Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «فدراسيون» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د فوټبال فدراسيون ستونزې بايد حل شي

  • کابل(پژواک،٢١تله٩٦): د فوټبال فدراسيون ولايتي رييسان وايي چې د فوټبال نړيوال فدراسيون بايد د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې راپورته شوي ستونزې په هر اړخيز ډول وڅيړي. د افغانستان د فوټبال فدراسيون ولايتي رييسان وايي چې د همدې موضوع د څيړنې په موخه د فيفا مرستيال علي کفاشيان نايني او د اسيا د کنفدرا سيون استازى وحيد کارداني نن سهار کابل ته راغلي دي. د جوزجان د فوټبال فدراسيون ولايتي رييس امان الله فيضي د تلې په ٢١مه په کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې د فوټبال دغه دوه نړيوال چارواکي د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې د ستونزو د حل په موخه راغلي دي. خو هغه زياتوي: (( د فوټبال فدراسيون  چارواکي هڅه کوي چې موږ ورسره ونه ګورو، ځکه تر اوسه يې موږ ته خبر هم نه دى راکړى.)) دغه راز په دې غونډه کې د کابل د فدراسيون رييس حيات الله لوګر وال وويل چې دغه پلاوى د افغانستان د فوټبال فدراسيون په اړه خپلې موندنې له نړيوال فدراسيون سره شريکوي ترڅو په اړه يې اړينه پريکړه وکړي. ده وويل: (( موږ له دې پلاوي نه غواوو چې ستونزې په هر اړخيز ډول وڅيړي ترڅو په رڼا کې يې پريکړه وشي.)) هغه زياته کړه چې دغه پلاوى به د فوټبال فدراسيون د ټاکنو نيټه هم ډير ژر په ډاګه کړي. ټاکل شوى وه چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وږي مياشتې په ١٦مه ترسره شي خو د فوټبال د نړيوال فدراسيون له لوري يې نامعلومې نېټې ته ځنډول شوې وه . بل لورته د افغانستان د فوټبال فدراسيون هم په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې د فوټبال د نړيوال فدراسيون پلاوى افغانستان ته رسيدلى دى ترڅو په دې فدراسيون کې شته ستونزې هوارې کړي او د نورو کسانو د لاسوهنو مخه ونيسي. ,فدراسيون ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها