د درېيو فرهنګي څېرو نمانځغونډې ترسره شوې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): د پښتو او دري ژبو د درېيو نامتو ژبپوهانو او شاعرانو استاد خليل الله خليلي، پوهندوى ډاکټر زرغونې زېور او پوهاند محمدصابر خويشکي د اکاډميکو خدمتونو د درناوي غونډې تر سره شوې.

استاد زېور او پوهاند خويشکى له زياتو کلونو راهيسې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا دورو کې په تدريس بوخت وو، چې اوس د لوړو زده کړو د نوي قانون له مخې تقاعد شوي دي.

د نوموړو د ستاينې غونډه پرون ماښام ( دغويي ٩مه) د ميديوتيک افغانستان، پل فکري کړۍ او افغان خپرندوى مرکز له لوري په کابل ښار کې جوړه شوه چې د کابل او د هېواد نورو پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو، محصلينو او فرهنګيانو  په کې ګډون کړى و.

د لوړو زده کړو وزارت، علومو اکاډمي او يوشمېر  پوهنتونونو په راغلو پيغامونو کې د پښتو ژبوهنې په برخه کې د يادو استادانو د لسګونه کلونو زيار او ليکلو اثارو ستاينه وشوه او په پوهنتون کې يې د هغوى نه شتون يوه ستره تشه وبلله.

د ميديوتيک افغانستان د کابل دفترغړي محمد عاطف فقيرزاده پژواک ته وويل چې د يادو دوو استادانو نمانځنه به دا کلتور نورهم پياوړى کړي چې د هېواد ستر شخصيتونه بايد د هغوى په ژوند ونمانځل شي.

د پل فکري کړۍ غړي اجمل تورمان وويل، دا چې چارواکو د هغوى د کارونو د درناوي په برخه کې کوم اقدام ونه کړ، نو پل فکري کړۍ له ميديوتيک سره په ګډه وپتيله چې د هغوى د کارونو د ستاينې په بهانه پښتو ژبې او ادب ته دهغوى د کړو کارونو يادونه وکړي او د چارواکو پام ور واړوي.

د پل فکري کړۍ غړو او د کابل پوهنتون استادانو هم په خپلو ويناوو کې وويل، چې د پښتو ژبې او ادب اوسني ګڼ شمېر استادان د استاد زېور او خويشکي زده کوونکي پاتې شوي او له دې وروسته به تدريسي چارو کې د هغوى پوهه او تجربې پلې کړي.

 په ټولنيزو او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون  استاد لعل پاچا ازمون وويل چې يادو دواړو استادانو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو کې ستره ونډه درلوده او تمه ده چې په ارګ کې به يې هم د کارونو ستاينه وشي.

هغه زياته کړه، دواړه استادان بايد له پوهنتون سره تدريسي اړيکې پرې نه کړي او د ماسټرۍ او دوکتورا دورې له محصلينو سره دې وخت ناوخته خپل اثار او لکچرونه شريک کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې دواړو استادانو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې له ليسانس اوچتو دورو سره به خپله تدريسي اړيکه نه پرې کوي او حاضر دي چې په وړيا ډول محصلينو ته تدريس وکړي.

 استاد خويشکي خپلې خبرې په يوه لنډۍ پيل کړې (( که له چارواکو پوره نه شوه- خويشکيه د خپل وطن ځوانان به دې ستاينه))،هغه په خپلو خبرو کې په چارواکو نيوکه وکړه چې اکاډميکو چارو، شخصيتونو او ادارو ته پوره پاملرنه نه کوي.

استاد زرغونه زېور په پښتو ژبه کې لومړۍ مېرمن ده چې په ادبياتو کې يې لومړۍ دوکتورا اخيستې او هم مهاله په ننګرهار پوهنتون کې هم درس ورکوي. ددې ترڅنګ استاد خويشکي د خپل نامتو اثر( پښتو فونو لوژي- مورفولوژي) په ليکلو سره د پښتو ژبې ګڼې ګرامري مسئلې حل کړې او ددې تر څنګ يې د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال په توګه هم دنده تر سره کړې.

د يو بل خبر له مخې، د دري ژبې د معاصر شاعر استاد خليل الله خليلي په وياړ نمانځغونډه د کاپيسا په البيروني پوهنتون کې تر سره شوه، چې  دولتي چاروکو، شاعرانو، او  د استاد خليلي د کورنۍ او د افغانستان د قلم ټولنې او د علومو اکادمۍ غړو او نورو فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

د البيروني پوهنتون رييس پوهنوال ډاکټر فريد برنايار د استاد خليلي پر ژوند، فن او هنر باندې ځانګړې مقاله ولوسته او زياته يې کړه: (( د استاد خليلي شعرونه د خپل جوهر له امله د نړۍ په ډېرو ژبو باندې ژباړل شوي دي او د نوموړي په هنر نه يواځې افغاني ليکوالو، بلکې بهرنيو ليکوالو هم څېړنې او ليکنې کړې دي.))

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په استازيتوب پروفيسور عبدالباري راشد د استاد خليلي د شعرونو په منځپانګه ځانګړې مقاله ليکلې وه او ويې ويل چې د استاد خليلي په شعر کې د ټولنې د هرې برخې انځورونه کښل شوي دي او هر څوک په کې خپل انځور لېدلای شي.

د البيروني پوهنتون استاد پوهنيار فهيم بهير د استاد خليلي د مقاومت ادبياتو په نوم ځانګړې ليکنه ولوسته او استاد خليلي يې د مقاومت ادب بنسټګر وباله .

هغه زياته کړه : ((استاد خليلي د جهاد پر مهال د امريکا او روپا هېوادنو ته شا کړه او له هغه ځايه پېښور ته راستون شو تر څو له نږدې د افغانانو مينه لمس کړي او د مقاومت ادب سنګر تود وساتي په همدې موخه د نوموړي د شاعرۍ ډېری برخه حماسي رنګ لري .))

د استاد خليلي زوی مسعود خليلي  د پروګرام له ګډونوالو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې ولس اوس هم بيداره  او ويښ دی او تل يې خپل فرهنګي مشران ستايلي دي.

استاد خليلي په ١٢٨٦ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى و او په ١٣٦٦ لمريز کال کې د مهاجرت پر مهال په پاکستان کې وفات او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاوروته وسپارل شو. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 225 تاريخ : سه شنبه 21 ارديبهشت 1395 ساعت: 14:27