Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ښوونځيو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځيو د جوړولو چارې روانې دي

  • د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني په ځانکړې سپارښتنه  د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې په ۲ کلونو کې د افغانستان په  ټولو  ولایتونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره  ودانۍ جوړې کړ, ...ادامه مطلب

  • د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د يوه زنداني ښوونکي د خلاصون غوښتنه وکړه

  • By On Dec 21, 2017 - 18:52 کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د مشرتابه شورا کابل کې د اعتراضي غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتي، چې د يادو ښوونځيو يو ښوونکى چې په خپل کور کې تر څار لاندې دى؛ ازاد کړي. د هېواد امنيتي ځواکونو د روانې مياشتې په ٢١ مه نېټه، په شاه دوشمشېره کې د اريانا افغان-ترک پر ښوونځي د بريد په ترڅ کې د ياد ښوونځي څلور ښوونکي چې درې يې ترکيان وو، له ځانه سره يوړل چې د دغو کسانو له ډلې يې د اوو ورځو په بندي کولو سره درې کسان خوشي کړل، خو يو يې لا هم په خپل کور کې تر څارنې لاندې دى. دغه راز امنيتي ځواکونو د تايمني په سيمه کې پر يوه بل افغان-ترک ښوونځي هم چاپه وهلې، چې دا ځاى يې هم پلټلى دى. د افغان-ترک ښوونځيو د يوه زده کوونکي د والدينو له جملې يې کبير رنجبر په دې اړه په جوړه شوې اعتراضيه ناسته کې وويل، د افغان-ترک ښوونځيو د عمومي رياست د ښوونيزو چارو همغږى کوونکى يلمازايتن بايد ژر تر ژره ازاد شي او خپلې دندې ته دوام ورکړي. هغه وويل: "حکومت بايد هغه موضوع چې د افغان-ترک ښوونځيو په اړه رامنځته شوې؛ په تفاهم سره حل کړي او هغه دليلونه بايد روښانه کړي چې پر بنسټ يې يو شمېر ښوونکي نيولي وو." د يادو ښوونځيو د زده کوونکو د مشرتابه شورا مرستيال عبدالشکور دادرس وويل: "دا به انصاف نه وي چې لومړى دې ښوونکي ونيول شي او بيا دې کور ک, ...ادامه مطلب

  • د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو کورنيو د لويې څارنوالۍ مخې ته غونډه وکړه

  • By On Dec 16, 2017 - 18:14 KABUL (Pajhwok): The parents of Afghan-Turk school students on Saturday gathered in front of the Attoey General Office in the capital Kabul, following the detention of four teachers of the school by Afghan intelligence agency. National Directorate... , ...ادامه مطلب

  • د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو اولياوو اعتراضي غونډه وکړه

  • By On Dec 13, 2017 - 20:26 KABUL (Pajhwok): Dozens of parents of students at the Afghan-Turk school on Wednesday held a protest gathering in Kabul, waing the govement of further rallies if the arrested teachers of the school weren’t released. ,افغانترک,ښوونځيو,اولياوو,اعتراضي ...ادامه مطلب

  • په ميوند کې د ملي پيوستون په پيسو د دريو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي

  • کندهار (پژواک، ۲ چنکاښ ۹۵): د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د دريو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي چې لګښت يې د ملي پيوستون له پيسو ورکول کېږي.   دغه درې ودانۍ د ملالۍ ميوندي، سيد محمد اغا په نوم ښوونځيو او د غازي محمد ايوب خان په نوم د يوې ليسې دي چې د جوړولو چارې يې د کندهار د پوهنې د رييس عبدالقادر پيوستون، د ميوند د ولسوال حاجي عبيدالله او د قومي مخورو له خوا پيل شوې.   د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون پژواک خبري اژانس ته وويل، يادو شوو دريو ښوونځيو له دې مخکې ودانۍ نه لرلې او زده کوونکو يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.   هغه زياته کړه، دغه ودانۍ د ملي پيوستون د پروګرام اړوند د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د دريو مياشتو په موده کې جوړېږي.   د ده په خبره، هر ودانۍ به ٨ تدريسي خونې، اداره، اړوند نور ملحقات او د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ګڼې اسانتياوې ولري.   پيوستون خوښي وښودله چې د دې ولسوالي اوسېدونکو او مخورو ورسره منلې چې د ملي پيوستون پروګرام يوه اندازه پيسې د خپلو اولادونو د پوهنې د ودې په موخه ولګوي.   ده يادونه وکړه چې د کندهار والي د ولسواليو له ولسوالانو او قومي مشرانو څخه غوښتنه کړې، هغه پيسې چې د ملي پيوستون پروګرام له لارې د ولسواليو اوسېدونکو ته د اړتيا وړ بيارغنيزو چارو لپاره ورکول کېږي، يوه اندازه دې يې د ښوونځيو لپاره د ودانيو پر جوړولو ولګول شي.   د ده په خبره، داسې به پيسې په بنسټيزو پروژو لګېدلي وي او د پوهنې د کيفيت او کميت د ودې لپاره به هم کار شوى وي.   د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله خوښي وښودله چې په دې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره کليوالي شوراګانې او په خپله ولس دې ته چمتو شوى چې د ملي پيوستون يوه اندازه پيسې د ښوونځيو د جوړېدو لپاره ځانګړې شي.   هغه وويل، له خلکو سره به په ګډه د پوهنې د ودې لپاره کار کوي.   د ميوند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي جمال پژواک اژانس ته وويل، دا په خپله د دوى غوښتنه هم ده چې د ملي پيوستون له لارې همداسې بنسټيزې او تلپاتې پروژې پلي شي چې ګټه يې د يوه او دوو کليو لپاره نه، بلکې د ټولې ولسوالۍ لپاره ده.   د پوهنې رياست د تشکيل له مخې په ميوند کې ١٧ بابه ښوونځي شته چې له دې ډلې ١٤ يې پرانيستي دي.   د يادونې ده چې په کندهار ښار او ولسواليو کې که له يوې خوا شاوخوا ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ, ...ادامه مطلب

