خرید بک لینک

خوست (پژواک، ٤ غويى ٩٥): په خوست کې د درې نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه سړک او پول د جوړولو چارې پيل شوې.

ياد سړک او پول چې مالي لګښت يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره (USAIDinfo-icon) پر غاړه لري، د غويي په ۴مه د خوست والي او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو له خوا يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

والي حکم خان حبيبي د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل چې د ياد سړک او پول په جوړېدو سره به خوست ښار د غلام خان له ترانزيټي لارې سره ونښلول شي او چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

هغه دا هم وويل چې د ياد سړک او پول په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.

هغه زياتوي: ((ياد سړک اووه کيلومتره اوږدوالی لري چې په اساسي ډول رغول کېږي او د دغه سړک په مسير کې د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي سره د شمل پرخوړ باندې يو پول هم موقعيت لري چې هغه به هم له سړک سره يو ځای جوړ شي.))

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزى بيا د فوايد عامې له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د سړکونو کيفيت او نظارت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه: ((د سړکونو حفظ او مراقبت ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، د فوايد عامې وزارت بايد د سړکونو د ساتنې لپاره په ترانزيټي لارو کې ترازوګانې نصب کړي او هم يې کيفيت ته پاملرنه وکړي.))

بل لور ته د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه بيا وايي چې دا مهال د خوست زياتره سړکونه له کاره لوېدلي دي.

هغه زياتوي، که چېرې مرکزي حکومت د يادو سړکونو د بيارغونې غم ونه خوري، نو ډېر ژر به له منځه لاړ شي.

دى وايي: ((سړکونه ۱۲ کاله عمر لري او هر سړک بايد څلور کاله وروسته له سره ورغول شي، خو د خوست سړکونو اته کاله پوره کيږي، دا چې وزارت منظم سيستم نه لري، نو زموږ سړکونه د بيا ځل لپاره نه دي رغول شوي.))

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د خوست په اتو ولسواليو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د نږدې ۷۴ ميليون افغانيو په لګښت سره د يوه پله په ګډون ۴۲ پراختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 4 ارديبهشت 1395 ساعت: 18:16

صفحه بندی