ډېر ژر به ناد علي ولسوالۍ له وسله والو پاکه شي

ساخت وبلاگ

لښکرګاه (پژواک، ۹غويی۹۵) : د هلمند د ناد علي ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي چې د امنيتي ځواکونو او خلکو تر منځ  د غښتلي همغږۍ له امله  په دې ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفين له جګړې ناهيلي او له ماتې سره مخ شوي دي.

د دوى په وينا، شپږ مياشتې وړاندې وسله والو په تکتيکي ډول ډېر پرمختګونه وکړل، ډېرې سيمې يې ونيولې، خو اوس کمزوري شوي او ډېر ژر به امنيتي ځواکونه پخوانۍ له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.

د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عمر جان حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خلک د دوى له کړنو څخه په تنګ شوي دي.

هغه زياته کړه چې طالبان له خلکو ډوډۍ، پيسې او د کوکنارو  عشر راټولوي او خلکو ته يې نورې ستونزې هم پيدا کړې دي.

د حقمل په وينا، د سيمې اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو غوښتي  چې طالبان يې له سيمو څخه وباسي او له دې شره يې خلاص کړي.

د ناد علي امنيه قوماندان وويل ، وسله وال طالبان اوس هم غواړي چې په پرله  پسې توګه پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي،خو بريدونه يې کمزوري او کوچني دي، هېڅ نه شي تر لاسه کولی.

دده په وينا، په ناد علي او نورو ولسواليو کې ټول امنيتي ځواکونه ملي اردو، ملي پوليس، د عامه نظم پوليس او نور يو ځاى فعاليت کوي، په يوه دسترخوان ډودۍ خوري او ترمنځ يې همغږي له پخوا څخه زياته شوې ده.

حقمل وايي چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ، اتفاق او اتحاد سره وسله وال مخالفين له ماتې سره مخامخ شوي او نه شي کوى لوى بريدونه ترسره کړي.

هغه وايي، ډېر ژر به د نادعلي ولسوالۍ ټولې هغه سيمې چې د دوى له لاسه وتلې دي د يو لړ عملياتو په ترڅ کې بېرته ترلاسه کړي.

ده زياته کړه : (( طالبان اوس يواځې تبليغات کوي، خپلمنځي اختلافات يې هم زيات شوي، د لويو بريدونو توان نه لري.))

په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو د ضربتي کنډک د لومړي ټولي قوماندان تورن شکر الله وايي چې بشپړ امکانات ورته رسېدلي دي، شپنې دوربينونه، وسلې او تشکيل يې هم پوره شوی  او له پوليسو سره په بشپړې همغږۍ کار کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د دوی ټانکونه له هر ډول وسلو سره بېره لايزرونه لري، د يوه  پلان  له مخې چې لوړ پوړو چارواکو نيولی ، ډېرې سيمې به له وسله والو خلاصې او خلکو ته  به د ارامه ژوند کولوه زمينه برابره کړي.

شکرالله وايي چې وسله وال طالبان ډېرې وسلې نه لري،يواځې تبليغات کوي خو امنيتي ځواکونه ښه مجهز او لوړ مورال لري.

د نادعلي ولسوال محمد ادريس عليزي د شاول په سيمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پژواک ته وويل، چې  په نادعلي کې د وسله والو د پرمختګ مخه له امنيتي ځواکونو سره بېره عامو ولسونو هم ډب کړې ده.

هغه زياتوي، چې په دې لسوالۍ کې لسګونه د بيارغونې وړې او لويې پروژې تر کار لاندې وې، خو هغه سيمې چې طالبانو نيولي، هلته پروژې بندې شوې دي.

ولسوال وايي، چې خلکو له دوى څخه د عملياتو غوښتنه کړې  چې  سيمې پاکې او د بيارغونې پروژې بيا پيل شي.

ده وويل چې د ګرشک او ناد علي ولسوالۍ تر منځ د ۳۴ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شوی د سړک پروژه  به هم پرمخ ولاړه  شي او خلک به عادي ژوند ته  راوګرځي.

د ناد علي په شاول سيمه کې د صابر په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې  دوی له دوامداره جګړو او ډزو څخه په تنګ شوي، طالبان شپني دوربينونه لري او په بېلابېلو سيموکې پر پوستو بريدونه کوي.

دده  په وينا، عام ولس خپل کارونه  په سمه توګه نه شي تر سره کولی، ډيرې ځمکې شاړې پاتې شوې، ډېری کورنۍ کډوالې شوې دي.

د يادونې ده چې شپږ مياشتې مخکې وسله والو طالبانو  ناد علي ولسوالۍ او د لښکرګاه د باباجي پر سيمو بريدونه وکړل او زياتې سيمې يې ونيولې. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 212 تاريخ : پنجشنبه 9 ارديبهشت 1395 ساعت: 13:40