د ښځينه پوليسو د شخصيت ساتنې برخه کې د تبليغاتي هڅو غوښتنه وشوه

ساخت وبلاگ

مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۴): د بلخ ولايت ښځينه مدني فعالانو له امنيتي مسوولينو څخه د ښځينه پوليسو د شخصيت ساتنې په برخه کې د تبليغاتي هڅو غوښتنه وکړه.

دوی همداراز د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د کمښت په موخه د ټېلېفوني شمېرې د فعالېدو غوښتنه هم وکړه، چې د ستونزې پر مهال ورسره مېرمنې له خپلو کورونو له پوليسو سره په اړيکه کې شي.

د بلخ په امنيه قوماندانۍ کې د کب په ۹مه، د دغه ولايت ګڼ شمېر ښځينه مدني فعالانو د يادې قوماندانۍ له مسوولينو سره ګډه ناسته وکړه.

د بلخ ولايت مدني فعالې مېرمن ماريا رهين ياده ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، دوی وياړي چې افغان مېرمن د نارينه وو تر څنګ د وطن ساتنې په برخه کې ونډه اخلي.

نوموړې زياته کړه چې لا هم په ټولنه کې د پوليسو په ليکو کې د مېرمنو د جذب په برخه کې ځينې ګونګسې شته، چې بايد د تبليغاتي چارو په تر سره کولو يې حقيقي تصوير وړاندې کړای شي.

رهين وويل، چې د تېرو وختونو د ناسمو فکرونو له امله کله چې کومه مېرمن د پوليسو په ليکو کې کار کولو ته زړه ښه کړي؛ نو پر وړاندې يې د خلکو ذهن ته زرګونه ناسالم فکرونه لاره کوي.

نوموړې زياته کړه: ((خلک فکر کوي چې د دغې مېرمنې اخلاق خوندي پاتې کېدای شي يا نه، خدای مه کړه، ناوړې ګټې اخيستنې ته به برابرېږي يا نه برابرېږي.))

هغې د همدې اندېښنې له امله له امنيه قوماندان څخه هيله وکړه، چې په خپلو راپورونو او ناستو کې په دې ټينګار وکړي، چې د پوليسو ليکو ته د داخلېدونکې هرې مېرمنې ژوند له هره اړخه خوندی دی.

خو په ياده ناسته کې د بلخ امنيه قوماندانۍ د جندر مسوولې مېرمن نجيبې وويل، چې دوی په خپله دنده کې هوسا دي او له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

نوموړې زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې له سلو زياتې مېرمنې فعاليت کوي، چې ۶۲ يې ساتنمنې او افسرانې دي او ۴۳ تنه يې سربازانې دي.

ښځينه مدني فعالينو په ياده ناسته کې له امنيه قوماندان څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د کمېدو په موخه د ټېلېفوني شمېرې د فعالېدو غوښتنه هم وکړه.

مدنې فعالې مېرمن صدف غياثي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې پوليس د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې په کمېدو کې ښه برخه اخيستی شي.

نوموړې زياته کړه: ((که چېرې د پوليسو لخوا د ټېلېفون شمېره اعلان شي او هره مېرمن چې په خپل کور کې يا بهر له تاوتريخوالي سره مخ کېږي له يادې شمېرې سره اړيکه ونيسي نو اغېز به يې کم نه وي.))

د هغې په وينا، د دغې چارې پيل په خپله په ذهني توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې مثبت بدلون راوستلی شي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات وويل، چې د پوليسو په ليکو کې د مېرمنو ونډه اخيستل د ټولنيز خدمت وړاندې کولو لپاره اړينه چاره ده.

نوموړي له ښځينه مدني فعالينو څخه مننه وکړه، چې د يادې ناسته له لارې يې د ښځينه پوليسو مورال پياوړی کړ.

د هغه په وينا، دوی له دې وړاندې هم د پوليسو مېرمنو په اړه د مثبت فکر کولو په تړاو تبليغاتي چارې تر سره کړي او له دې وروسته به يې هم کوي.

سيد کمال سادات د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت په تړاو د ځانګړې ټېلېفوني شمېرې د رامنځ ته کولو د غوښتنې په اړه وويل، چې مېرمنې کولی شي له ۱۱۹ شمېرې څخه ګټه واخلي.

نوموړي زياته کړه، چې ۱۱۹ شمېره په پوره خونديتوب سره د هر چا غوښتنې ته ځواب ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت، د پوليسو د ١١٩ شمېرې اداره بېړنيو پېښو ته د لاسرسي لپاره رامنځته کړې او هېوادوال هم د بېړنيو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال له يادې شمېرې سره اړيکه نيولى شي.

- - , .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 233 تاريخ : يکشنبه 9 اسفند 1394 ساعت: 17:02