د پکتيکا امنيه قوماندان له معرفي کېدو وروسته بېرته کابل ته غوښتل شوى

ساخت وبلاگ

ښرنه (پژواک، ٩ غويى ٩٥):د پکتيکا ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا استازي وايي، چې ددې ولايت امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ له معرفي کېدو دوه ساعته وروسته بېرته کابل ته غوښتل شوى.

مل پاسوال دولت خان ځدراڼ دوه ورځې مخکې د غويي په ٧مه، د زړور زاهد پر ځاى د پکتيکا د نوي امنيه قوماندان په توګه معرفي شو.

خو ددې ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا استازي وايي، چې له معرفۍ دوه ساعته وروسته امنيه قوماندان د نامعلومو لاملونو  له کبله کابل ته غوښتل شوى .

دوى وايي چې که هغه بېرته له دندې ګوښه شوى وي، نو دا به ددې ولايت پر خلکو او  ولسونو ملنډې وهل وي.

د پکتيکا ولايت قومي مشر وکيل بادشاخان د غويي په ٩مه، يوې خبري غونډې ته وويل چې د دولت خان ځدراڼ دوه ساعته له دندې تېرېدلو وروسته، د ولسمشرۍ له لوري ورته زنګ وهل شوی او کابل ته يې د نامعلومو دلايلو له امله غوښتی دى .

دى وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې دا ولايت امنيه قوماندان نه لري او ددې ولايت د خلکو غوسه يې راپارولې ده.

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې نور دې په داسې کړنو ولس نه بې باوره کوي او خپلو پرېکړو ته دې عملي بڼه ورکړي.

بل قومي مشر حاجي سيدالله هم وويل، چې د ولايت امنيه قوماندان د وزير په حکم معرفي کېږي، خو دوه ساعته وروسته بېرته د ولسمشر لخوا غوښتل کېږي.

هغه وايي چې له دا ډول کړنو سره پر حکومت د خلکو باور زيانمنېږي.

نوموړي زياته کړه، چې مل پاسوال دولت خان ځدراڼ ددې ولايت اوسيدونکی دى، د خلکو او ولسونو پر ستونزو خبر دی، هغه کولای شي چې دامنيت په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي.

هغه وايي، که دولت دې ولايت ته بيرته دولت خان را ونه ليږي، دوی به لويې لارې د لاريونونو په ترڅ کې بندې کړي.

د ولايتي شورا مشر بختيارګل ځدراڼ هم په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې پکتيکا ته د امنيه قوماندان په توګه د مل پاسوال دولت خان را ليږل د امنيت په ټينګښت او دقومي جوړښتونوپه تقويه کې ښه رول لوبولی شي او دا يوه پرځای پرېکړه وه.

هغه وايې((دا يو سرحدي ولايت دی، د دولت وسله والو مخالفينو دې ولايت ته په سلګونو کسان د امنيت د ګډ وډولو لپاره را ليږلي، له دې تشې به د دولت وسله والو طالبانو ته يوه ښه موقع په لاس ورشي او خلکو ته به په ډاګه شي چې دولت دوه سری دی، او خپلې پرېکړې په اسانه نه شي تطبيقولی.))

ځايي چاراوکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 209 تاريخ : جمعه 10 ارديبهشت 1395 ساعت: 1:00