زاخېلوال: پاکستان کولی شي افغان طالبان د سولې مېز ته کېنوي
کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د ولسمشر ځانګړى استازى او په اسلام اباد کې د افغانستان لوى سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي چې پاکستان کولى شي افغان طالبان د سولې مېز ته کېنوي. زاخېلوال دغه ځرګندونې له بي بي سي اردو سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې چې د وري په ٢٦مه خپره شوې ده. هغه زياته کړې چې پاکستان اوس هم پر ...
د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي
کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو او بورې بيې لوړې شوې، خو د غوړيو بيه راټيټه شوې ده. د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه د مارکيت...
د سارک سازمان سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته هڅول کېږي
کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٥): د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې مشر له ولسمشر غني سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې د دې سازمان سوداګر او پانګه وال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د سارک سازمان د سوداګرۍ...
ولسي جرګې له حکومت څخه د جان کيري څرګندونو او سولې خبرو اترو په اړه سپيناوى وغوښت
Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! (Why?)
د تخار د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو
تالقان (پژواک ٢٥ ورى ٩٥): د تخار د ولايتي شورا د غړي عين الدين او د يوې نامسوولې وسله والې ډلې ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې عين الدين او دوه نور وسله وال وژل شوي دي. د تخار د امنيې قومندان وياند سمونيار عبدالخليل اسير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د تخار د رستاق ولسوالۍ په...
د مزارشریف- میمنې پر لار لسګونه مسافر تښتول شوي
By کوهى on 13 April 2016 ميمنه (پژواک، ٢٥ روى ٩٥): باوري سرچينې وايي چې د دولت وسله والو مخالفينو د مزارشريف-ميمنې لويې لارې په اوږدو کې لسګونه مسافر نيولي دي. يوې امنيتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ٨ بجې د يوه ٤٠٤ ډوله موټر او دريو کرولا موټرو ټول مسافر چ...
تورخم کې دوو افغان ناروغانو ساه ورکړې
جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په تورخم دروازه کې پاکستاني ملېشو نوي محدوديتونه لګولي، هغه افغانان چې اسناد نه لري نه یې پرېږدي چې له امله یې دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا نوي محدوديتونه د روانې اوونۍ له پيله لګول شوي چې په تورخم کې يې ګڼه ګوڼه ډېره کړې او تېره ...
سروې: په محاکمو او عدلي نظام کې د دولت تر نورو ادارو د فساد کچه لوړه ده
کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): د پژواک خبري اژانس نظر پوښتنه جوتوي چې اوس هم په افغانستان کې مالي او اداري فساد يو ستر ګواښ دى او دغه ستونزه بيا په عدلي او قضايي، ګمرکونو، ښاروالۍ او پوليسو کې ډېره ده. ډېرى پوښتل شوو کسانو ويلي، په تېر يوه کال کې په افغانستان کې فساد ډېر شوى او دغه راز خلک د فساد پر وړاند...
د کونړ پر درېیو ولسوالیو د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي
اسعداباد (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې پر درېيو ولسواليو يې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه پر شا تمبولي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر مرورې، سر...