Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ټولو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدلو منظوري ترلاسه کړه

  • یاران سپورټس افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ د کورونا ویروس له خپرېدلو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر غاړه لري، د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترل, ...ادامه مطلب

  • د نارینه وو ۲۴ شریک خویونه؛ ښايي ددې لوستلو ټولو ته جالب وي !

  • لیکنه: ملیحه ناصري د نارینه وو پېژندنه لږ ستونزمنه برېښي ؛ خو هومره سخت هم نه دي ؛ ځکه ډېر لږ داسې نارینه موندل کېږي چې د هغوی شخصیت دې پټ وي او د ژر تشخصېدا وړ نه وي. د ښځو په پرتله نارینه ژر پېژندل , ...ادامه مطلب

  • دفاع وزارت : د کابل د بريدونو تر ټولو ستر طراح اوپلانوونکى ووژل شو

  •   کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کابل ښار د بريدونو تر ټولو  ستر طراح او پلانوونکى يې په لوګر ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژلى دى. د ياد , ...ادامه مطلب

  • د کرکټ په نړۍ کې ویرات کوهلي تر ټولو زیات فالورز لري

  • لیکنه: بهار سمسور د نړۍ بېلابېل شخصیتونه به مو لیدلي وي چې په سیاسي، فلمي یا هم په ورزشي ډګر کې مشهور دي. له دې ډلې د ورزش نړۍ زیات لوبغاړي لري چې بېلابېلې لوبې کوي او د نړۍ په لر و بر کې یې خلک تعقیب, ...ادامه مطلب

  • هغه ښځې چې د نړۍ تر ټولو ښکلې سترګې خدای ورکړي

  • ژباړه: بشر دروېش په دې کیدای شي راسره همغږي اوسئ، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ښکلې سترګې د هالیووډ او نورو ښځینه سینماګرانو په نصیب شوي.خو دوی څوک دي؟په دې مطلب کې د نړۍ ۱۰ هغه ښځې در پېژنو، چې د تر ټولو , ...ادامه مطلب

  • ولسمشر: د هندوانو او سکانو ټولو ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې ځانګړى ادرس ايجاد شي

  • کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٧): ولسمشر, غني د هندوانو, او سکانو, ټولو, حقوقي او د ځمکو د غصب قضيو ته د رسېدنې, لپاره, دې د ځانګړي ادرس, جوړولو لارښوونه وکړه. له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ک, ...ادامه مطلب

  • سږ کال بیا افغان پاسپورټ تر ټولو وروستی او د اماراتو لومړی دی

  • د نړۍ د پاسپورټ,ونو د درجه بندۍ ( پاسپورټ, اینډیکس) نړیوال سازمان سږ کال بیا په ټوله نړۍ کې د اسانه سفر پر بنسټ د نړۍ د هېوادونو پاسپورټ,ونه درجه بندي کړې دي. په دې درجه بندۍ کې د هیوادونو د پاسپورټ,ونو د, ...ادامه مطلب

  • د پکتيا اوسېدونکي: پر اهل تشيع بريد په ټولو افغانانو بريد او او موږ نه شي بېلولی

  • ګردېز (پژواک ١٣ زمرى ٩٧): د پکتيا د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي په ګردېز کې شوى بريد غندي او وايي، بهرنۍ استخباراتي کړۍ په داسې بريدونو د افغانانو تر منځ د قومي او مذهبي نفاق رامنځته کولو هڅې کوي، خو په د, ...ادامه مطلب

  • د نړیوال کرکټ هغه له ونې ټیټ لوبغاړي چې تر ټولو بریالي ثابت شوي ول

  • ليکنه: مدثر دعوت ځيني کسان وايي چې په کرکټ او نور ورزش کې قد او ونه ډير ارزښت لرې. که کرکټ ته راشو هغه کسان چې لوړه تنه لري، غوره توپوهونکي وي او ښه توپ اچوونه کوي، خو دا هم بايد هير نه کړو چې ونه او وزن د انسان پر وړتيا او لياقت ډیر منفي تأثر نشي اچولی. د کرکټ ماسټر او د ۱۰۰ سليزو ريکارډ لرونکی کرکټر سچن ټنډولکر په تنه ډير ټيټ دی خو هغه په نړيواله سطحه د کر, ...ادامه مطلب

  • بغلان کې حزب اسلامي ته له منسوبو وسله والو د وسلو ټولولو غوښتنه وشوه

  • Daily Newsletter '; var input_id = '#mc_embed_signup'; var f = $(input_id); if (ftypes[index]=='address'){ input_id = '#mce-'+fnames[index]+'-addr1'; f = $(input_id).parent().parent().get(0); } else if (ftypes[index]=='date'){ , ...ادامه مطلب

  • پرکریټي ماله؛ هغه نیپالیایۍ نجلۍ ده چې د نړۍ تر ټولو ښکلی لاسي خط لري

  • پرکریټي ماله هغه نیپالیایۍ نجلۍ ده چې د نړۍ تر ټولو ښکلی د لاس خط لري او د لاس خط یې ان له مایکروسافټ ورډ پروګرام څخه هم ښکلی پیژندل شوی دی. “ستا د لاس خط ډیر ښکلی دی.”“د لاس خط دې ښکلی کړه.”“ډیر مشق او تمرین وکړه، ترڅو د لاس خط دې ښکلی شي.”“د لاس خط دې د نړۍ تر ټولو بدرنګ خط دی.”“د لاس خط دې ډیر زیات خراب دی.”په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ډیری وخت زده کوونکي د ښوونکو له لوري د لاس خط پر اساس ارزول کیږي او پورتنۍ جملې اوري، چې دا جملې د ډیری زده کوونکو د ژوند یوه برخه ده. همدارازد، د لاس ښه خط لوستونکي ته خوښي بښي او په ډیرې اسانۍ سره لیکل شوی مطلب لوستلی شي او موږ ټول په دې ښه پوهیږو، چې د ډاکټرانو د خط په لوستلو سره مو په ذهنونو کې څه تیریږي.خو دلته هغه نیپالیایۍ نجلۍ در پیژنو چې د لاس خط یې ان د مایکروسافټ ورډ پروګرام له چاپي پاڼې څخه هم ښکلی دی. د دغې پیغلې نوم پرکریټي ماله دی او د نړۍ تر ټولو ښکلی لاس خط لري. پرکریټي د اتم ټولګي زده کوونکې ده، چې اوسمهال د خپل ښکلي خط له امله په نړۍ کې مشهوره شوې او ګڼ شمیر خلک یې پیژني. د ښکلې خط لرونکې نیپالۍ انجلۍ څو میاشتې وړاندې یوه نیپالیايي ځوان د پرکریټي د لاس خط یو انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ، چې په ډیر لږ وخت کې ټوله نړۍ پرې وغږیده او د خط ستاینه یې وکړه. دلته نو له ټولنیزو رسنیو مننه، چې له ټولې نړۍ څخه یې یو کلی جوړ کړی دی او د, ...ادامه مطلب

  • هغه شپږ خواړه چې د لوړ فشار په راټیټولو کې مرسته کوي

  • ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د سودیم لږ کارول ښايي د وینې د لوړ فشار په راټیټولو کې مرسته وکړي، خو د دغو لاندې شپږو خوړو استعمال سربیره پر دې چې لوړ فشار مو راټیټوي، د زړه او د وینې رګونو ته مو هم ګټور دي ۱- الوګان (کچالو)د خوړو د متخصصې جوی باور په وینا، دغه خوندور خواړه چې د مګنیزیم او پوتاشیم غني دي، د وینې د لوړ فشار په راټیټولو کې خورا زیات مهم رول لوبوي. مګنیزیم او پوتاشیم هغه دوه عناصر دي، چې نه پریږدي د وینې فشار لوړ شي. پوتاشیم لرونکي خواړه له بدن څخه سودیم، چې د وینې فشار لوړونکی عنصر دی، لرې کوي او مګنیزم لرونکي خواړه د وینې جریان سالم ساتي او نه پریږدي چې لوړ شي ۲- شیدېیو ګیلاس یخې شیدې څښل بدن ته کلسیم او د(D) ویټامین ورکوي. د باور په وینا، کله چې کلسیم او د ډي (D) ویټامین سره یوځای شي، نو له (۳-۱۰) سلنه پورې د وینې لوړ فشار راټیټوي. دغه متخصصه زیاتوي، چې ښايي دغه فیصدي موثره نه وي، خو په بدن کې د دغو دواړو عناصرو یوځای کیدل (۱۵) سلنه د زړه د ناروغۍ خطر راټیټوي. بل خوا نورې څیړنې وايي، د هغو کسانو د بدن د کلسیم کچه چې ټیټه وي، د وینې د لوړ فشار له خطر سره مخ وي. په همدې اساس، د لوړ فشار د راټیټولو لپاره له دغې طبیعي نسخې او بشپړې غذا (شیدو) څخه ګټه واخلئ. ۳- هګۍهغه څیړنه چې د امریکا په یوې ټولنیزې کیمیاوي غونډه کې وړاندې شوه، وايي، که چیرې ته په دې اند یې چې ګ, ...ادامه مطلب

  • شاه روخ خان د ښځو په وړاندې د زورزیاتي ختمول د ټولو هڅې او کار غواړي

  • د هندي سینما نامتو ستوري شاه روخ خان تیره ورځ د سویس په داوس ښار کې و او دغلته ورته د نړیوال اقتصادي فورم له خوا د ښځو او ماشومانو په برخه کې د ښیر ښیګڼې د کارونو له کبله د کریسټال جایزه ورکړل شوه. دا جایزه د نړیوال اقتصادي فورم له خوا هر کال یو شمیر هغو مخکښو کسانو ته ورکول کیږي چې په نړۍ کې یې د ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه کیدو لپاره کار کړی وي. د هندي سینما ستوری شاه روخ خان د ”میر“ په نوم یوه خیریه بنسټ لري چې په کې د تیزابو د بریدونو او سوزیدنې له قرباني ښځو سره د درملنې، حقوقي او نورو برخو کې مرسته کوي. شا روخ خان ددې جایزې په اخیستو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې که څه هم دا د میر په نوم د خپل خیریه بنسټ په اړه په عامه توګه ډیر خبرې نه کوي، خو داسې ګومان کوي چې په دې برخه کې یې ډیر کم کار کړی او باید ډیر زیات کار ترسره شي. نوموړې ویلي، په دې خیریه بنسټ کې ورسره نورې ادارې هم مرسته کوي او هڅه کوي چې د تیزابو د بریدونو د قربانیانو په درملنه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې د شتو قوانینو د بدلون لپاره هم کار وکړي څو دا ډول پېښې په ټولنه کې رامنځ ته نه شي. شاه روخ خان د سویس په واورو کې خپل اخیستي عکسونه هم پر خپل ټویټر خپاره کړی، چې په ځینو کې یې د خپلو پخوانیو مشهورو فلمونو اکټونه تکرار کړي. ددې جایزې د اخیستو پر مهال نوموړې د داوس ښار کې د اقتصادي فورم غونډې ته د وینا , ...ادامه مطلب

  • په خوست کې د ناقانونه وسلو را ټولولو لړۍ پيل شوه

  • خوست ښار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۶): په خوست کې د نامسووله وسله والو د بې وسلو کولو او د ناقانونه وسلو د راټولو لړۍ پيل شوه. که څه هم د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په خوست کې نامسووله وسله والې ډلې نشته، خو د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس دا لړۍ د هېواد په ټولو ۳۴ ولايتونو کې پيل شوې ده. په همدې موخه دې ولايت ته د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د ملي امنيتي ارګانونو له استازو جوړ يو ګډ پلاوی تللی، چې دا پروګرام په ښه ډول مخته يوسي. د پلاوي مشر او د ولسمشر سلاکار دلبرجان ارمان په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د ولسمشر د ياد شوي فرمان په اساس به ټولې هغه وسله والې ډلې چې د حکومت له چوکاټه بهر دي، بې وسلې کړل شي. هغه زياته کړه: ((د حکومت دنده دا ده چې نور داسې خلکو ته چې هغه ولس ځوروي، لارې وهي، خلک شکوي او له خپلې وسلې  څخه د ولس او خلکو د ځورونې او ډارولو استفاده کوي، نور ځای نه وي.)) د خوست والي حکم خان حبيبي دغې غونډې ته وويل، که څه هم د هېواد د ځينو ولايتونو په ډول په دې ولايت کې غير مسووله وسله والې ډلې نشته، خو مرکزي ادارې ته ډاډ ورکوي چې د ناقانونه وسلو په ګرځولو او راټولو کې خپله همکاري کوي. هغه زياتوي: ((زه په خپل ولس باندې وياړم، چې دلته يې داسې څه ته اجازه نه ده ورکړې، چې له امله يې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ولسونه رنځ وړي. ولې ستونزې به وي، ځکه خوست يو س, ...ادامه مطلب

  • ۲۰۱۷ کال د مسافر وړونکو الوتکو لپاره تر ټولو خوندي کال بلل شوی

  • رویټرز خبري اژانس د الوتنو د یوې مشورتې ادارې او د پروازونو د خوندیتوب شبکې په حواله لیکلي، چې ۲۰۱۷ کال په تیرو څو لسیزو کې د مسافر وړنکو الوتکو لپاره تر ټولو خوندي کال و. د ای ایس اِن (ASN) په نوم د پروازونو د خوندیتوب شبکې د دوشنبې په ورځ په خپور کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د تجارتي الوتکو د الوتنو پر مهال د مرګ و میر کچه په نیشت حساب وه. د راپور په اساس، تیر کال د سوداګریزو الوتکو ټکر یواځې صفر عشاریه صفر شپږ د یو میلون الوتنو په سر حساب شوی. یا په بل عبارت، په ۱۶ میلونه پروازونو کې یواځې یو پرواز ټکر کړی. راپور وړاندې لیکي، په تیر کال کې د مسافر وړونکو الوتکو ۱۰ مرګونې ټکرونه شوې، چې پکې ۴۴ سپرو او ۳۵ په میدان مسافرو او کارکوونکو ته تلفات اوښتي. په دې شمیره کې هغه ۱۲ وژل شوي هم شامل دي، چې د ۲۰۱۷ کال په وروستۍ ورځ په کوستاریکو کې یوه چورلکه له الوتنې څو لحظې وروسته په یوه غریزه سیمه کې ولویده. وړم (۲۰۱۶) کال د الوتنې پرمهال ۱۶ مسافر وړونکې الوتکې لویدلي، چې پکې ۳۰۳ کسان وژل شوي دي. ۲۰۱۷ کال تر ټولو مرګونې پیښه په قرغزستان کې وشوه. دغلته یوه ترکۍ چورلکه له کرښې ووته، چې پکې ۴ سپاره او ۳۵ نور کسان په ځمکه ووژل شول. د الوتنو د خوندیتوب اداره وايي، چې تیر کال هم د چورلکو د ټکر او هم د تلفاتو شمیره په بې ساري ډول کمه شوې ده. له همدې امله ۲۰۱۷ کال د الوتنو په , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها