خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): افغان تکواندو کاره سُميه غلامي د ٢٠١٦کال المپيک سياليو کې د ونډې ترلاسه کولو لپاره په خپله لومړۍ لوبه کې هانک کانګۍ سيالې ته ماتې ورکړه.

په دې دوو ورځنيو سياليو کې چې نن سهار د فيليپين په پلازمېنه مانيلا کې پيل شوې، د اسيايي هېوادونو تکواندو کارانو د برازيل ٢٠١٦ کال المپيک سياليو کې د ونډې ترلاسه کولو په موخه ګډون کړى.

د ملي المپيک کمېټې د تکواندو فدراسيون مشر غلام رباني پژواک خبري اژانس ته وويل چې سُميه غلامي په ٤٩ کيلوګرامه وزن کې د (لام سيو واى) په نوم خپلې هانګ کانګۍ سيالې ته په يادو سياليو کې ماتې ورکړه چې د سرو زرو امتياز يې ترلاسه کړ او د دې سياليو يو څلورم نهايي پړاو ته ورسېده.

د هغه په خبره، سُميه څو شېبې وړاندې د خپل ډېر پياوړي چيني سيال (تايپه) سره ډګر ته ځي.

نوموړي څرګنده کړه چې سُميه به خپل چيني سيال ته د ماتې ورکولو نه وروسته نورې سيالۍ هم ولري.

د رباني د معلوماتو له مخې، افغان تکواندو کارانو (نيلا حمدي، روح الله نيکپا او محمود حيدري) هم د برازيل ٢٠١٦ المپيک سياليو د ونډې ترلاسه کولو لپاره په دې سياليو ګډون کړى او ټاکل شوې چې سبا به سياليو ته ور ووځي.

نوموړي وويل چې د ونډې ترلاسه کولو لپاره بايد ورزشکاران په دې سياليو کې درې برياوې ولري.

هغه وويل چې د المپيک ٢٠١٦ برازيل په سياليو کې چې څلور مياشتې وروسته ترسره کېږي، د تکواندو پر څانګه سربېره د جُدو، بوکس، پهلوانۍ، ورزش اوچتولو او اتلتيک (منډو) په برخه کې هم د ونډې له اخيستلو وروسته ګډون وکړي.

د هغه په خبره، روح الله نيکپا د لومړي ځل لپاره د ٢٠٠٨ له المپيک او وروسته د ٢٠١٢ په المپيک کې ګډون وکړ او د برونزو مډالونه يې ترلاسه کړل.

نوموړي وويل چې

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 28 فروردين 1395 ساعت: 17:13

صفحه بندی