خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله د داعش پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د اچين ولسوالۍ د منزدکۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د داعش وسله والو د يادې سيمې پر لويه لاره ماينونه ځاى پر ځاى کول چې يو ماين په خپله پر دوى چاودېدلى دى.

نوموړي وويل چې په دې چاودنه کې د داعش درې وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ژوبل شوي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 22 اسفند 1394 ساعت: 13:56

صفحه بندی