Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «والدينو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د يوه زنداني ښوونکي د خلاصون غوښتنه وکړه

  • By On Dec 21, 2017 - 18:52 کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو والدينو د مشرتابه شورا کابل کې د اعتراضي غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتي، چې د يادو ښوونځيو يو ښوونکى چې په خپل کور کې تر څار لاندې دى؛ ازاد کړي. د هېواد امنيتي ځواکونو د روانې مياشتې په ٢١ مه نېټه، په شاه دوشمشېره کې د اريانا افغان-ترک پر ښوونځي د بريد په ترڅ کې د ياد ښوونځي څلور ښوونکي چې درې يې ترکيان وو، له ځانه سره يوړل چې د دغو کسانو له ډلې يې د اوو ورځو په بندي کولو سره درې کسان خوشي کړل، خو يو يې لا هم په خپل کور کې تر څارنې لاندې دى. دغه راز امنيتي ځواکونو د تايمني په سيمه کې پر يوه بل افغان-ترک ښوونځي هم چاپه وهلې، چې دا ځاى يې هم پلټلى دى. د افغان-ترک ښوونځيو د يوه زده کوونکي د والدينو له جملې يې کبير رنجبر په دې اړه په جوړه شوې اعتراضيه ناسته کې وويل، د افغان-ترک ښوونځيو د عمومي رياست د ښوونيزو چارو همغږى کوونکى يلمازايتن بايد ژر تر ژره ازاد شي او خپلې دندې ته دوام ورکړي. هغه وويل: "حکومت بايد هغه موضوع چې د افغان-ترک ښوونځيو په اړه رامنځته شوې؛ په تفاهم سره حل کړي او هغه دليلونه بايد روښانه کړي چې پر بنسټ يې يو شمېر ښوونکي نيولي وو." د يادو ښوونځيو د زده کوونکو د مشرتابه شورا مرستيال عبدالشکور دادرس وويل: "دا به انصاف نه وي چې لومړى دې ښوونکي ونيول شي او بيا دې کور ک, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها