې سهار ښه ناشته کوي، غرمه متوسطه خوري او ماښام کمه خوري په وجود کې يې د ګلوکوز اندازه تر ډیره کمیږي.

څیړونکو دا هم موندلې، چې د ښې سهارنۍ خوړل د لوږې احساس هم کموي، چې ورسره انسان له ډیر او ناسم خوراک څخه خوداري کوي او په پایله کې يې وزن کمیږي.

له دې سربیره د وزن د کمیدو لپاره ځینې نورې لارې چارې او لارښوونې هم شته، چې څو مهمې به يې دلته یادې کړو:

۱ـ ډیرې اوبه څښل: د زیاتو اوبو څښل په خاص ډول له ډوډۍ څخه مخکې اوبه څښل د وزن په کیمدو کې ډیره مرسته کوي.

۲ـ شین چای: شین چای هم د وزن په کمیدو کې مرسته کوي.

۳ـ د بورې او شیرینې کم کارونه هم د وزن د کمیدو سره مرسته کوي.

۴ـ د غاښونو پاک ساتل او له خوراک وروسته يې بورس کول هم د وزن په کنټرول کې رول لري.

۵ـ فزیکي تمرین هم د وزن د کمیدو سره نیغه اړیکه لري.

۶ـ د سبزیجاتو او تازه میوې خوړل د وزن په کنټرول کې اهم رول لري.

۷ـ په مړۍ یا کپله ښه شخوند وهل او د لقمې ښه ژول د وزن په کمیدو کې رول لري.

۸ـ ښه خوب: پوره خوب هم د وزن په کنټرول کې اساسي رول لري.

۹ـ د مشروباتو څښاک بیخي کم کړئ. وايي، چې بوره خو ښه نه ده، خو که بوره په مشروباتو کې ګډه شي، له بد نه بدتر کیږي. تر وسه وسه کوښښ وکړئ، چې د مشروباتو څښاک کم کړئ.

۱۰ـ د پرهیز په ځای صحي خواړه وخورئ. ډیر کله د صحي خوړو خوراک له پرهیز څخه غوره دی. صحي خواړه د وزن په کمیدو کې مرسته کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : سه شنبه 29 اسفند 1396 ساعت: 0:38