
مېمنه (پژواک ٢٨ ورى ٩٥): د فارياب والي وايي، د وسله والو مخالفينو پيل شوي پسرلني عمليات د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د فارياب والي سيد انور سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغه وروسته چې کله طالبانو د عمري په نوم په خپلو پسرلني عملياتو کې د دغه ولايت پر يو شمېر سيمو بريدونه پيل کړل، د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او تر اوسه پورې د يوې پوستې په نيولو هم نه دي بريالي شوي.
هغه زياته کړه، په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د وسله والو مخالفينو د قوماندانانو په ګډون له پنځوسو زيات مخالفين وژل شوي او له ٤٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د فارياب والي زياته کړه، امنيتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې ګډ عمليات پيل کړل، خو طالبانو بيا د خلکو کورونه د مورچې په توګه وکارول او له همدې امله عمليات ټکني پر مخ روان دي.
خو سادات زياته کړه: "د ملکيانو له مرګ ژوبلې او زيان څخه د مخنيوي په موخه مو بل پلان په پام کې نيولى، چې له مخې به يې طالبان ډېر ژر د ګرزيوان په ولسوالۍ کې وځپل شي."
خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ورته مهال د فارياب ولايتي شورا پخواني غړي محمد لطيف چې د ګرزيوان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، وويل چې امنيتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې عمليات پيل کړي و، خو هېڅ پايله يې نه درلوده؛ ځکه طالبانو د خلکو په کورونو کې ځايونه نيولي دي.
نوموړي زياته کړه: "دواړه لوري له هاوان ګټه اخلي، څو کورونه سوځول شوي، هېڅوک هم له کورونو نه شي راوتلى او له دې نه يو خبر چې څوک وژل شوي او څوک ټپيان دي."
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان