خرید بک لینک

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د هلمند په دوو ولسواليو کې شپږ طالبان او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

قهرمان وايي چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

د ترخه ناور اوسېدونکي محمدشاکر پژواک ته وويل: ((بېګاه شاوخوا دوه بجې وې چې د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه او په نښته کې له درنو وسلو هم کار اخيستل کېده.))

ده هم وويل چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

دغه راز قهرمان دا هم وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د طالبانو پر مرکز هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې شپږ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د يادو پېښو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې باغران، دېشو، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 23 اسفند 1394 ساعت: 13:29

صفحه بندی