مزار کې يو تن د ښوونځي د ځمکې د غصب د مخنيوي له امله وهل شوى

ساخت وبلاگ

مزارشریف (پژواک ١٩ غويى ٩٥): د بلخ په مرکز مزارشريف کې يو تن چې د يوه ښوونځي د ځمکې د غصب مخنيوى يې کړى، د وسله والو له لوري وهل شوى دى.

ياد تن خداى بيردي نومېږي چې د مزارشريف د دشت شور سيمې اوسېدونکى او ملک دى.

نوموړي نن مازيګر پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې چې په سر، لاس او ملا ټپي شوى و، په روغتون کې وويل، په سيمه کې د سيد رضا په نوم يوه وسله وال پر ده هغه مهال د لرګيو وار وکړ او د تومانچې ډزې يې پرې وکړې، چې د يوه ښوونځي د ځمکې د غصب کېدو مخه يې نيولې ده.

ده زياته کړه، سيد رضا غواړي ياده ځمکه غصب کړي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دراني، پژواک ته وويل، دوى هم له يادې موضوع خبر شوي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د ده په وينا، تر سبا پورې به رضا نومى تن ونيسي.

د دشت شور سيمې يو اوسېدونکى زلمى وايي: "رضا ځان ته انجنير وايي، په سيمه کې مکتب ته د ځانګړې شوې ځمکې د غصب کوښښ کوي او له همدې امله يې زموږ ملک وهلى دى."

نوموړي له پوليسو وغوښتل چې ياد کس د قانون منګولو ته وسپاري.

د بلخ د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغان زوى، پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، يو ملک په دشت شور سيمه کې وهل شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دشت شور د اومې او شپږمې کوڅې ترمنځ کابو يونيم جريب ځمکه د ښوونځي لپاره ځانګړې شوې، خو ځينې کسان يې د جوړېدو مخه ډب کوي.

د هغه په وينا، دا چې ياده پېښه تازه رامنځ ته شوې، نو دوى ته په دې اړه رسمي څه نه دي ويل شوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 172 تاريخ : دوشنبه 20 ارديبهشت 1395 ساعت: 12:19