حنيف اتمر چين ته ولاړ
کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له چيني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه بيجنګ ته روان شوى دى. د ملي امنيت شورا تواب غورځنګ د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه دوه ورځني سفر پر مهال به د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي، د...
والي: د جلال اباد ښاروالي او ترافيک په ښاري تنظيم کې پاتې راغلي
جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۵): د ننګرهار والي د جلال اباد ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت ته سپارښتنه وکړه چې د ښاري تنظيم په اړه هڅې ګړندۍ کړي او له ښاره غير قانوني اډې وباسي. والي سليم خان کندوزي د وري په ۲۹مه د ښاري تنظيم د جاج اخيستو په موخه له ښاره د ليدنې پر مهال ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت په تنظي...
سېلاب سمنګانو کې پنځه تنه وړي او مالي زيانونه يې اړولي دي
کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): د سمنګانو ولايت په "دره صوف پايين" او حضرت سلطان ولسواليو کې سېلابونو پنځه تنه وړي او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې ده. د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرايي امر انجنير محمدقربان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې د سختو بارانونو له امله را...
تېرې دری مياشتې نږدې ۲۰۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): ملګري ملتونه وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان په نا امنيو کې نږدې دوو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (يوناما) له خوا د وري په ٢٩مه د ٢٠١٦ زېږديز کال د لومړۍ ربعې د ملکي تلفاتو راپور خپور شوى دى. په راپور کې راغلي چې ...
سادات: مخالفين د ملکيانو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي
مېمنه (پژواک ٢٨ ورى ٩٥): د فارياب والي وايي، د وسله والو مخالفينو پيل شوي پسرلني عمليات د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده. د فارياب والي سيد انور سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغه وروسته چې کله طالبانو د عمري په نوم په خپلو پسرلني عملياتو کې د دغه...
د مشواڼي او دراني روغه وشوه
کابل (پژواک، ۲٨ ورى ۹۵): په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د کليو او پراختيا له وزير نصير احمد دراني څخه بښنه وغوښته. د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي د وري په ٢٥مه د جرګې په عمومي ناسته کې وروسته له هغه، چې خبرې يې له ټاکلي وخت زياتې شوې او مايک پرې بند شو، د جرګې منشي عرفان الله نايب يې له...
په زابل کې درې ملکي وګړي وژل شوي
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! (Why?)
د تکواندو افغانې لوبغاړې خپلې هانګ کانګۍ سيالې ته ماتې ورکړه
کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): افغان تکواندو کاره سُميه غلامي د ٢٠١٦کال المپيک سياليو کې د ونډې ترلاسه کولو لپاره په خپله لومړۍ لوبه کې هانک کانګۍ سيالې ته ماتې ورکړه. په دې دوو ورځنيو سياليو کې چې نن سهار د فيليپين په پلازمېنه مانيلا کې پيل شوې، د اسيايي هېوادونو تکواندو کارانو د برازيل ٢٠١٦ کال المپيک س...