خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له چيني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه بيجنګ ته روان شوى دى.

د ملي امنيت شورا تواب غورځنګ د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه دوه ورځني سفر پر مهال به د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي، د ملي امنيت له وزير ګينګ هوچينګ او د دغه هېواد د واکمن کمونست ګوند د سياسي څانګې له مشر مينګ جانزو سره وګوري.

د هغه په وينا، حنيف اتمر به دغه راز د چين له نورو پوځي چاواکو سره هم لیدنې ولري.

غورځنګ وايي چې د دې ليدنو پر مهال به د افغانستان او چين د اړيکو پر پراختيا، د افغانستان سولې پر پروسه، د افغانستان او پاکستان پر اړيکو او له افغان ملي ځواکونو سره د چين پر پوځي مرستو خبرې وشي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: يکشنبه 29 فروردين 1395 ساعت: 19:05

صفحه بندی