  • ولسمشر غني په اماراتو کې افغان ماشومانو ته د افغان نصاب لرونکي ښوونځيو د ايجاد سپارښتنه وکړه

  • کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٥): ولسمشر اشرف غني په اماراتو کې د افغانستان سفارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې په دې هېواد افغان ماشومانو ته د افغان نصاب لرونکي ښوونځي ايجاد کړي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، نن له غرمې مخکې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو یو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل. سرچينه کاږي، افغان مشرانو د حکومت له پروګرامونو څخه د ملاتړ پرمهال د هېواد له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې په سختو ورځو کې یې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی. هغوی وویل: "ستاسو د ځانګړې پاملرنې او په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت د مسوولینو د همکارۍ له امله په اماراتو کې د مېشتو افغانانو ۸۰٪ ستونزې حل شوې دي." هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د نورو هېوادونو د اتباعو له لوري له افغاني پاسپورټ څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي. په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغان مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل چې په اماراتو کې افغان ماشومانو ته د افغاني نصاب لرونکي ښوونځي ایجاد کړي. د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د هغوی د خبرو له اورېدلو وروسته له افغاني پاسپورټ څخه د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د سفارت هلې ځلې وستایلې. محمد اشرف غني په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې  د ښوونځیو د ایجاد موضوع دې پوهنې وزارت سره په همغږي او په اماراتو کې د مېشتو افغان مشرانو نورې ستونزې دې له دوی سره په همکاري او همغږي تشخیص او حل کړي او د خپلو کړنو راپور دې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د دې کتنې په پای کې له مل پلاوي سره یو ځای په شیخ زاید جامع جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • د هرات ښوونځيو کې دکتابونو کمښت زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • ولسمشر غني: د ښوونځيو جوړولو پروژو د بشپړاوي لپاره دې ټولې هڅې وشي

  • کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): ولسمشرغني د ښوونځيو جوړولو د څه باندې ٦٠٠ زره پروژو د وضعيت له کتنې وروسته چې کار يې د ځينو لاملونو په سبب نه دى بشپړ شوى، د ماليې او پوهنې وزارت ته دنده وسپارله چې د دې پروژو له بشپړوونکو سره خبرې وکړي او مالي سرچينې يې تثبت کړي. د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې  چې پرون په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د ملي تدارکاتو د پخوانۍ لارښوونې سره سم د پوهنې وزارت د اقتصاد وزارت او سيمه ييزو ارګانونو په همغږۍ د ښوونځيو پروژو د څېړنې راپور له حل لارو سره يو ځاى ناستې ته وړاندې کړ. د دغه راپور له مخې، له دې پروژو نه ځينې يې په تېرو څلورو مياشتو کې بشپړې شوې، ٨٢ پروژې د سيمو د نا امنيو په سبب په اوسنيو شرايطو کې د پلي کېدو وړ نه دي، خو د نورو ٥٢٥ پروژو وضعيت تر اوسه نا څرګند دى او د حل لارې لپاره يې هم کومه حل لاره نه ده تثبت شوې. ولسمشر د پوهنې او اقتصاد وزارتونو او سيمه ييزو ارګاننو خپلواکې ادارې چارواکو له راپور اورېدو وروسته وويل چې د ښوونځيو جوړولو پروژې حياتي اهميت لري او بايد ددغه پروژو د بشپړولو لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي. غني د ماليې او پوهنې وزارتونه وګومارل چې په دې برخه کې له تمويلوونکو سره خبرې وکړي او مالي سرچينې ولټوي. کمېسيون همدارنګه درې نور قراردادونه چې د پوهنې وزارت لپاره د انټرنټ د چمتو کولو او لګولو، د ليليو د اعاشې او محروقاتو او لوړو زده کړو وزارت لپاره د کدري روغتونونو درې نور قرار دادونه هم د ٦٥ ميليون افغانيو په ارزښت منظور شول. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها