قهرمان: په هلمند کې ۶۰ سلنه طالبان سولې ته راضي شوي
کابل (پژواک، ٤ غويی ۹۵): د هلمند د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي، په دغه ولايت کې ۶۰ سلنه وسله وال مخالفين دې ته راضي شوي چې جګړه د حل لار نه، بلکې ستونزه بايد د خبرو له لارې حل کړاى شي. عبدالجبار قهرمان د غويي په ٤مه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په هلمند ولايت کې يې له وسله والو مخالفينو س...
په خوست کې د يوه سړک او پول جوړولو چارې پيل شوې
خوست (پژواک، ٤ غويى ٩٥): په خوست کې د درې نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه سړک او پول د جوړولو چارې پيل شوې. ياد سړک او پول چې مالي لګښت يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره (USAID) پر غاړه لري، د غويي په ۴مه د خوست والي او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو له خوا يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. والي حک...
د کندوز- تخار لويه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه
By اجمل کاکر on 23 April 2016 کندوزښار(پژواک، ٤ غويى ٩٥): د کندوز- تخار لويه لاره له څلورو ورځو وروسته د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکه او د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه. د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې د ګډو عملياتو په پايله کې ...
د ولسي جرګې مشر له ملي شورا سره د حکومتي چارواکو د ناستې پرېکړه وستايله
کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٥): د ولسي جرګې مشر له ملي شورا سره د حکومتي چارواکو د ناستې پرېکړه وستايله، خو غوښتنه يې وکړه چې ولسمشر دې له يادې ناستې مخکې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره نوماند چارواکي جرګې ته معرفي کړي. ټاکل شوې چې په نږډې راتلونکې کې ولسمشر د ملي شورا له غړو او نور حکومتي چارواک...
په صبريو کې درې عام وګړي ووژل شول
خوست (پژواک ٣ غويى ٩٥): د خوست د صبريو ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې د ځانګړو ولايتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې درې عام وګړي وژل شوي او ٨ نور يې له ځان سره بېولې دي. د صبريو ولسوال اغاجان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د صبريو په نورۍ کلي کې يادو ځواکونو پلټونکي عمليات کړي، چې د يو...