تر سرحدي شخړې وروسته د تورخم دروازه وتړل شوه

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): پر ډيورنډ فرضي کرښې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تړل شوې ده.

په تورخم کې يوه افغان هټۍ وال جاوېد شينا د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني سرحدي ځواکونو هڅه کوله چې  شمال ختيځ لوري ته د خپلې يوې پوستې تر څنګ ازغن تار وغځوي او نور تاسيسات جوړ کړي.

هغه زياته کړه چې افغان سرحدي پوليسو د پاکستاني ځواکونو د دغه کار مخه نيوله چې له امله يې د دواړو لورو تر منځ شخړه پيدا شوه او يو بل ته مورچو کې کېناستل.

شينا وايي چې تر يادې شخړې وروسته د تورخم دروازې ته نږدې ځيني دوکانونه وتړل شول او ياده دروازه هم  د مسافرو پر وړاندې وتړل شوه.

په ختيځ کې د ٣٠٢ زون سرحدي لوا درستيزوال سمونوال ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو غوښتل هلته ازغن تار تېر کړي، خو دوى يې ممانعت وکړ.

هغه زياته کړه چې په تورخم کې د دواړو لورو ځايي مسوولينو تر منځ غونډه روانه ده او هيله يې څرګنده کړه چې دا موضوع به هواره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : سه شنبه 21 ارديبهشت 1395 ساعت: 20:02