جلال اباد (پژواک، ۱۳ غويی ۹۵): د ننګرهار والي د دغه ولايت نظامي شورا ته سپارښتنه کړې چې د انسان تښتوونکو او غاصبينو پر وړاندې مبارزه جدي کړي.
په ننګرهار کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې او ويل کېږي چې په دې وروستيو کې په دغه ولایت کې د انسان تښتونې پېښې هم ډېرې شوې دي.
د غويي په ۱۳مه په دې تړاو د ولايت په مقام کې نظامي شورا غونډه وکړه او امنيه قوماندان ته په کې دنده وسپارل شوه چې له نورو امنيتي ادارو سره په همغږۍ دا مبارزه مخ ته بوځي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((والي امنيه قوماندان ته لارښوونه وکړه چې د غصب شوو ځمکو بېرته ترلاسه کېدو او انسان تښتوونکو د نيولو په اړه جدي ګامونه واخلي.))
خوږياڼی وايي، والي دغه راز لارښوونه وکړه چې د غصب شوو ځمکو بېرته ترلاسه کېدو په موخه له ښاروالۍ او اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
د والي وياند زياتوي: ((په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې له کوم چلند پرته دې د ټولو وسايطو تورې ښيښې سپينې شي، له استعلام لرونکو کسانو څخه دې د وسلو ګرځولو اسناد راټول شي او د بې پلېټه موټرو مخه دې ونيول شي.))
بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني بيا وايي چې سيمه ييزه اداره بايد د انسان تښتونکو او غاصبينو پر وړاندې له جديت څخه کار واخلي.
هغه غوښتنه وکړه چې په دې پېښو کې ښکېل نيول شوي کسان بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د ننګرهار ولايت مدني فعال اکرام الله اکرام بيا وايي: ((خلک فکر کوي چې د انسان تښتونو ډېرې پېښې مافيايي کړيو کار دی چې حکومت يې د نيولو توان نه لري.))
اکرام زياتوي چې دا ټولې پېښې د زرهي او تورو شيشو په موټرو کې ترسره کېږي، امنيتي ادارې بايد تر دې وروسته د جګپوړو چارو موټر هم تلاشي کړي.
تېره ورځ په جلال اباد کې د "اباسين" لپاره د عدالت غوښتنې په تړاو لاريون کې هم يو شمېر مدني فعالانو اندېښنه وښوده چې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې او بايد مخه يې ونيول شي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 214 تاريخ : دوشنبه 13 ارديبهشت 1395 ساعت: 14:24