د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د يوه زنداني ښوونکي د خلاصون غوښتنه وکړه

ساخت وبلاگ

By

On

Dec 21, 2017 - 18:52

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د مشرتابه شورا کابل کې د اعتراضي غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتي، چې د يادو ښوونځيو يو ښوونکى چې په خپل کور کې تر څار لاندې دى؛ ازاد کړي.

د هېواد امنيتي ځواکونو د روانې مياشتې په ٢١ مه نېټه، په شاه دوشمشېره کې د اريانا افغان-ترک پر ښوونځي د بريد په ترڅ کې د ياد ښوونځي څلور ښوونکي چې درې يې ترکيان وو، له ځانه سره يوړل چې د دغو کسانو له ډلې يې د اوو ورځو په بندي کولو سره درې کسان خوشي کړل، خو يو يې لا هم په خپل کور کې تر څارنې لاندې دى.

دغه راز امنيتي ځواکونو د تايمني په سيمه کې پر يوه بل افغان-ترک ښوونځي هم چاپه وهلې، چې دا ځاى يې هم پلټلى دى.

د افغان-ترک ښوونځيو د يوه زده کوونکي د والدينو له جملې يې کبير رنجبر په دې اړه په جوړه شوې اعتراضيه ناسته کې وويل، د افغان-ترک ښوونځيو د عمومي رياست د ښوونيزو چارو همغږى کوونکى يلمازايتن بايد ژر تر ژره ازاد شي او خپلې دندې ته دوام ورکړي.

هغه وويل: "حکومت بايد هغه موضوع چې د افغان-ترک ښوونځيو په اړه رامنځته شوې؛ په تفاهم سره حل کړي او هغه دليلونه بايد روښانه کړي چې پر بنسټ يې يو شمېر ښوونکي نيولي وو."

د يادو ښوونځيو د زده کوونکو د مشرتابه شورا مرستيال عبدالشکور دادرس وويل: "دا به انصاف نه وي چې لومړى دې ښوونکي ونيول شي او بيا دې کور کې تر څارنې لاندې ونيول شي."

هغه ګواښ وکړ، که چېرې حکومت يادې موضوع ته ژر تر ژره لاسرسى ونه کړي؛ نو د عدالت غوښتنې لړۍ به يې لا ډېره پياوړې شي.

امنيتي چارواکو ويلي وو، چې دغه ښوونکي د امنيتي ستونزو رامنځته کولو په تور نيول شوي، خو په دې اړه يې نور سپيناوى وړاندې نه کړ.

له دې وړاندې د ترکيې يو شمېر چارواکو ادعا کړې وه، چې د افغان-ترک ښوونځي په فتح الله ګولن پورې تړلي او د افغانستان حکومت يې بايد وتړي.

ګولن د ترک ناراضي روحاني چې د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردغان د سياستونو مخالف دى او د ترکيې په وروستۍ کودتا کې پر لاس لرلو هم تورن شوى او اوسمهال يې په ترکيه کې پلويان تر تعقيب لاندې دي.

د پوهنې وزارت ويلي، چې د يادو ښوونځيو له فعاليت خوښه دي او د دغو ښوونځيو د برخليک ټاکلو پرېکړه د ولسمشر په پرېکړې پورې تړلې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 194 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00