Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «یوټیوب» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

په ۲۰۱۷ م کال کې پر یوټیوب تر ټولو ډیره کتل شوې ویډیو

  • د یوټیوب د ویډیوګانو د لیدنې شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې تر ټولو مشهوره ویډیو د تایلینډ د موسیقۍ د یوې مخې پټې سیالۍ ویډیو ده چې برخه اخیستونکي په کې د خپل هویت د پټ پاتې کیدو لپاره له ماسک سره سندرې وايي. د تایلینډ د موسیقۍ دا سیالي د” ماسک لرونکي سندرغاړي “ په نوم یادیږي او سږکال په ټوله نړۍ کې د همدې سیالۍ یو کلیپ تر ټولو زیات لیدل شوی دی. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ په دې کلیپ یو سړی چې سر ترپایه په صدفي جامو کې پوښلی دی، یوه سندره وايي چې نندارچیان په ولولو راولي. ددې سندرې سر بند داسې ژباړل کیدای شي: ” تر هغې درسره مینه لرم چې نړۍ په ګردوغبار بدله شي.“ [embedded content] د سندرو دا سیالي په تایلنیډ کې د مشهورو څیرو ترمنځ د سندرو سیالي ده. دا ویډیو په ۲۰۱۷ م کال کې تر درې میلیاردو په زیاتو ځلونو کتل شوې ده. (د ماسک لرونکي سندرغاړي ) سیالي لومړی کوریا کې پیل شوه چې وروسته تایلنیډ ته پراخه شوه. یو ټیوب د خپل کال تر ټولو ډیره مشهوره ویډیو د کتنو د شمیر پر بنسټ نه ټاکي، بلکې دا چې څومره شریکه شوې، څومره خوښه شوې، څومره تبصرې پرې شوې ټاکلې ده. یوټیوب چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ویډیو د شریکولو تر ټولو لوی سایټ دی، ددې ویب پاڼې مشهوره ویډیو دا ښيي چې تیر کال نړۍ په څه اخته وه. دا لومړی ځل دی , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها