کابل (پژواک، ٤ غويی ۹۵): د هلمند د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي، په دغه ولايت کې ۶۰ سلنه وسله وال مخالفين دې ته راضي شوي چې جګړه د حل لار نه، بلکې ستونزه بايد د خبرو له لارې حل کړاى شي.
عبدالجبار قهرمان د غويي په ٤مه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په هلمند ولايت کې يې له وسله والو مخالفينو سره په پراخه کچه خبرې کړې او ګڼ شمېر مخالفين يې د سولې د خبرو لپاره راضي کړي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان درې مياشتې وړاندې د ولسمشر د يو فرمان له مخې د هلمند د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول په توګه وټاکل شو.
قهرمان هغه مهال ويلي وو چې هلمند ته د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي د رامنځته کولو، د طالبانو د ځپلو او په دغه ولايت کې د تل پاتې امنيت لپاره د طرحو د جوړولو په موخه استول شوی دی.
نوموړي نن د ولسي جرګې په ودانۍ کې خبريالانو ته وويل: "موږ هلته پر يوه ښه پروسه کار وکړ، له وسله والو مخالفينو سره مو پراخې خبرې لرلې، زه خپله مخامخ ورسره غږېدلی يم او وتوانېدم چې ۶۰ سلنه مخالفين په دې راضي او قانع کړم چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد د خبرو لاره خپله کړي."
تر دې وړاندې هم قهرمان ويلي وو چې د هلمند د ولايت په کچه يې د وسله والو مخالفينو له ډلګيو، محاذونو او نورو مشرانو سره خبرې پيل کړې او ډېرى طالبان په خپله خوښه د جګړې له کرښو وتلي دي.
هغه ويلي وو چې ده په تېره يوه مياشت کې له ٤٥٠٠ کسانو سره ځانګړې ليدنې کړې او دغه کسان اوس ورسره د جګړې په بندېدو کې مرسته کوي.
همدا راز قهرمان نن وويل چې د خلکو او افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د همغږۍ په رامنځته کولو سره يې په ياد ولايت جګړه مهار کړې ده.
نوموړى دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د هلمند څلور ولسوالۍ او د لښکرګاه ښار اړوند د باباجي سيمه له وسله والو طالبانو سره ده.
دا مهال د هلمند باغران، دېشو، سنګين، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
د هلمند د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول زياته کړه: "اوس د خلکو هغه تشويش چې ګويا هلمند به د مخالفينو په لاس سقوط کوي، رفع شوی، هلمند نه يواځې چې سقوط به ونه کړي، دومره به پياوړی شي چې په راتلونکي کې به يې شاهدان و اوسو، هغه سيمې چې د حکومت له حاکميت نه وتلي بېرته ونيول شي."
قهرمان وايي، وسله وال مخالفين له دې امله چې هلمند له پاکستان او ايران سره ګډه پوله لري، غواړي د جګړې ستر مرکز وي.
هغه وويل: "له بده مرغه زموږ دغه دوه ګاونډي هېوادونه (ايران او پاکستان) د افغانستان په تړاو سالم نيت نه لري."
د نوموړي په وينا، د هلمند په ناامن کېدو سره ښايي چې ټول سوېل لوېديځ زون ناامنه شي او د دغه زون په ناامنه کېدو سره ممکنه ده چې ټول هېواد نا امنه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند د مرکز د ځينو سيمو په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان