په ۲۰۱۷ م کال کې پر یوټیوب تر ټولو ډیره کتل شوې ویډیو

ساخت وبلاگ

د یوټیوب د ویډیوګانو د لیدنې شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې تر ټولو مشهوره ویډیو د تایلینډ د موسیقۍ د یوې مخې پټې سیالۍ ویډیو ده چې برخه اخیستونکي په کې د خپل هویت د پټ پاتې کیدو لپاره له ماسک سره سندرې وايي.

د تایلینډ د موسیقۍ دا سیالي د” ماسک لرونکي سندرغاړي “ په نوم یادیږي او سږکال په ټوله نړۍ کې د همدې سیالۍ یو کلیپ تر ټولو زیات لیدل شوی دی.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په دې کلیپ یو سړی چې سر ترپایه په صدفي جامو کې پوښلی دی، یوه سندره وايي چې نندارچیان په ولولو راولي. ددې سندرې سر بند داسې ژباړل کیدای شي: ” تر هغې درسره مینه لرم چې نړۍ په ګردوغبار بدله شي.“

د سندرو دا سیالي په تایلنیډ کې د مشهورو څیرو ترمنځ د سندرو سیالي ده. دا ویډیو په ۲۰۱۷ م کال کې تر درې میلیاردو په زیاتو ځلونو کتل شوې ده.

(د ماسک لرونکي سندرغاړي ) سیالي لومړی کوریا کې پیل شوه چې وروسته تایلنیډ ته پراخه شوه.

یو ټیوب د خپل کال تر ټولو ډیره مشهوره ویډیو د کتنو د شمیر پر بنسټ نه ټاکي، بلکې دا چې څومره شریکه شوې، څومره خوښه شوې، څومره تبصرې پرې شوې ټاکلې ده.

یوټیوب چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ویډیو د شریکولو تر ټولو لوی سایټ دی، ددې ویب پاڼې مشهوره ویډیو دا ښيي چې تیر کال نړۍ په څه اخته وه.

دا لومړی ځل دی چې د تایلینډ یوه ویډیو د یوټیوب د کال مشهوره ویډیو کیږي.

که څه هم د موسیقۍ په برخه کې بله ډیره لیدل شوې ویډیو “Despacito,” یا (په ورو ) ده چې نژدې څلور نیم میلیارده ځل کتل شوې ده. خو دا چې د موسیقۍ ویډیوګانې تل ډیر لیدونکي لري نو سږکال یوټیوپ د مخکښو موزیک ویډیوګانو لپاره بیخي یو جلا لیست جوړ کړی دی.

په ۲۰۱۷ م کال کې د یوټیوب لس مشهورو ویډیوګانو په ګډه ۶۳۳ میلونه کتنې لري چې له تیر ۲۰۱۶ م کال څخه د مشهورو ویډیوګانو کتنې ۸۳ میلونه زیاتې دي.

د یوټیوب د ۲۰۱۷ م کال لس مشهورې ویډیوګانې:

  1. Until We Will Become Dust – Oyster Masked (ตราบธุลีดิน – หน้ากากหอยนางรม) | THE MASK SINGER 2
  2. ED SHEERAN – Shape Of You | Kyle Hanagami Choreography
  3. Ping Pong Trick Shots 3 | Dude Perfect
  4. Darci Lynne: 12-Year-Old Singing Ventriloquist Gets Golden Buzzer – America’s Got Talent 2017
  5. Ed Sheeran Carpool Karaoke
  6. Lady Gaga’s FULL Pepsi Zero Sugar Super Bowl LI Halftime Show | NFL
  7. “INAUGURATION DAY” — A Bad Lip Reading of Donald Trump’s Inauguration
  8. history of the entire world, i guess
  9. In a Heartbeat – Animated Short Film
  10. Children interrupt BBC News interview – BBC News

په ۲۰۱۷ م کال کې په یوټیوب کې ډیرې کټل شوې لس د موسیقۍ ویډیوګانې:

  1. Luis Fonsi – Despacito ft. Daddy Yankee
  2. Ed Sheeran – Shape of You [Official Video]
  3. J Balvin, Willy William – Mi Gente (Official Video)
  4. Maluma – Felices los 4 (Official Video)
  5. Bruno Mars – That’s What I Like [Official Video]
  6. Chris Jeday – Ahora Dice (Official Video) ft. J. Balvin, Ozuna, Arcángel
  7. 05. El Amante – Nicky Jam (Video Oficial) (Álbum Fénix)
  8. Jason Derulo – Swalla (feat. Nicki Minaj & Ty Dolla $ign) (Official Music Video)
  9. DJ Khaled – I’m the One ft. Justin Bieber, Quavo, Chance the Rapper, Lil Wayne
  10. Enrique Iglesias – SUBEME LA RADIO (Official Video) ft. Descemer Bueno, Zion & Lennox
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 200 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31