
کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): ملګري ملتونه وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان په نا امنيو کې نږدې دوو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (يوناما) له خوا د وري په ٢٩مه د ٢٠١٦ زېږديز کال د لومړۍ ربعې د ملکي تلفاتو راپور خپور شوى دى.
په راپور کې راغلي چې د روان زېـږديز کال په لومړۍ ربع کې (د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ٣١مې) ١٩٤٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوناما ويلي چې په دې موده کې ٦٠٠ عام افغانان وژل شوي او ١٣٤٣ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ٢ سلنه زياتوالى راغلى دى.
خو په دغه راپور کې دا هم يادونه شوې چې د وژل شوو کسانو په کچه کې ١٣ سلنه کموالى راغلى خو د ټپيانو شمېر ١١ سلنه زيات شوی دی.
يوناما ويلي چې ملکي وګړو ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله د ځمکنيو عملياتو، ماين چاودنو، ځانمرګو بريونو او د ترور په پېښو کې رامنځته شوې ده.
د دغه راپور بشپړ جزئيات به وروسته خپاره شي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان