اروپايي ټولنه غواړي له افغانستان سره د کډوالۍ د ستونزو د هواري په برخه کې مرسته وکړي

ساخت وبلاگ

د اروپايي ټولنې  پلاوی تیره ورځ د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې اروپايي ټولنه به د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د افغان کډوالو داوطلبانه راستنیدنې له بهیر سره مرسته وکړي .

په دغه پلاوي کې چې له بروکسل څخه کابل ته راغلی د اروپايي ټولنې د مالي ، روغتیا او کډوالۍ د برخې مشرې "  رفیلا آیدایس " او د دغې ټولنې یوشمیر نور چاروکي هم ګډون لري او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پراختیايي پروګرامونو مشر " ګبریل اوکتاوین لیونیت " هم د دغه پلاوي ملتیا کوله د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سره د اروپايي ټولنې د مرستو په اړه خبرې وکړې .

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ، په دغه ناسته کې وویل چې د کډوالۍ د کړکیچ د حل لپاره باید افغانستان او کوربه هیوادونه په ګډه کاروکړي او په دې برخه کې بنسټیزو ګامونو ته اړتیا ده د نوموړي په خبره په افغانستان کې  د ناقانونه کډوالۍ د ډیریدو د عواملو له منځه وړل د دغه بحران د حل اساسي لاره ده .

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل چې د دغې ستونزې د هواري په موخه د یوشمیر وزارتونو او ادارو په ګډون یوه تخنیکي کمیټه جوړه شوې او دغه کمیټه د کارموندې ، د حرفوي او مسلکي زده کړو د مرکزونو جوړول ، د تولیدي د دستګاوو جوړول ، د استوګنې د کورونو جوړول ، د کرهنې په سکتور کې پانګونه ، له انساني قاچاق سره مبارزه او د عامه پوهاوي د پروګرامونو پراختیا په برخه کې کارکوي ترڅو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي ترڅنګ یو شمیر افغانان دې ته و هڅیږي چې په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي .

نوموړي وویل چې   ډیر ژر به له دغې تخنیکي کمیټې څخه یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي ترڅو له اروپايي هیوادونو سره په دې اړه خبرې وکړي .

د کډوالو وزیر وايي چې په دې برخه افغان حکومت د نړیوالو په ځانګړې ډول د اروپايي ټولنې مرستو ته اړتیا لري .

په ناسته کې د اروپايي ټولنې د مالي ، روغتیا او کډوالۍ د برخې مشرې "  رفیلا آیدایس " ژمنه وکړه چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لارې به د کډوالۍ په برخه کې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو .

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په یوه رسمي سفر پاکستان ته ولاړ

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن سه شنبه د پاکستان په رسمي بلنې اسلام آباد ته سفر وکړ .

نوموړی به په دغه څلور ورځیني سفر کې په پاکستان کې د ناراجستر افغان کډوالو د راجستریشن او د ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت د کارتونو د مودې دغځولو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې .

د یادولو ده چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان د سرحدونو او ایالتونو له وزارت سره څو میاشتې وړاندې په پاکستان کې د افغان کډوالو د راجستریشن او د دوو کلونو لپاره د  ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت د کارتونو د مودې د غځو لو په اړه هوکړه کړې وه خو د ځینو ستونزو له امله دغه پروسه لا نه ده پیل شوې او د مهاجرت د کارتونو موده هم نه ده غځول شوې . 

https://ssl.gstatic.com/ui/v1/icons/mail/images/cleardot.gif

Attachments area

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 320 تاريخ : سه شنبه 31 فروردين 1395 ساعت: 17:58