تازه څیړنه لیکي، چې سهار په مړه ګیډه سبناری (صبا ناری) د وزن په کمیدو او د شکر ناروغۍ په کنټرول کې مهمه ونډه لري. د تل ابیب پوهنتون څیړونکی ډانیل وايي، چې د شکر ناروغۍ د دوهم ډول کنټرول او په وجود کې د انسولین د کچې کمیدل په لویه کچه د ښه سبناري، منځنۍ غرمنۍ، او په کوچنۍ ماښامنۍ پورې مستقیم ارتباط لري.له دې سربیره دا چاره د وزن د کمیدو او د لوږې په کنټرول کې, ...ادامه مطلب
نری رنځ، سیل یا توبرکلوز دنړۍ یوه عامه خپریدونکې ناروغي ده. د نړۍ دریمه برخه نفوس د نرې رنځ په مکروب یا mycobacterum tubercolosis اخته دی، چې دبدن د معافیت دکمزوریدو او ځینو نورو حالتونو کې کیدای شی ناروغي رامنځته شي. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ په ۲۰۰۹ میلادې کال ددي ناروغۍ ۹،۴ میلیونه پېښې ثبت شوې او د۱،۷ میلیونه انسانانو ژوند ېې اخستی دی. دنرې رنځ ناروغي زیاتره په هغو اشخاصو کې راڅرګندېږې چې نا مناسبه ژوند لرې لکه په خوارځواکۍ اخته کسان، بې کوره او بې ځایه شوې خلک او هغه وګړې چې په ډیره ګڼه ګوڼه او نا مناسبه کورونو کې ژوندکوې. له بده مرغه چې زموږ هیواد له هر لورې ددی ناروغۍ لپاره مناسب دی. پخوا داسي فکر موجود و چې نری رنځ درغیدو نه دی او یا هم رغیدل ډیر ستونزمن او ډیرلګښت ته اړتیا لرې خو نن سبا د هیواد په ډیروروغتیاېې مرکزونو کې ددي ناروغۍ دتشخیص لپاره دبلغمو دمعاینې، د پوټکې ټسټ او عکس اخستلو اسانتیاوې شته او درمل ېې ان دغرونو په کلینیکونو کې هم پیدا کېږې. د هیواد په هر روغتیایې مرکز کې دنرې رنځ تشخیص او درملنه په وړیا توګه ترسره کېږې، خو دټولو امکاناتو سره سره اوس زموږ روغتیاېې سیستم له نوو ستونزو سره مخ دی چې ددي ستونزو په راپیدا کیدو کې هم ټولنه او هم روغتیاېې کار کوونکې رول لرې. دغه ستونزې ددرمل, ...ادامه مطلب
Daily Newsletter '; var input_id = '#mc_embed_signup'; var f = $(input_id); if (ftypes[index]=='address'){ input_id = '#mce-'+fnames[index]+'-addr1'; f = $(input_id).parent().parent(), ...ادامه مطلب