د تخار له لوبغالو د پوځي چورلکو ‌ډګرونه جوړ شوي

ساخت وبلاگ

تالقان (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): په تخار کې يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ښار لوبغالي پر پوځي اډو بدل شوي؛ ځکه ډېری وخت پوځي چورلکې په کې ناستې کوي او  لوبغاړي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د فوټبال یوه لوبغاړي صبور خان درمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې ډېر وخت د تالقانو په عمومي لوبغالو کې پوځي الوتکې ناستې کوي.

صبورخان زیاتوي: ((تالقانو ښار د تفریح او لوبو لپاره همدا دوه ځایونه لري چې د ښاروالۍ چمن او د ابوعثمان لېسې چمن دى خو له تېر یو کال راهیسې دغه چمنونه پر نظامي اډو بدل شوي، زموږ سیالۍ خو لا څه کوې چې د ولایتونو تر منځ مو سیالۍ ټکنۍ شوې دي.))

د هغه په وينا، کله چې د چورلکې د راتګ وخت شي نو پوځي کسان لوبغالي ته ورځي او لوبغاړي له میدان څخه باسي.

دغه راز په تخار کې بل لوبغاړي احمد جمشيد هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ځوانان د لوبو کولو لپاره دوه مناسب ځايونه لري.

خو وايي: ((دا دوه مناسب ځايونه اوس په پوځي اډو بدل شوي دي، اوس د ښاروالۍ او ابو عثمان لېسې په لوبغالو کې موږ لوبې نه شو کولاى؛ ځکه هلته ټوله ورځ طيارې ښکته او پورته کيږي.))

ده پر اړوندو مسوولينو غږ وکړ چې په دغه ولايت کې دې د لوبغاړو او يا هم د چورلکو د ناستې لپاره مناسب ځايونه جوړ کړي.

د تالقانو اوسېدونکي نجم الدین باور هم ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه: ((کله چې چورلکې کوزې شي نو په لوبغالي کې خاورې او دوړې جوړې شي نو ټول خلک بيا له لوبغالي څخه وځي.))

ده وويل چې حکومت بايد لوبغاړو ته ستونزې جوړې نه کړي او مسوولينو ته دې امر وکړي چې الوتکې په هوايي ډګر کې ښکته او پورته شي.

دغه راز د تخار ورزشي امر نقیب الله جلیلي هم پژواک ته وويل چې په لوبغالو کې د چورلکو د ناستو له امله لوبغالي هم زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړه: ((هم يې ورزشکارانو ته ستونزه جوړه کړې او هم يې د لوبغالي ټول چمن خرابه کړى دى.))

ده وويل چې دغه ستونزه يې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې او کيداې شي د حل کومه لار ورته پيدا کړي.

دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم تاييد کړه چې د تالقانو ښار په لوبغالو کې چورلکې ناستې کوي.

هغه وايي: ((موږ پر دې پوهېږو چې په لوبغالو کې د چورلکو ناستې خلکو او ورزشکارانو ته ستونزې جوړې کړي خو موږ يې د بديل په لټه کې يو.))

خو تيمور وويل چې يواځې په مياشت کې درې يا څلور ځلې د مېلمنو د راتګ او يا هم د پوځي ټپيانو او مړو د انتقال پر مهال چورلکې په دې لوبغالو کې ناستې کوي.

د هغه په وينا، د تالقانو د سراى سنګ هوايي ډګر د امنيت د خوندي توب لپاره هلې ځلې روانې دي چې په فعاليدو سره به يې ياده ستونزه هواره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : دوشنبه 30 فروردين 1395 ساعت: 16:01