محمودراقي (پژواک، ١١ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د دوو کليو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د دويم کوهستان ولسوالۍ د جمال اغې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې سيمه کې د زړې شخصي دښمنۍ له امله پرون ناوخته د دوو کليو تر منځ وسله والو نښته شوې وه.
دى وايي چې په دې نښته کې د يوې ډلې يو تن وژل شوى او دوه نور ژوبل او له بلې ډلې هم دوه تنه ټپيان دي.
د فايق په وينا، سيمې ته پوليس رسېدلي دي او له پېښې سره د تړاو په تور يې شپږ کسان نيولي دي.
د کاپيسا د مرکزي روغتون ډاکټر اغا شېرين وايي، د دوی روغتون ته څلور تنه ټپيان وړل شوې چې يو ټپي په روغتون کې ساه ورکړه او د نورو روغتيايي وضعيت هم د اندېښنې وړ دی.
د سيمې اوسېدونکي محمداغا پژواک ته وويل چې دا نښته د څو ساعتونو لپاره روانه وه او دواړو لورو پر يو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په سيمه کې د غير مسوولو وسله والو د بې وسلې کولو په اړه اقدامات وکړي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 175 تاريخ : شنبه 11 ارديبهشت 1395 ساعت: 13:54