هلمند کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
لښکرګاه (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د هلمند په دوو ولسواليو کې شپږ طالبان او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې د ملي ار...
د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې څخه په غلا تورن کسان علني محاکمه شول
کندهار (پژواک ٢٢ کب ٩٤): د اداري فساد پر ضد د مبارزې يوې ځانګړې محکمې د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې څخه د ٧٦ ميليونه افغانيو د غلا په تور تورن کسان په علني توګه محاکمه کړل. محکمې په کندهار کې د افغانستان بانک د رييس فضل احمد اعظمي په ګډون نيول شوو ٦ تنو کارکوونکو ته برائت ورکړ او د درېيو نو...
پر نادعلي ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريدونه پر شا تمبول شوي
لښکرګاه (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې پراخ بريدونه يې پر شا تمبولي او ورته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د جګړې او ډزو غږونه په لښکرګاه ښار کې هم اورېدل کېدل او خلکو اندېښنه لرله چې ګواکې وسله وال طا...
په کندهار کې د ٨ ميليونه ډالرو په پانګونه د مېوې مارکېټ جوړېږي
کندهار (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): په کندهار ښار کې د مېوې د يوه لوى مارکېټ جوړولو چارې روانې دي چې د کندهار ښاروالۍ او ملي سوداګرو په مشارکت او ګډه پانګونه جوړېږي. د کندهار ښار په اتمه ناحيه کې د دغه مارکېټ د جوړولو چارې پر ١٥ جريبه ځمکه پيل شوې چې د چارواکو په وينا په ښه کيفيت به بشپړې شي. د کندهار ښاروالۍ...
د داعش پنځو وسله والو ته د خپل ماين چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې
جلال اباد (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله د داعش پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د اچين ولسوالۍ د منزدکۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده. ...
په سرپل کې تښتول شوي ١١ کسان خوشي شول
By پيمان نورى on 12 March 2016 سرپل (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): د سرپل د والي وياند وايي، هغه يوولس کسان چې د تېرې چهار شنبې په ورځ تښتول شوي وو، پرون ماښام د تښوونکو له بنده راخوشي شوي دي. د سرپل د ولايتي شورا غړي محمدعلي حکيمي، د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې ياد شوي ١١ کسان د صياد ولسوالۍ د (م...
خليلي: سوله د کومې ډلې د تسلېمېدو په معنی نه بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده
کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۴): د سولې د عالي شورا مرستيال محمدکريم خليلي وايي ، داسې سوله غواړي چې يوه روښانه راتلونکې ورسره وي، نه د تېرو تيارو په څېر؛ که ځينې کسان دا فکر کوي چى دوى به بېرته تېرو تيارو ته لاړ شي هېڅکله به هم داسې ونه شي. د سولې د عالي شورا مرستيال چې نن (د جمعې ورځ) يې د اسلامي وحدت ګوند...