افغانستان د کرکټ نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې هالینډ ته ماتې ورکړه

ساخت وبلاگ

کابل( پژواک، ۱۴ کب ۹۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام په لومړۍ تمریناتي لوبه کې هالینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ شل اووریز نړیوال جام سیالۍ راتلونکې اونۍ په هندوستان کې پیل شي. خو دافغانستان په ګډون شپږ لوبډلې په لومړي پړاو کې پخپلو لوبو کې څو دویم پړاو ته لاره پیدا کړی.

 افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په لومړۍ تمریناتي لوبه کې د کب په ۱۴مه، د هند په موهالي ښار کې له هالینډ سره لوبه ترسره کړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دې لوبې پجه افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه، افغانستان په ټاکل شویو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۵۲ منډې جوې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۱۵۳ منډو هدف وټاکلو.
د افغان لوبډلې له لوري توپوهنه کې سمیع الله شینواري ۴۲، اصغر ستانکزي ۲۵،شفیق الله ۲۴ او ګلبدین نایب ۲۳ منډې جوړې کړې.
هوتک وایي، د هالینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړ او لوبډله یې په ټولو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۶ منډې جوړې کړې او دغه راز افغان ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.

د ملي لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې دولت ځدران،سمیع الله شینواري، محمد نبي او راشد ارمان یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
 

- - , .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 180 تاريخ : جمعه 14 اسفند 1394 ساعت: 20:44