ولسي جرګې نن ناسته ونه کړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،١٣ غويى ٩٥): د ولسي جرګې منشي وايي چې د جرګې نننۍ ناسته له دې امله جوړه نه شوه چې د جرګې غړو په کمېسيونونو کې د ځينو قوانينو پر مسودو کار کاوو، خو د جرګې ځيني نورغړي وايي چې نن کمېسيونونو هم کار نه دى کړى.

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي وويل چې د رييسانو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ نن دوشنبه (د غويي ١٣مه) د ولسي جرګې عمومي ناسته رخصت ده او د جرګې غړي مکلف دي چې ځيني قوانين چې جرګې ته رسېدلي، په کمېسيونونو کې پروسس کړي.

نوموړي زياته کړه چې د ٢٧ قوانينو او نړيوالو معاهداتو طرحې ولسي  جرګې ته رسېدلې او جرګه بايد په دې اړه تصميم ونيسي.

هغه وويل چې د ټاکنيزو کمېسيونونو دندو، واکونو او تشکيل په اړه د ولسمشر تفنيني فرمان پنځه ورځې وړاندې ولسي جرګې ته رسېدلى او دوې ورځې وړاندې اداري پلاوي د جرګې عدلي او قضايي کمېسيون ته تسليم کړ او په رسمي ډول پرې کال پيل شوى دى.

انعامي زياته کړه، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ياد فرمان د ولسي جرګې اجنډا ته شامل شي او جرګه په دې اړه تصميم ونيسي.

خو په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي احمد بهزاد د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل: ((د رييسانو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ چې ګني موضوع د طرحې لپاره چمتو نه ده، ناسته يې نن لغوه کړه او د ملت د کور تربيون په اوسنيو شرايطو کې چې د افغانستان خلک له ستونزو او ناورينونو سره لاس او ګرېوان دي، غلى کړى.))

هغه زياته کړه: ((هغه دفترونه چې کمېسيونونه ترې کار اخلي، ګډ دفترونه دي او د نوبت پر بنست بايد د ملي شورا غړي (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) په دفترونو کې کار وکړي چې نن د مشرانو جرګې نوبت دى او د ولسي جرګې غړي نه شي کولى چې نن د کمېسيونونو غونډې جوړې کړي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې حبيبې دانش هم وويل چې د دې جرګې غړو ته پيغام ورکړل شوى و چې نن په کمېسيونونو کې د ځينو قوانينو پر طرحې بحث کېږي، خو د کمېسيونونو په دفترونو کې د مشرانو جرګې د کمېسيونونو غړو د نوبت مطابق ناستې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د رييسانو کمېټې په دې پرېکړې سره د ملت د استازو يوه ورځ ضايع شوه.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې عمومي ناستې د شنبې، دوشنبې او چهار شنبې په ورځو او د جرګې د کميسيونونو ناستې د يکشنبې او سه شنبې په ورځو جوړېږي.

همدارنګه د مشرانو جرګې عمومي ناستې د يکشنبې او سه شنبې په ورځو او د کميسيونونو ناستې يې د شنبې، دوشنبې او چهار شنبې په ورځو جوړېږي.

د دواړو جرګو کمېسيونونه له نوبت سره سم د کمېسيونونو له ناستو د ګډو دفترونو لپاره کار اخلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 186 تاريخ : دوشنبه 13 ارديبهشت 1395 ساعت: 19:58