کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٥): د ولسي جرګې مشر له ملي شورا سره د حکومتي چارواکو د ناستې پرېکړه وستايله، خو غوښتنه يې وکړه چې ولسمشر دې له يادې ناستې مخکې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره نوماند چارواکي جرګې ته معرفي کړي.
ټاکل شوې چې په نږډې راتلونکې کې ولسمشر د ملي شورا له غړو او نور حکومتي چارواکو سره د هېواد د مهمو مسايلو په اړه ګډه غونډه ولري.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د دې ناستې جوړېدل پر ځاى او غوره اقدام وباله.
خو هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې د دې غونډې تر جوړېدو مخکې دې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره نوماند چارواکي دې جرګې ته معرفي کړي.
محمدمعصوم ستانکزى د تېر کال د غبرګولي له لومړيو د ملي دفاع وزارت او مسعود اندرابي د تېر کال له ليندۍ مياشتې راهيسې د ملي امنيت رياست د سرپرست په توګه کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د قانون له مخې، هېڅ چارواکى تر دوو مياشتو زيات د سرپرست په توګه کار نه شي کولى.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان