
لښکرګاه (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې پراخ بريدونه يې پر شا تمبولي او ورته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د جګړې او ډزو غږونه په لښکرګاه ښار کې هم اورېدل کېدل او خلکو اندېښنه لرله چې ګواکې وسله وال طالبان پر لښکرګاه ښار يرغل کوي.
د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمول عمرجان حقمل د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ګڼو وسله والو د ولسوالۍ د کمربند پر بېلابېلو پوستو بريدونه وکړل چې تر دوه ساعته جګړې وروسته يې له ماتې سره مخ شول.
هغه زياته کړه چې دغه بريدونه وسله والو د شاول، چاه انجير او ځينو نورو سيمو کې کړي وو چې دوی يې له وړاندې په اړه معلومات درلودل او د کمينونو او تدابيرو په نيولو سره يې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
د نوموړي په وينا، وسله والو ته د مرګ ژوبلې کر شمېر نه لري، خو ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله او زيان دی اوښتی.
امنيه قوماندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نادعلي د لښکرګاه ښار لپاره د کمربند حيثيت لري، خو وسله وال طالبان نه شي کولی چې له دې لارې ځانونه تر ښاره پورې ورسوي او له ګواښ سره يې مخ کړي.
نوموړي وويل، له تېرو جګړو څخه يې ښه تجربه اخيستې اوس يې د ملي او سيمه ييزو پوليسو سربېره په هره پوسته کې د ملي اردو ځواکونه ګډ کار کوي چې له هر ډول امکاناتو څخه برخمن دي او پوستې يې په نوي ډول سره جوړې کړې دي.
د نادعلي امنيه قوماندان وايي چې په نادعلي کې پر قوماندانۍ او يوه رسمې ماموريت سربېره ۵۷ پوستې لري.
هغه زياته کړه چې له مرکزه لوړپوړو چارواکو د امنيت د ټينګښت او له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه د لويو عملياتو ترسره کولو ژمنې کړې چې مخالفين بيا په اسانۍ نه شي کولی امنيت ته ګواښ پېښ کړي.
د نوموړي په وينا، د نادعلي خلک يې همکاره دي، بلخوا د دې ولسوالۍ ټول پوليس د سيمو له خلکو جوړ دي چې د ستونزو پر مهال ټول ځوانان مرسته کوي له دې امله طالبان له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدل چې پرمختګ وکړي.
عمرجان حقمل د طالبان د امکاناتو په اړه وويل چې په ډېرو سيمو کې د پاکستان پر مرستې سربېره د ايران له خوا د مرستو نښې هم په لاس ورغلې، پر وسلو سربېره د لويو وسلو مرمۍ یې ترلاسه کړې دي.
که څه هم دغه قوماندان وويل چې له ملي اردو سره کلکه همغږي لري، هغوی ګډ کار ورسره کوي، خو يوې بلې سرچينې بيا پژواک ته وويل چې په نادعلي کې د ملي اردو له ۷۷۴ تشکيل څخه اوس يوازې ۱۵۰ تنه حاضر دي او له ۵۰ هاموي ګانو څخه يوازې ۱۱ شته چې لګښتونه د ټول ورکول کېږي.
پژواک هڅه وکړه چې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مسوولينو نظر واخلي، خو ونه توانېدل.
د خوشال کلي د کمربند د پوستې يوه پوليس ګل احمد پژواک ته وويل دوی اوس خپلې پوستې په نوي ډول سره جوړي کړي، خزې، پټې لارې لري چې طالبان نه شي کولی دوی ته نږدې هم راشي.
هغه زياته کړه چې خپل دفاعي سيستم يې پياوړی کړی دی.
د همدې سيمې يوه قومي مشر اميرمحمد پژواک ته وويل، که څه هم دوی له کمربند څخه ۲۰۰ متره لرې دي، خو له دې څخه اندېښنه نه لري چې سيمې ته به يې طالبان راشي؛ ځکه د دوی خلک ترې خوښ نه دي او له دولت سره مرسته کوي.
د هغه په وينا، د دوی ټولې پوستې له خپلو ځوانانو ډکې دي، له هغوی سره ټول اوسېدونکي مرسته کوي.
وسله والو د نادعلي د تېري شپې د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان