خرید بک لینک

کندهار (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): په کندهار ښار کې د مېوې د يوه لوى مارکېټ جوړولو چارې روانې دي چې د کندهار ښاروالۍ او ملي سوداګرو په مشارکت او ګډه پانګونه جوړېږي.

د کندهار ښار په اتمه ناحيه کې د دغه مارکېټ د جوړولو چارې پر ١٥ جريبه ځمکه پيل شوې چې د چارواکو په وينا په ښه کيفيت به بشپړې شي.

د کندهار ښاروالۍ وياند زمري څرګند د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د مېوې دغه مارکېټ د کندهار ښاروالۍ او ملي سوداګرو په ګډه پانګونه جوړېږي چې شاوخوا ٨ ميليونه ډالره لګښت پرې راځي.

هغه زياته کړه، د دغه لګښت ٧٥ سلنه ملي سوداګر او ٢٥ سلنه لګښت کندهار ښاروالي ورکوي.

دى وايي، په دغه مارکېټ کې ٣٥٠ دوکانونه، ٨٠ تشنابونه، د ١٧ متره مربع په اندازه د مېوې د ليلام لپاره هال، پارکينګ او نورې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

د ده په خبره، د دغه مارکېټ په جوړېدو سره نه يوازې سلګونه خلکو ته کار پيدا کېږي، بلکې د مېوې محصولات او سوداګري به هم وده وکړي.

څرګند يادونه وکړه چې کندهار ښاروالۍ د دې تر څنګ د ښار په ١٥ ناحيو کې ګڼې پرمختيايي چارې هم پيل کړي چې په بشپړېدو سره به يې اقتصادي وضعيت وده وکړي او د خلکو په ژوند کې به اسانتياوې رامنځته شي.

د کندهار باغ لرونکي، کروندګر او د لندې مېوې سوداګر د مارکېټ په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې په دې توګه به د هغوى محصولاتو ته ښه بازار وموندل شي او د سبزيجاتو او مېوې سوداګري به معياري شي.

حاجي عبدالقيوم په ژيړۍ ولسوالۍ کې د انګورو باغ لري، دى وايي، دغه مارکېټ د کندهار ښار په غربي ساحه کې جوړ شوى چې نه يوازې د دې ولسوالۍ بلکې د نورو ولسواليو باغ لرونکي او کروندګر هم کولاى شي په لنډ وخت کې خپل سبزيجات او مېوې تر دغه مارکېټ پورې ورسوي.

د ده په خبره، سوداګر به وکولاى شي چې له همدې ځايه مېوې نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته هم صادر کړي.

د کندهار د لندې مېوې يوه سوداګر حاجي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار د مېوو د صادراتو په برخه کې لويه ستونزه د پيکنګ، بازار موندنې او په پخوانۍ بڼه سوداګري ده، چې له دغه راز مارکېټونو جوړولو سره معياري کېداى شي.

هغه زياته کړه، د دغه مارکېټ په جوړېدو سره به د کندهار تر څنګ په هلمند، روزګان او زابل ولايتونو کې هم کرنه او باغداري وده وکړي او د هغوى د محصولاتو د پلور لپاره به يو ادرس وي.

دى وايي، کندهار ډېرې ښې مېوې لري چې تر ډېره بريد په ناسم حالت کې نورې نړۍ ته صادرېږي، د دغه راز معياري مارکېټونو په جوړولو سره به مېوه په معياري توګه پيک او بسته بندي کېږي او بيا به نورې نړۍ ته صادرېږي.

د ده په خبره، په دې توګه به د ګاونډيو هېوادونو سوداګر هم کولاى شي کندهار ته سفر وکړي او په همدې مارکېټ کې له سوداګرو مېوه واخلي او خپلو هېوادونو ته يې وارد کړي.

په کندهار ښار کې دغه مارکېټ داسې مهال جوړېږي چې ايراني چارواکي په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتياوو برابرولو خبر ورکوي.

د کندهار د ولايتي ادارې مسوولين وايي چې افغان سوداګر به د مېوې له همدې مارکېټونو خپلې مېوې او نور محصولات بهر ته صادروي.

د يادونې ده چې په کندهار ښار کې له دې مخکې هم د مېوې يو لوى مارکېټ جوړ شوى چې د کندهار ښار ختيځ لورى د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د ښوراندام په سيمه کې پر ٥٠ جريبه ځمکه ودان شوى دى.

د لندې مېوې دغه مارکېټ د هېواد په کچه تر ټولو لوى او مجهز مارکېټ دى، چې هم به په کې د مېوې د پېر او پلور چارې تر سره کېږي او هم به له دې ځايه نورې نړۍ ته صادرېږي.

په دغه لوى مارکېټ کې له نړيوال معيار سره سم ٧٥٠ دوکانونه، ١٥٠ تشنابونه، جومات، پاخه سړکونه، سړه خونه، د بسته بندۍ فابريکه، د مېوې او سبزيجاتو د ليلام لپاره په ٣ جرېبه ځمکه کې د يوه لوى سايوان په لرلو پراخ ځاى او نور شامل دي.

هم جوړ شوي دي.

پر دغه لويه پروژه د مومند ګروپ له خوا ١٥ ميليونه ډالره لګښت راغلى چې د جوړولو چارې يې د ١٣٩٣ لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې پيل شوې وې او د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې په مياشت کې پاى ته ورسېدې.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 22 اسفند 1394 ساعت: 16:35

صفحه بندی