د فوټبال فدراسيون ستونزې بايد حل شي

ساخت وبلاگ

کابل(پژواک،٢١تله٩٦): د فوټبال فدراسيون ولايتي رييسان وايي چې د فوټبال نړيوال فدراسيون بايد د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې راپورته شوي ستونزې په هر اړخيز ډول وڅيړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون ولايتي رييسان وايي چې د همدې موضوع د څيړنې په موخه د فيفا مرستيال علي کفاشيان نايني او د اسيا د کنفدرا سيون استازى وحيد کارداني نن سهار کابل ته راغلي دي.

د جوزجان د فوټبال فدراسيون ولايتي رييس امان الله فيضي د تلې په ٢١مه په کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې د فوټبال دغه دوه نړيوال چارواکي د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې د ستونزو د حل په موخه راغلي دي.

خو هغه زياتوي: (( د فوټبال فدراسيون  چارواکي هڅه کوي چې موږ ورسره ونه ګورو، ځکه تر اوسه يې موږ ته خبر هم نه دى راکړى.))

دغه راز په دې غونډه کې د کابل د فدراسيون رييس حيات الله لوګر وال وويل چې دغه پلاوى د افغانستان د فوټبال فدراسيون په اړه خپلې موندنې له نړيوال فدراسيون سره شريکوي ترڅو په اړه يې اړينه پريکړه وکړي.

ده وويل: (( موږ له دې پلاوي نه غواوو چې ستونزې په هر اړخيز ډول وڅيړي ترڅو په رڼا کې يې پريکړه وشي.))

هغه زياته کړه چې دغه پلاوى به د فوټبال فدراسيون د ټاکنو نيټه هم ډير ژر په ډاګه کړي.

ټاکل شوى وه چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وږي مياشتې په ١٦مه ترسره شي خو د فوټبال د نړيوال فدراسيون له لوري يې نامعلومې نېټې ته ځنډول شوې وه .

بل لورته د افغانستان د فوټبال فدراسيون هم په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې د فوټبال د نړيوال فدراسيون پلاوى افغانستان ته رسيدلى دى ترڅو په دې فدراسيون کې شته ستونزې هوارې کړي او د نورو کسانو د لاسوهنو مخه ونيسي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : فدراسيون, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 247 تاريخ : جمعه 21 مهر 1396 ساعت: 21:24