ملي شورا له ترهګرو سره پر جګړه او هغوی ته پر قانوني مجازاتو ټينګار وکړ
کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د ولسي جرګې مشر وايي چې د سولې د خبرو له منونکو مخالفينو سره سوله، له جګړې غوښتونکو ترهګرو سره جنګ او له قانون سره سم د ترهګرو محاکمه د ملي شورا او خلکو غوښتنې دي. عبدالرووف ابراهيمي چې نن يې د ولسمشر اشرف غني په شتون کې د ملي شورا فوق العاده غونډې ته خبرې کولې، وويل چې غواړ...
عزیزي: خلک بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يوموټى شي
شبرغان (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د جوزجان والي وسله وال مخالفين د پرديو د لاس اله وبلل او ټينګار يې وکړ چې افغان ولسونه دې ډېر يو موټى شي او امنيتي ځواکونو سره دې همکاري وکړي. د جوزجان ولايت سلګونه اوسېدونکي چې شبرغان ښار کې راغونډ شوي وو، له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ د وسلوالو مخالفينو وروستي بريد...
د اروزګان د ولایت مقام په شل مترۍ کې کرل شوي کوکنار حاصل ته رسېدلي
ترينکوټ (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د ولايت د مقام او امنيې قوماندانۍ تر څنګ کرل شوي کوکنار حاصل ته نږدې شوي، خو تر اوسه يې د اړولو کمپاين نه دى پيل شوى. دا مهال د اروزګان په مرکز او ټولو ولسواليو کې د کوکنارو نېښ وهل پيل شوي، خو چارواکي وايي چې ډېر ژر به په ١٢٠ هکتاره ځمکه ...