
کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۴): د سولې د عالي شورا مرستيال محمدکريم خليلي وايي ، داسې سوله غواړي چې يوه روښانه راتلونکې ورسره وي، نه د تېرو تيارو په څېر؛ که ځينې کسان دا فکر کوي چى دوى به بېرته تېرو تيارو ته لاړ شي هېڅکله به هم داسې ونه شي.
د سولې د عالي شورا مرستيال چې نن (د جمعې ورځ) يې د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو په ۲۱ تلين کې په کابل کې خبرې کولې، مزاري يې د ټولنيز عدالت د ټينګښت، ملي يووالي، رښتينولۍ، زړورتيا، ايماندارۍ او وفادارۍ نمونه وباله.
عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ کال د کب په ۲۲مه د طالبانو له خوا د کابل د نيول کېدو پر مهال د دغه ښار په سوېل کې ونيول شو او بيا ووژل شو .
خليلي وويل:"موږ داسې سوله غواړو چې يوه روښانه راتلونکې ورسره وي، نه د تېرو تيارو په څېر؛ که ځينې کسان دا فکر کوي چې موږ به بېرته تېرو تيارو ته لاړ شو هېڅکله به هم داسې کار ونه شي."
د ده په وينا، سوله د کومې ډلې د تسلېمېدو په معنی نه ده، بلکې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د دې اړتيا ليدل کيږي چې تر دې وروسته افغانان په سوله کې ژوند وکړي.
هغه وايي:"موږ سوله غواړو، تلپاتې او با عزته سوله غواړو، ان مخالفينو ته هم؛ نو له وسله والو طالبانو نه مو غوښتنه داده چې تاسو هم افغانان ياست او افغان ملت هم افغانان دي، نو سولې ته راشئ او خپل هېواد له بدبختيو وژغورئ."
دی زياتوي، چې د سولې روانې هڅې کومه دولتي پروسه نه، بلکې يوه ملي پروسه ده او غواړي چې دواړه خواوې د سولې لپاره داسې تګلارې غوره کړي چې له مخې يې په هېواد کې سوله ټينګه شي.
د سولې د عالي شورا مرستيال وويل چې دوی په هېواد کې ټولنيز عدالت ، متوازنې پراختيا غوښتونکې او په همدې موخه د مزاري لارې ته به دوام ورکړي.
نوموړي له ولسمشر نه مننه وکړه چې عبدالعلي مزاري ته يې د ملي وحدت د" شهيد" لقب ورکړ او وسله والو مخالفنيو ته يې په خطاب کې وويل:"که تاسو په جګړه کې ښکېل ياست نو د جګړې لوری مو افغان دولت نه عام ولس، تاسې بايد د قوم، سمت او ژبې په تړاوو له عام ولس نه غچ مه اخلئ."
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم په نننۍ غونډه کې هم مزاري عدالت غوښتنې، ملي حاکميت او ولسواکۍ ته ژمن مشر وباله او زياته يې کړه: "مزاري اوس هم د خلکو په منځ کې خپل ځاى لري."
هغه زياته کړه، حکومت د وژل شويو مشرانو د غوښتنو او ارمانونو د تحقق ، دعدالت ټينګښت، متوازنې پرمختيا، سياسي مشارکت، فردي او هېوادنيو حقونو ته ژمن دى.
دانش وويل چې مزاري دغو هېلو ته د رسېدو لپاره خپلې وينې تويې کړې او د عدالت، ازادۍ او خلکو د حق لپاره يې خپل ملت را ويښ کړ، خلک يې خپل مسووليت او له حقونو دفاع ته متوجه کړل.
په ياده ناسته کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم پيغام هم ولوستل شو.
په پيغام کې عبدالعلي مزاري د هېواد ملي شخصيت او د ټولنيز عدالت د ټينګښت مخکښ بللی شوی و.
په پيغام کې راغلي:"عبدالعلي مزاري د ملي جنبش ګوند ستر ملاتړ ى و او د مقاومت پر مهال مو ښې خاطرې ترې لرلې."
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار هم مزاري يو پياوړی مشر وباله او زياته يې کړه چې نوموړي په هېواد کې سولې او د ټولنيز عدالت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ترسره کړې دي.
هغه د ده له پلويانو وغوښتل چې دوی هم د مزاري په څېر د ملي يوالي د ټينګښت لپاره کار وکړي.
په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامدکرزي، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، قطب الدين هلال، د سولې د عالي شورا مشر پير سيد احمد ګيلاني، د کابينې ځينو غړو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، د ځينو سياسي ګوندونو مشرانو، مخورو او له زرو ډېرو کسانو ګډون کړى و.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان